فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

د ايساف په «فينکس کمپ» کې مو دنده درلوده. دلته د افغانانو تر څنګ، نيپاليان، هنديان او د يو شمير نورو هيوادونو ښځينه او نارينه په بيلابيلو برخو کې په کار بوخت وو.

مونږ سره په دې کمپ کې يو تورپوستی هندي ځوان هم و، خو له يوې داسې افغانې پيغلې سره يې د زړه لونګينه غوټه د مينې په سپيڅلي تار ګنډلې وه، چې په دغه اداره کې يې له ټولو سره يو ځای دنده ترسره کوله. او له دغه حاله يې هيڅوک نه وو خبر کړي، ان تر دې چې پيغله هم ترې تر ډيره وخته ناخبره وه.

خو ناڅاپي زمونږ د ادارې حالات بدل شول، زه او دغه هندي ځوان دواړه بل کمپ ته وليږدل شوو.

ځوان چې د زړه په رومانټيک ګوټ کې يې د فطري مينې پټ او ښکلی داغ لګيدلی و، ورځ تر بلې يې رنګ ژيړيده او وزن يې هم په کميدو شو.

د دې حالت په ليدو سره مې زړه وار ونکړ او په تونده لهجه مې ترې څو پوښتنې په يو ځای وکړې:

ـ دا پر تا څه شوي؟ ورځ تر بلې دې حالت ولې خرابيږي؟ ما ته يې ووايه! څه ستونزه لرې؟

لږه شيبه غلی و. بيا مې ترې وپوښتل:

ـ کورنۍ دې ياديږي؟

بې له څه ويلو يې سوړ اسوېلې وويست. تر ډيره يې خاموشي اختيار کړې وه.

دا ځل ورنږدې شوم، په نرمه لهجه مې ورته وويل: ګوره! که کومه جدي ستونزه درپيښه شوې وي، ما سره يې شريکه کړه، ښايي مرسته درسره وکړم.

ځواب يې راکړ: زه داسې مشکل لرم چې څوک يې نشي حلولی. ورته ومې ويل: دا لا څنګه مشکل دی چې زه یې نشم حلولی؟ ورزياته مې کړه: اوس خو به يې خامخا راته وايې.

ناڅآپي يې کيسه راپيل کړه: له مونږ سره چې په هغه بل کمپ کې کومه افغانه نجلۍ وه، له تيرو څلورو کلونو راهيسې مې زښته ډيره خوښيدله. په دې اړه مې هيچا ته څه نه وو ويلي. خو يوه ورځ مې په زړه کې ننګونکو انديښنو او بې شمېره خبرو اړ کړم چې همدې نجلۍ ته د زړه غوټه راوسپړم.

ـ ای! زه له تا سره د زړه له تله مينه لرم. ته مې ډيره خوښيږي!

دې خبرې سره يوازې زما حالت نه و بدل، د پيغلې رنګ هم د غوصې نه شين واوښت.ويې ويل:

ـ له دې ځايه ووځه! که دلته نور افغانان پر تا خبر شول؛ نو په وهلو وهلو به دې مړ کړي.

له ځايه پورته شوه او په خپله مخه ولاړه.

له هغې وروسته مې که څه هم څلور کاله د زړه غوښې خوړلي. خو بيا به مې هم زړه په دې خبره کرار اخيسته، چې لږ تر لږه هره ورځ يې نوراني څېره وينم. او د همدې يوازينۍ هيلې لپاره به مې په کابل کې خپلې شپې ورځې تېرولې.

ـ څلور کاله وشول چې کور ته نه يم تللی، مور به مې راپسې ډيره خفه شوې وي. ځکه څو ځلې يې رانه هند ته د ورتللو غوښتنه کړې خو ما به د خپلې مينې د ديدن نه قضا کولو په خاطر مور ته د خپلې دندې له ډيروالي او سختوالي ګيله کوله. هره ورځ به مې مور ته يوه نوې بهانه جوړوله، او بلاخره داسې وخت هم راغی چې د مور تيليفون مې هم نه ځواباوه.

يو کال وشو چې نوي کمپ ته راغلی يم، د خپلې محبوبې د څيرې له ليدو محروم يم، حالات مې ښه نه دی او فکر کوم چې له هغې پرته ژوند راته ناممکن دی. د هغې له ليدو وروسته مې په دې نړۍ کې له هر څه زړه موړ شوی او که زه مې خپله مينه ترلاسه نکړم نو ژوند هم نه کوم.

د هندي ځوان په دې خبرو زما حالت هم بدل شو. راپاڅيدم او په اوږه مې ورته لاس کيښود. ورغبرګه مې کړه: زه اوس کار لرم، په دې اړه به بل وخت خبرې وکړو.

که څه هم له هندي ځوان نه جسماً راجلا شوم، خو روحاً له دې ځوان سره وم، او د کيسې هره صحنه يې راته سترګو سترګو ته کيدله.

د هندي ځوان د دې مسلې د حل په موخه مې دا کيسه د نورو همکارانو سره هم شريکه کړه او په پای کې دې پريکړې ته ورسيدو چې مونږ بايد لومړی له دې نجلۍ سره له نږدې وګورو.

د دې کار لپاره مو د پخواني کمپ له يو همکار څخه مرسته وغوښته. هغه هم راسره ياده نجلۍ مخامخ خبرو ته کينوله. کيسه مو له سره تر پايه ټوله تېره کړه.

نجلۍ د هندي ځوان سره واده کولو ته غاړه کيښوده. خو په دې شرط چې نوموړی مسلمان شي.

مونږ د نجلۍ دا خبره له هندي ځوان سره شريکه کړه. ځوان د دې خبرې په اوريدو سره هک پک پاتې شو، نيغ ودريدو او په لوړ غږ يې په خپله ژبه وويل: « مجهې منظورهی»

مونږ فکر هم نه کاوه چې ځوان دې دا شرط ومني او دومره به خوشاله شي. سمدستي يې وويل: ما ته کلمه راوښایاست؛ زه مسلمانيږم.

هندي ځوان په لسو ورځو کې لمونځ او اودس بشپړ زده کړل، که څه هم په کمپ کې بهرنيانو ته د لمونځ اجازه نه ورکول کيده خو نوموړي به په پټه د جمعې د لمانځه لپاره بهر تلو.

دغه ځوان په خپله مينه کې غرق و، ان تر دې چې د خپلې محبوبې ياد او د اسلام اوامر يې هيڅکله نه پريښودل. له خپلې محبوبې سره يې پر تيليفون هم کله نا کله خبرې کولې. ان تر دې چې خپله دنده يې هم ترې هېره کړې وه.

يوه ورځ د جمعې لمانځه له اداء کولو وروسته يو ځای د دفتر پر لور روان وو، ناڅاپي د دفتر په دروازه کې منيجر نوموړی له مونږ سره يو ځای وليده.

مازيګر مهال هندي ځوان زما خوا ته خفه راروان و، ويل يې: زه خو يې له دندې وشړلم او سبا ته مې هند ته ليږي. د دې خبرې په اوريدو سره زه هم خواشينی شوم. د ده د ډاډګيرنې لپاره مې ورته وويل: انديښنه مه کوه! ښايي دا به دې په خیر وي.

ځوان وويل: نجلۍ ته تيليفون وکړه چې سبا پريکړه وکړو، زه به څو ورځې وروسته بيرته راستون شم او د واده لپاره به چمتووالی ونيسو.

نجلۍ ته مو په دوامدار ډول تيليفونونه کول خو هغې تيليفون ځواب نکړ، ان تر دې چې د هندي ځوان د تګ وخت راورسيد او دواړه هوايي ډګر ته پر خپل وخت ورسيدو. ټوله شپه مو نجلۍ ته زنګونه وهلي او هغې موبايل نه دې ځواب کړی.

د سهار (۹) بجې وې، هندي ډير خواشينې معلوميده، پرواز ته يوازې نيم ساعت پاتې و. د وروستي ځل لپاره يې نجلۍ ته تيليفون وکړ. خو دا ځل نجلۍ تيليفون ځواب کړ. هندي ځوان په چټکۍ سره ورغبرګه کړه:

ـ تم کهان هو؟ (ته چيرته يې؟)

له هغه اړخه د ځواب په اوريدو سره لومړی د هندي ځوان له لاس څخه موبايل ولويده. او له هغې وروسته هلک په مځکه راپريوت او بېخوده شو. خلک ترې راتاو شول او ځوان يې کلينيک ته ورساوه.

له دريو ورځو بې هوشۍ وروسته چې کله ځوان په هوش راغی نو يوازې دومره يې وويل: ( جاب بهي ګيا، مذهب بهي ګيا اور لړکي بهي)

دا نوهغه وخت و، چې نجلۍ د بل چا سره واده کړی و.

خو دې ځوان دومره ګټه وکړه چې مسلمان شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *