هر انسان چې خبرې کولای شي، د لیکوال کېدو جوهر هم لري، دا خبره مو تېره پنجشنبه په روشنګرۍ کې د ډاکتر صاحب محب زغم څخه واورېده.

ډاکتر محب زغم په روشنګرۍ کې د لیکوالۍ هنر په هکله لکچر وړاندې او لیکوالي یې د هر هغه چا لپاره مهمه وبلله چې غواړې خپله پوهه تر نورو ورسوي. ده په لومړی سر کې لیکوالي پر تخلیقي او غیرتخلیقي برخو وویشله.

د ښاغلي زغم په وینا چې تخلیقي لیکوالي هغه ده چې په ایجاد کې یې له تخیل څخه کار اخیستل شوی وي.

ډاکتر زغم وویل: (د تخلیقي لیکوالۍ لپاره اساسات تخیل، توصیف او لیدلوری دی)

زغم وویل: تخیل یوازې او یوازې د انسان د مغزو ځانګړنه ده، چې د انشتاین په باور تر پوهې ځکه مهم دی، چې په پوهه کې شک نشو کولای خو په تخیل کې د شک صلاحیت لرو او شک د نوي پوهې د زېږندو باعث ګرځېدای شي.

په روان لکچر کې استاد زغم وویل چې تخیل لاندې پړاوونه لري:

الف- ادراک

ب- کاپي

ج- او په اخیستل شوې کاپي کې بدلون راوستل.

ډاکتر محب وویل چې په تخلیقي لیکوالي کې لنډه کیسه، ناول، شعر، رومان، ادبي ټوټه … راتلای شي.

غیرتخلیقي لیکوالي هغه ده چې په ایجاد کې یې تخیل اساسي رول و نه لري بلکې پکې له پوهې او تعقل څخه کار اخیستل شوی وی.

ډاکتر صاحب محب وویل هغه لیکوال چې لیکنه یې ګونګه او پېچلي کلیمات یې پکې را اخیستي وي، اصلاً دی پر موضوع لاسبری نه وي نو کوښښ کوي چې د پېچلو لغاتو په کارولو سره د لوستونکو څخه ځان خلاص کړي.

د لکچر په پای کې ګډونوالو د لیکوالۍ هنر په برخه کې خپلې تجربې بیان کړې او د لکچر وړاندې کوونکی څخه یې پوښتنې هم وکړي چې د محب زغم له خوا جوابونه ورته وویل شول.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *