تاند- د ایټالیا صدراعظم متیو رینزي نن په نااعلان شوي سفر هرات ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او په هرات کې له مېشتو ایټالیايي پوځي روزونکو سره یې وکتل.
د ایټالیا خبري اژانس وايي چې د دغه هیواد صدراعظم د ایټالیا د جمهوریت ورځې د لمانځلو په مناسبت افغانستان ته تللی دی. دا ورځ په ایټالیا کې رسمي رخصتي وي.
ایټالیا د ناټو د نورو غړیو او موتلفو هیوادونو په شان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۳۱ مه په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او محارب سرتېري یې وایستل خو لا یې هم شاوخوا ۷۰۰ روزونکي او د هغو ساتونکي په افغانستان کې دي.
ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۵ د دسمبر تر ۳۱ مې پوري د ایټالیايي پوځیانو دا ماموریت پای ته ورسېږي خو که د طالبانو بریدونه په اوسني شدت دوام وکړي ممکن ایټالیا او د ناټو نور غړي خپل ماموریت اوږد کړي.
د ایټالیا تلویزیون د خپل هیواد صدراعظم ښاغلی رینز په داسي حال کې وښود چې له خپلو پوځیانو سره ملاقات کوي.
ده او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په جګړه کې د ۵۴ وژل شویو ایټالیايي پوځیانو قرباني وستایله.