ګل رحمان رحماني

لیکوال حکمت الله نورزی –

لکه څنګه چې خوراک، څښاک او تنفس د انسان جسم ژوندی ساتي په همدې شان ښکلا د انسان اروا ژوندۍ ساتي، باید ووایو چې ښکلا د انسان یوه تلپاتې تلوسه ده.

انساني اروا تل په ښکلا موندلو پسې سرګردانه ده او د ټولو ښکلاګانو فتحې ته د انسان رواني تنده پای نلري، همدغه تنده، همدغه تلوسه او همدا رواني هڅه په انسانانو کې ګډې ریښې لري، پخپله ښکلا او د ښکلا خوښوونې ذوق نسبي او په بیلابېلو وګړیو کې رنګارنګ دی، خو اړتیا یې مطلقه ده.

هر کله چې ښکلا په هنرونو او شعر کې ځای مومي دهمدې ګډې تندې او مطلقې اړتیا غریزه خړوبوي او په دې توګه شعر او هنر د هغه ښکلي مرمرین لوښي ارزښت مومي، چې ښکلا لیږدوي او تږې انساني اروا خړوبوي.

ګل رحمان رحماني یو له هغه لیکوالو او شاعرانو نه دی چې پر ښکل مین دی او ډېرکله د ښکلا تعریف په بېلابېلو ډولونو سره کوي چې هر تعریف یې د زړه تل ته کښته کېږي.

رحماني صاحب د هر لوري ښکلا یوازې د معشوقې له لاسه ګڼي او له معشوقې پرته ژوند د هغو دیوالونو په څېر ګڼي چې هندارې نه لري:

ته چې ورنه تللی یې لاهغسې بې میره دي

راشه چې کوترې دې بې لارې بې مسیره دي

څه پوښتې زما د خیال ماڼۍ کې خپل مقام ګرانه

لایې دېوالونه بې هېندارې بې تصویره دي

شعر پرته له ښکلا څخه هغه لوښي ته ورته دی، چې تش وي. او ښکلا له هنر او شعره پرته دهغوتویې شویو اوبو په شان دي، چې لوښی ونلري او تږی یې نشي څښلی.

خو کله چې د رحماني شاعري ګورو نو په هغه کې به داسې شعر پيدا نه کړو چې ښکلا او هنر نه وي پکې نغښتی:

لکه څاڅکی په دریاب کې رانه ورک شوې

د رنګونو انقلاب کې رانه ورک شوې

نه دې ژوند کله نصیب شو نه د یار غېږ

جل وهلی په سراب کې رانه ورک شوې

لکه څنګه چې رحماني د ښه شعر لیکلو هنر لري همداسې د یوه ښه نثر لیکونکي هنر هم لري.

رحماني یوازې د ژوند خواږه او ښکلا ګانې نه ستايي دی په خپلو شعرونو کې د وخت نا خوالې هم نه دي هیري کړي په دې اړه په خپلو شعرونو کې داسې وايي:

وخته! دا دوې مهربانۍ دې همېشه راغلې

چې د قاتل له پيغام وروسته یې نامه راغلې

رحماني صاحب نه یوازې یو ښه ادیب دی بلکې یو ښه ژورنالیست هم دی او یو ښه ملګری هم دی.

زه ځان ډېر نیکمرغه بولم چې ما په خپل ژوند کې د رحماني صاحب په څېر یو استاد هم لرلی دی زه به د ژوند تر وروستیو سلګیو د ده احسان ادا نه شم کړای.

که د رحماني صاحب د شخصیت او دده د شاعرانه ژوند په اړه هرڅومره ولیکم او ووایم لا به ډېر کم وي.

خو باید ووایم چې زه نور داسې الفاظ نه لرم چې په هغه کې د رحماني غوندي شخصیت په اړه څه ولیکم او یا ووایم، په پاي کې دومره وایم خداي دې هرې مور ته رحماني غوندې زوی او هر سړي ته رحماني غوندې مشر ورور ور په نصیب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *