پوهنه کلتور د يوې ټولنې د واقيعتونو هنداره ده؛چې کولای شو، د هغې په واسطه يوه ټولنه په بشپړه توکه وپېژنو. د نړۍ مطبوعات، تحقيقاتي ټولنې او موسسې په دې هڅه کې دې؛ چې د ملتونو د فرهنګ او کلتور په اړه څېړنې وکړې. د کلتور په اړه دا څېړنې په حکومتي، جنګي، استخباراتې، سوداګرېزو او نورو مهمو چارو کې د استفادې وړ ګرځې. د نړۍ د پرمختګ لوی راز همدا دی چې کلتور ته يې ډېره پاملرنه کړې او د همدې کلتورې پوهې پر مټ پر مونږ حکومت کوې.
کلتور د يوې ټولنې د يوه ټولمنلې قانون بڼه لرې چې له مخې يې مونږ ولسونه په سيمه کې ثبات پرمختګ او يووالي يقيني کولاي شو . زمونږ ولسونه د تېرو څو پيړيو راهېسې د کلتورې دام په لومه کې ننښتې دې ددې ستر او خطرناک دام اغېزې دې چې زمونږ د خلکو ذهن او دماغ يې نېولې او ولس يې په فکرې لحاظ تسخير کړی د فکر له قوت څخه يي غورځولی.
کومه ټولنه چې هر څه بې ارزښته وبولې او قيمت ورنکړې؛ دا دا مانا لرې؛ چې دا ولس په فکرې لحاظ څومره ځپل شویدۍ؟ زمونږ په ولسونو کې دا شی په اسانه موندلی شي؛ چې هيڅ شې ته ارزښت نه ورکوي. کېدی شي، ځينې وروڼه ددې ادعا په غبرګون کې په تونده لهجه ووايې چې تا د افغانستان تاريخ او جغرافيه نه ده لوستې! د هېواد له دوه ميليونو زياتو وګړو د دين او وطن له پاره سرونه قربان کړل ايا دا ارزښت نه دی؟ ته لکه چې ارزښت نه پېژنې؟ زما ځواب به دا وې چې په دې ټولو خبر يم او ټول وژل شوې کسان که مجاهدين وو که د حکومت کسان زما د خاورې او وطن اوسيدونکي وو؛ ددوی په قربانيو وياړ کوم، خو هغه څه چې زه يې ويل غواړم هغه دادي : (( چې کوم انسان چې کلتورې سواد يې بشپړ وي. دومره په اسانی ځان نه وژنې.))
د ځان په اړه خو څه چې دخپل خطرناک دښمن په اړه هم د مرګ تصميم نه شي نېولای دا چې مونږ دتېرو څو پيړيو راهېسې ځان وژنو او هيڅ دوامداره لاسته راوړنه نه لرو؟ لامل يې همدا کلتورې کمزورې ده. کلتور د انساني ټولنې روح دی؛ چې د انسان په داخل کې د انسان زړه او دماغ نېسي. زمونږ د ولس ذهن پرديو افکارو نېولی او دا خطرناک پردې افکار ددې لامل شويدې چې مونږ وړيا قرباني کېږو. کېدی شي دا خبره له ولس سره ومنم چې مونږ امپراتوري له منځه وړې او دا افتخار ګڼم؛ خو اصل خبره داده چې په يوه ملک وسله وال بريد هغه مهال عملي کېږي چې ټولنه په کلتورې لحاظ وځپل شي. زه د جګړو او د امپراتوريو مخالف نه يم؛ خو زه غواړم دا ثباته کړم چې مونږ په کلتورې لحاظ څومره ځپل شوې يو. کله چې دا خبرې ټولو ته ثابته شي چې مونږ رښتيا هم خراب يو نو پکار ده؛ هغه کسان چې دې هېواد او ولسونو ته عقيده لرې بايد په ژوره توګه دې هېواد حالاتو ته وګورې او هرهغه کار چې د خلکو له پاره لومړنی او مهم کاربولي پيل او په پاخه توګه يې ترسره کړې.
ستاسو هربشپړونکی او ښه کار ددې هېواد په خير دی اوهر عادي کار مو د کلتورې سواد په لوړېدا کې مهم رول ادا کوې. البته هغه کارونه چې زمونږ د اصولو مطابق وې. ځکه د يوه کار د ترسره کولو له پاره تر ټولو ښه لاره داده؛ چې د ټولنې د موجوده کلتور سره يي برابر ترسره کړې. چې په اصل کې دا د کلتورې جبر بله لويه ضربه ده. ځکه کله چې يوه ټولنه په کلتورې لخاظ دومره کمزورې شي چې هر هغه کار چې د ټولنې د ټولو پرګنو په ګټه وې او کول يې په دې ناممکن وې چې د ټولنې د کلتور سره برابر نه وې. او کله يې چې پيل کړې د رنګارنګ غبرګونونو سره مخ شي. يوه ټولنه هغه مهال په کلتورې لحاظ پوره بللی شو چې هره مثبته کړنه چې د ټولنې د نجات سبب کېږي د خلکو د لوی هرکلي سره مخ شي. او څوک دا و نه وايې چې دا کار د ټولنې د کلتور خلاف دی. راځئ دداسې يوه کلتور د رامنځته کېدا له پاره هڅه وکرو.
خوست افغانستان