تاند- د امریکا متحدو ایالتونو نن وویل، دا هیواد په دې باور لري چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان یوازینۍ لار په نهایت کې پخلاینه ده.
د سپینې ماڼۍ ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې امریکا له طالبانو د پرېکړې غوښتنه وکړه چې ایا د سولې خبرو ته دوام ورکوي او که نه ورکوي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر ريیس (ویندوی) جې کارني خبریالانو ته وویل:«موږ پوره باور لرو چې د سولې د ټینګېدو لپاره پخلاینه د افغانستان یوازینۍ لار ده. افغانان باید په خپل منځ کې د سولې خبرې وکړي.»
جې کارني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د دوحې دفتر یوه وسیله ده چې له لارې یې د سولې بهیر په وړاندې تللی شي، خو اول باید طالبان پرېکړه وکړي چې خبرې کوي او که نه کوي. که دوی نه ږغېږي، هاله موږ د پخلاینې د بل ځای او نورو وسیلو لټه کوو، خو په نهایت کې طالبان باید په خپله فیصله وکړي.»
تر کومه ځایه چې له اوږدمهال سره تړاو لري، پخلاینه ضروري ده، په دې مسله کې د افغانستان له حکومت سره زموږ دریځ ورته دی او په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره غښتلې همکاري کوي. خو طالبان باید له هغو شرایطو سره سم چې موږ یې یادونه کړې ده د سولې په پروسه کې د ګډون پرېکړه وکړي.»
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مري هارف خبریالانو ته وویل چې امریکا متحد، سوله ییز او دیموکراتیک افغانستان ته ژمنه ده.
«باید ووایم چې د افغانستان په اړه زموږ دریځ واضح دی، بدل شوی نه دی او هغه دا دی چې موږ سوله ییز، ولسواک او متحد افغانستان ته ژمن یو.»
دې په عین حال کې وویل چې دا خبره له چاپټه نه ده چې ځینو نورو کارونو ته اړتیا ده.
دې د افغانستان اوامریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه وویل، د دواړو خواوو ترمنځ رسمي خبرې، چې تېره میاشت کابل وځنډولې، باید بېرته دوام وکړي.