تمدن تر هغه منځ ته نه راځې ترڅو انسانان خپلو ځانو ته درناوی و نه لري. دا خبره د مشهور ارواپوه فرویډ ده چې دوې اونۍ مخکې استاد امان الله هوسا په روشنګرۍ کې د ځان درناوي په لکچر کې وکړه.
ځان درناوی ته په۱۹۶۰ م کې عالمان متوجه شول او ځان درناوی یې د انسان په پرمختګ کې مهم وګاڼه.
ښاغلي امان الله هوسا وویل، هغه کسان چې ځان درناوی لري د لاندې خویونو خاوندان وي:
۱- د ارزښتونو دفاع کوي.
۲- د احساساتو پر ځای له منطقې فکر او تعقل څخه په پرېکړو کې کار اخلي.
۳- په تاریخ افتخار نه کوي، د حال او راتلونکي په باره کې فکر کوي.
۴- د ستونزو په مقابل کې ځان نه بایلي.
۵- نورو ته درناوی لري.
۶- د خپلو مثبتو کارونو څخه نور خلک متاثر کوي.
۷- د ژوند په هره برخه کې توپېرونو ته درناوی لري.
۸- د هر ښه کار څخه خوند اخلي او د نورو خوشحالي د ځان خوشحالي بولي.
۹- تل د نورو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.
استاد هوسا په دې پسې د هغه کسانو ځانګړنې هم بیان کړې چې ځان ته درناوی نه لري:
۱- همېشه وایي زه هېڅ کار کولای نشم.
۲- ځان ته احترام نه لري.
۳- د مثبتو خبرو په وړاندې منفې عکس العمل ښیي.
۴- د غلطۍ څخه بېرېږي.
۵- د نورو سره حسادت کوي او کینه دله وي.
د لکچر په وروستۍ برخه کې د استاد امان الله هوسا څخه د ځان درناوی په هکله پوښتنې هم وشولې، چې استاد یې ځوابونه وویل.