۱۰ جوزا ۱۳۹۴

محمدالله همت یار : ښرنه

د مې د میاشتې ۳۱ نیټه چې د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ ده د نوري نړی په شان په پکتیکا کې هم ونمانځل شوه او ګډونوالو یې وعده وکړه چې د نشه یې موادو د نه کارولو لپاره به د عامه پوهاوي کمپاینونه پراخ کړو او د له منځه وړلو لپاره به یې د ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلو.

دا غونډه په دې ولایت کې د سواد مدني ټولني او لنکن ښوونیز مرکز له لوري جوړه شوې وه چې د پکتیکا مرستیال او سرپرست والي، یو شمېر اداري ریسانو، ډاکټرانو، مدني فعالانو، ځوانانو، شاګردانو، او دمحصلینو استازو په کې ګډو کړی وه.

غونډې ته د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي په خپله وینا کې د سواد مدني ټولني، لنکن مرکز او مېلمه راډیو څخه د مننې ترڅنګ د نشه یې مواو په تاوانونو هر اړخیزي خبرې وکړې.

فضلي زیاته کړه د پکتیکا دولتې چارواکې او امنیتي ځواکونه د نشه یې موادو پر ضد خپلي مبارزې ته ژمن دي، او په دې برخه کې ډیري لاسته راوړنې لري چې هم په تیرو کلونو کې او هم په روان کې هم نشه یې مواد او هم یې قاچاق کوونکي نیولي او قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

غونډې ته د مرکز ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنارګل صدیقي د طب له نظره د نشه یې موادو په زیانونو خبرې وکړې.

1صدیقي وویل نشه یې موادو د انسان په بدن کې ډیري خطرناکې نارغۍ راپیدا کوي لکه انتاني زخمونه، د غاښونو زیړوالی، وری خرابېدل ، لوړ فشار، دخولې، ژبې، معدې،سږو، شونډو او ویني کینسر، د رګونو تنګېدل، د زړه حملې، د جنسي قووت کمزوري، او داسي نوري ګڼ شمېر خطرناکې او وژونکي ناروغی د همدې نشه یې موادو څخه راپیدا کېږي.

غونډې ته ګڼ شمېر ګډونوالو د نشه یي موادو په زیانونو خبري وکړې او په پای کې یې نشه یې موادو ته اور ور واچاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *