تاند- د پاکستان د ملي اسمبلۍ د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي، هیواد یې باید د افغان طالبانو او حقاني شبکې مشران د افغانستان حکومت ته وسپاري.

اویس احمد خان لغاري نن /دوشنبه/ خبریالانو ته وویل، پاکستان باید د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د حقاني شبکې او طالبانو غړي کابل ته وسپاري.

:«که د حقاني شبکې یا افغان طالبانو د غړیو سپارل د سولې له پروسې سره مرسته کوي، موږ باید په دې کې کومه ستونزه ونه لرو.»

ښاغلي لغاري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه معلومات نه لري چې د طالبانو او حقاني شبکې غړي د پاکستان په توقیف کې شته او که نشته.

خو ویې ویل:«که دوی په پاکستان کې وي، موږ یې باید کابل ته تسلیم کړو ځکه چې د دواړو هیوادونو هدف د سولې راوستل دي.»

د پاکستان د ملي جرګې (اسمبلۍ) د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو پرضد جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د پېښور او کوټې د شوراګانو مشران په کورونو کې نظر بند کړي او د حقاني شبکې غړي ونیسي. (په دې اړه نور ولولئ)

اویس احمد خان لغاري وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې اعتمادۍ د پای ته رسېدو لپاره ډېرو نورو اقداماتو ته اړتیا ده.

One thought on “پاکستان باید له سولې سره د مرستې لپاره د حقاني شبکې او طالبانو غړي کابل ته وسپاري”
  1. Bilkul sahee khabara da kho pashart da dy che Afghanistan hum da TTP leaderan ao Baloch beltoon khwakhee che pa Afghanistan ke pa mahfoozo panahzayoono ke dee ao da Pakistan khilaf da jang da para da Raw ao NDS da taraf na tarbia kegee Pakistan ta wasparee. Pakistan da cha pa kota ke na dy prot che dase namanasab ghukhtane ba omani. Jang siraf pa Afghanistan ke na dy rawan pa Pakistan ke pa ziat shiddat sara rawan dy. Dase nashee kedy che pa Afghanistan ke de amn rashee aobPakistan de da orr pa lambo ke prot wee ao swazegee de.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *