د ادبي دورو مسله يوه کړکيچنه موضوع ده، او ادب پوهانو ډول ډول نظريات ورکړي دي، چې زما په پوهه ادبي دورې په لاندې درېيو برخو ويشلای شو او هره دوره يو له بله د مشخصو ځانګړنو په نظر کې نيولو سره يو له بله سره توپير لري.

لرغونې (لومړۍ) دوره:

لومړۍ دوره د امير کروړ د وياړنې( ١٣٩هـ ق )کال نه پيل اود بايزيد روښان تر ظهور (٩٥٠هـ ق) کال پورې دوام کوي او د دې دورې څرکونه تر ( ١٠٠٠هـ ق )کال پورې ترسترګوکېږي، د دې دورې عمومي ځانګړنې چې په دويمې او درېيمې دورې کې نشته اوياکم دي، په لاندې ډول دي:

١. لرغونې دورې اشعارو ته د لرغونې دورې سندرو نوم ورکړل شوى دى، چې دغو اشعارو ته نه د شرقي شاعرۍ نوم ورکولاى شو او نه د ولسي يا فلکوريکو اشعارو نوم ورکولاى شو، خو د ختيزې شاعرۍ او ولسۍ شاعرۍ ډولونه هم لري.

٢. د دې دورې اشعار د افکارو په لحاظ ساده دي، پېچلي هنري تخيلات په کې نشته، ژبه يې سوچه او د شعروزنونه يې له وزن (اهنګ) سره عيار شوي دي.

٣. لرغونې دورې کې دوه شهکارې قصيدي لرو، چې په احتمالي ډول د قصيدې کالب د عربي يا فارسي ادبياتو نه تقليد شوى دى، دغه قصيدې د فورم له پلوه او هم د شعريت او تخيل له پلوه د لرغونو سندرو سره توپېر لري او دغه دوې قصيدې تمهيدیه قصيدي دي، چې عربې ژبه کې داسې قصيدې رواج درلود.

٤. د لومړۍ دورې عمده موضوعګانې د لمانځنې سندرې، وياړنې، وېرنې، مينه، بېلتون او اخلاقي ښودنې دي، چې په هغو کې پېچلي تخيلات او لفظي صنايع چندانې نه ليدل کېږي.

۵. د لرغونې دورې په اشعارو کې يو ډول سپېڅلتوب اوساده والى څرګنددى، سوچه پښتو کلمې لري، چې ځينې کلمې او الفاظ يې تر دې مهاله هم په ځينو سيمو کې دود او ځينې يې ترک شوي دي.

۶. د لرغونې دورې اشعار ملي وزن لري، يعنې د عربي او فارسي عروضوتر اغېز لاندې نه دي راغلي اویا کم راغلي دي.

۷. د فکر له پلوه دغه شعرونه زړو اريایي سندرو ته ورته دي او د ريګويدا د کتاب د اشعارو مفکوره پکې له ورايه ځلېږي، د بيټ نيکه مناجات د دې خبرې پوره ثبوت دى.

۸. په دې سبک کې پردۍ کلمې يا نشته او يا بېخي لږې دي او ژبه يې سوچه ده.

۹. په دې سبک کې شعرونه په يو خاص لحن او اواز سره ويل شوي دي او خاص اهنګونه لري.

دويمه دوره:

دغه دوره د بايزيد روښان د پاڅون او ادبي هلو ځلو(٩٥٠هـ ق)کال نه پيل کېږي.

دې ادبي دورې کې دوه پړاوونه او مرحلې موجودې دي چې لومړى پړاو او د(۹۵۰هـ ق)کال نه پيل کېږي.

بايزيد په(٩٥٠ هـ ق)کال ادبي هڅې پيل کوي او د خوشحال د ادبي هڅو پوره دوام کوي، دا چې خوشحال خان( ١٠٢٢هـ ق) کال پيدا او دې په شل کلنۍ کې يې لومړنى شعر ويلى دى، چې( ١٠٤٤هـ ق) کال سره برابرېږي.

د دې دورې دويم پړاو ته کلاسيک پړاو ويلاى شو، سره د دې چې په ډېرو ادب تاريخونو کې ټولې دورې ته کلاسيکه دوره وايي، خو د روښان ادبي مکتب ته د کلاسيکيت د معيار په نظر کې نيولو سره د کلاسيک نوم نه شو ورکولاى.

دويمې دورې کلاسيک پړاوکې درې ادبي مکتبونه موجود دي.

د خوشحال خان خټک ملي ادبي مکتب، د عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او د عبدالحميد مومندهندي ادبي مکتب، چې په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ حميد مومند او کاظم خان شيدا او داسې نور دي.

د دې ادبي دورې څلورو ادبي مکتبونو ځانګړنې په لومړۍ او درېيمې دورې کې نشته او يا کم دي.

دويمه دوره له سياسي او ايډيالوجيکي مبارزې سره پيل کېږي خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه د باندې نه وځي، روښان د يو مذهبي فرقې د لارښود په توګه په توره او قلم مبارزه کوي، د روښانيانو او خټکو ادبيات په عمده توګه تبليغ او تنوير ته متوجې شوي دي، روښان او خوشحال دواړو د پښتو د خپلواکۍ او ملي حاکميت لپاره توده او سړه جګړه پر مخ بېولې ده. سړه جګړه يعنې د قلم له لارې مبارزه يوفکري سيستم ته اړتيا لري.

روښانيانو تر پردې لاندې د خلکو د سياسي شعور د لوړولو، په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو احساس د وېښولو لپاره اهنګ وال ادبي اثار ايجاد کړل او په دې توګه د کتبي ادبياتو پانګه لاس ته راغله. دويمې دورې ادبيات د لرغونې (لومړۍ) دورې سره د مضمون او شکل په لحاظ جوت توپېر لري. په دې دورې کې د لرغونو سندرو وزنونه متروک شول، کلاسيک معنوي او لفظي صنايع په پښتو ادب کې باب شول، د مفکورې په لحاظ سيستيماتيک اثار منځته راغلل، پېچلي تخيلات د پښتو ادب په بڼه راوټوکېدل، په دغه وخت پښتو ادبياتو د سيمې له ادبياتو رنګ واخيست او د انزوا له حالت نه راووتل. د افکارو ژورتيا، د تخيلاتو رنګيني او د قالبونو پراختيا او نوښت د دويمې دورې عمومي غوره ځانګړنې دي، دا څرګنده خبره ده، چې نه د روښانيانو تصوف او عرفان، نه د خوشحال افکار، نه د رحمان بابا ادبي بلاغت او نه د حميد مومند او کاظم خان شيدا نازکخيالي هېڅ يو د پخواني (لومړۍ) ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کېږي.په عمومي ډول دویمې دورې خصوصیات په لاندې ډول دي: (۶)

١. د تصوف او عرفان پېچلو مسايلو او اصطلاحاتو په پراخه پيمانه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه يا په بله وينا عرفان د يو مسلک په ډول پښتو ادب ته راغلى دى.

۲. په نثري ليکنو کې مسجع نثر رواج شوى دى.

۳. اخلاقي او ديني مسايل په شعر او ادب کې زيات شوي، حماسي او ملي روحيه په کې ډېره تته او کمزورې ښکاري.

۴. د نظم او نثر نيمګړى طرز چې پخوا موجود وو، په دغه وخت کې اصلاح شو، نثر خوږوالى پيدا کړ او له نيمه منظوم حالت څخه راووت او د محاورې (خبرو اترو) شکل يې غوره کړ او نظم هم ساده والي ته مخه کړه، خوشحال خان ويلي دي:

که د نظم که د نثر که د خط دى
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
د خوشحال خټک په ژبه برکت شه
چې ويل کړه په پښتو له هره بابه

۵. پښتو شعر د شکل په لحاظ هم په دې دوره کې پراختيا وموندله او يو شمېر ابتکارونه رامنځته شول، لکه خوشحال خټک چې په يوه بل ځاى کې ويلي دي:

رباعي ده که قطعه که مثنوي ده

همګي واړه ګوهر دى دُر و لال

۶. د مضمون له پلوه هم په دې دوره کې د ژوندانه ټول اړخونه راڅرګند شوي دي، په دې پړاو کې ډېر اثار ليکل شوي دي او د پښتو ادب نړۍ ښه رنګينه شوې ده، خلک يې د اجتماعي او د ژوند له نورو مسايلو سره اشنا کړل چې دلته له ډېرو مسايلو څخه تېرېږو:

راشه وغړوه سترګې د جهان ننداره ګوره

چې ښايست لري په ستورو د اسمان ننداره ګوره

۷. د دغه وخت په اشعارو کې طبيعي او ساده تشبه ګانې رواج او راغلي دي.

۸. د حماسي احساساتو بنسټ په خپله خوشحال خان کېښود او پيروانو يې بيا پسې تعقيب کړ.

۹. انتقاد او هجوه په دغه وخت کې ډېره اړولې را اړول شوې ده او د مغلو د زور زياتي په هکله دغه موضوع ډېره زياته او په ډاګه څرګنده شوې ده.

۱۰. د ادبي ارزښت له پلوه د دې پړاو سبک تر ټولو جامع او ښه دى په دې معنا چې هم يې د معنا خوا او هم يې ادبي او شعري اړخ پوخ دى.

۱۱. د دې پړاو سبک په تخيل کې هم ډېر پياوړ دى، ډېر لوړ او له نزاکته ډکه شاعرانه تخيلات په کې شته دي، په خپله خوشحال خان ډېر نوي نوي مضامين په تخيل کې راوړي دي او خپل سبک يې د لوړ او ښه نازک تخيل په ګانه بشپړ، سنبال او ښکلي کړى دى.

۱۲. په شعر کې له استثنايي شعرونو پرته جادويي اغېزې زياتې دي.

۱۳. د ده په شعر کې د زياتو معنوي ارزښتونو انعکاس د خلکو په روح باندې د هنري تاثير له کبله عام مقبوليت ترلاسه کړى دى.

۱۴. شعر يې نه يوازې په شکلي لحاظ منظم دى، بلکې يو ډول معنوي نظم هم لري، په دې معنا چې د زياترو شعرونو د بيتونو دواړه مسرې يې سره يو ډول مقناطيسي فکري پيوند هم لري.

۱۵. فکري نوښت او ابتکار د ده په اشعارو کې محسوس دى.

۱۶. د دې اشعار د تمثيل، حيرت، حکمت، فلسفي او متلونو د خصلت د لرلو له کبله ډېر مينه وا�� لري.

۱۷. په شعر کې يې له تصوف او عرفان پرته نور افکار هم ځلېږي.

۱۸. د ده د شاعرۍ روزنيز او اخلاقي تلقين ډېر قوي دى.

۱۹. د رحمان بابا ډېر شعرونه ساده او روان دي؛ خو ځينې يې بيا په عين ساده ګۍ کې پيچلي او ګران دي.

۲۰. د رحمان بابا په شعرونو کې د حقيقي او مجازي مينې بريد ډېر نازک او نرى دى.

۲۱. د حميد مومند په شعر کې د هغه ستره جبلي شاعرانه وړتيا او اوچت علمي او فرهنګي قابليت له ورايه څرګندېږي، ځکه خو ورته د وخت اديبانو او شاعرانو (موشګاف) نوم ورکړى دى، چې اصلي معنا يې ويښه سورى کوونکى او لازمي معنا يې ځيرک، تيزبين، بارکبين او کنجکاو ده.

۲۲. د هر نوي فکر وارداتو او تخيلاتو ماخذ او مرجع د ده ټولنه او محيط دى او بيا په تېره هندي محيط او هندي حسن، له هرڅه څخه يې ډېر متاثره شوى، هغه يې په خپل کلام کې ځاى کړى دى.

۲۳. د هر نوي فکر خيال او الهام د تصوير، تمثيل او انځور لپاره يې مناسب لغات او ترکيبونه کارولي دي.

۲۴. مينه او ښکلا او د دغو پديدو پر محور راڅرګندېدونکي مفهومونه يې د شعر دايمي موضوع ده چې په مختلفو شعري فورمونو او په ځانګړي ډول په (غزل) کې ځلولي دي.

۲۵. د شعري جوړښت د تخنيکي اړتيا له کبله يې د ناپښتو اشنا ژبو لغاتونه او لفظونه هم په شعر کې لېدل کېږي.

۲۶. په عشقي، غنايي او فکري منځپانګې سربېره يې نور ګڼ شمېرفکرونه او ويناوې لکه ښووني، تصوفي او عرفاني، حماسي، سياسي او ټولنيز مضمونونه يې هم په خورا لوړ هنري جوهر او جادويي اغېز سره په خپل شعر کې راوړي دي خو يو وار بيا هم بايد وويل شي چې مينه او ښکلا يې د شعر د ملا تېر ګڼل کېږي.

درېيمه دوره:

د درېيمې دورې د پيدايښت څرکونه په افغانستان او پښتونخوا کې يو وخت پيل شوى دي، خو انکشاف يې يو شان نه دى.

په افغانستان کې د پښتو ادب درېيمه دوره څو پړاوونه لري، چې لومړى پړاو يې په ١٩١١ميلادي کال د سراج الاخبار افغانيه په خپرېدو سره پيل کېږي، په دغه وخت کې د درېيمې دورې د ادب لپاره عيني او ذهني شرايطو برابر شوي وو.

د درېيمې دورې اشعار د محتوا او قالب په لحاظ د لومړي او دويمې دورې سره توپېر لري.

د درېيمې دورې نامتو استازي مولوي صالح محمد کندهارى، غلام محى الدين افغان، مولوي عبدالواسع کندهارى، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي او نور دي.

په پښتونخوا کې د درېيمې دورې مخکښان او سرلارى فضل محمود مخفي، راحت زاخيلی، خليق، محمد اکبر خادم، اکبر او نور دي.

درېيمه دوره چې د١٩١١ ميلادي او ١٢٤٨ هـ ق پيل او ترننه پورې دوام کوي او هغه ځانګړنې چې د لومړۍ او دويمې دورې سره د دريمې دورې فرق کوي، په لاندې ډول دي:

١. د ازاد شعر او ازاد نظم پيدايښت، چې په لومړۍ او دويمې دورې کې وجود نه درلود.

٢. سپين شعر او هايکو منځ ته راتګ، چې لومړيو دوو دورو کې يې هېڅ يو مثال نه لرو.

٣. ناول، لنډه کيسه، رومان او ټول نثري هنري ژانرونو پيدايښت د دې دورې لاسته راوړنې دي.

٤. د نړۍ د ډېرو ژبو نه ژباړې وشوې، چې په لومړۍ او دويمې دورو کې هم ژباړې لرو، خو په درېيمې دورې کې د کميت او کيفيت په لحاظ ډېر کار وشو. او داسې نورې ډيرې ځانګړنې هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *