٫٫ مراش ٬٬ فرانسوي رومانویت په عربي نړۍ پېژندلو کي اساسي نقش لوبولی دﺉ ، بشري حقوق جبر او استبداد د خپلواکۍد بري په اړه باندي فکر اظهارول د مراش ځانګړي موضوعات وو، جبران د مراش له فکره زیات اغیزمن سو د مراش پرته د یوه بل لیکوال انقلابي لیکني د جبران تر مطالعه لاندي سوې دا لیکوال د مراش همعصر اسحاق وو ، هغه یو مصلح لیکوال وو د هغه سبک د هغه ستره کارنامه وه چي عربي ادیبان په زیات شمیر ورځني اغیزمن کېدل ، (د مدرسته الحکمت )په نصاب کي د قدیم ادب پرته احیایي ادب هم شامل وو ، مراش او اسحاق په ځانګړي ډول پکي شامل وو ، جبران د دوﺉ دواړو له لیکنو پټ، پټ اغیزمن کېدلو ، په همدا مدرسته الحکمت کي جبران ابن سینا ، غزالي ، ابن العربي او فارابي غوندي مسلمان حکما د تصانیفو ژوره مطالعه وکړه چي دا ډول د جبران فکرته اسلامي توکو هم لاره وموندله :

اوس جبران د دې کالج تر ټولو یو لایق محصل و و، یو هغه وخت وو چي عربي یې نسوه لیکلای اوس یې په عربي ادبي لیکني کولې هغه هم په نوي سرکش سبک کي ، غېر روایتي لیکني ،جبران اوس د ادیب ، شاعر او مصور په بڼه د خپلو استادانو په وړاندي وو ، او هغه مهال خو په ټول کالج کي د جبران آوازه خپره سوه چي د کالج تر ټولو د ښه شاعر انعام ورکول سو دا د جبران د ژوند لومړۍ خوشحالي وه چې نصیب یې سوه ، جبران دا خوشالي داهمي ساتل غوښته دا ځکه په یوه نوې تلوسه د شاعرۍ سره مشغول پاته سو:

د ګرمیو رخصتي سوه جبران ته خپل وطن بشاریْ زښت ور یادسو پلار یې اوس هم په بشاریْ کي میشت پاته وو ، جبران په خپل زړه کي د پلار سره کومه همدردي نه درلوده ، د پلار سخت ګیر طبعیت ماشومان له ځانه لیري کړي وو ، جبران د خپل مور په وسیله تر دا ځایه ځان را رسولی وو ، د جبران په تعلیم او تربیه کي د پلار رول یې د نشت برابر دی لاکن بیا هم دا څه ډول کېدلی سي چي جبران دي بشاریْ ته ولاړ سي او د پلار لیدو ته دي ورنسي :

جبران چي بشاریْ ته ورسېدلو د خپل پلار په کور کي دیره سو ، پلار چي جبران ولیدلو هم دا قدري خوشال سو لکه یو څوک چي ډېري شپې پس د کوم پېژیدونکي چا په لیدلو خوشاله سي ، جبران د پلار په لیدلو ډېر زیات غمجن سو ، پلار یې نور یو پوخ شرابي و ږ.

بشریْ ته په رسیدو سره یې په سترګو کي کوشنیوالي ورته اتڼونه واچول ، د ډاکټر سلیم ظاهر سره یې ملاقات وسو کوم چاچي د جبران علاج کړی وو اوس د جبران هر ماښام د ډاکټر سلیم ظاهر سره تیریدلو هغه به جبران ته د بشاریْ تاریخ او په روایاتو غوړیدلي کیسې اورولې او څه مهال چي به ستړی سو جبران بې له ځان سره ملګری کړو د کوم اشنا کور ته به ورغلو ٫٫   راځه چي تا د اسد حنا ظاهر کور ته بوزم هغه چي تا و ویني ډر به خوشال سي اغېز لرونکی څوک دی ، په بده ورځ په کار درتلای سي!

د اسد حنا ظاهر کور ته ورغلو ، د اسد حنا ظاهر سره په څنګ کي ځوان زوی ناست وو چي په ډېر ځیر ، ځیر یې و جبران ته کتل ، ډاکټر سلیم ظاهر اسد حنا ظاهر ته و ویل جبران دي وپېژندلو ؟

تر دې د مخه مي هیڅ لیدلی نه وو !

څلور پنځه کاله د مخه د خپلي کورنۍ سره یې امریکا ته هجرت وکړو هغه مهال خو دی ډېر کوشنی وو اوس خو شاعر، ادیب او انځورګر دی په بیروت کي درس لولي !

اسد حنا بیا هم ونه پېژندلو نو یې ډاکټر سلیم د پلار حواله ورکړه د پلار نوم چې واوریدو د اسد حنا پر تندي کونځي وغوړیدې ، د ناخوښی اظهار یې له څیرې عیان وو ، داسد حنا رویه څه کمه وه چي تر څنګ ناست زوی یې په ډېر حقارت سره ورته و ویل ، ولي داسي نه وایې چي دا هلک د پسو د مالیې د را ټولونکي زوی دی ،،

ډاکټر سلیم ظاهر د جبران په دفاع کي ورته و ویل ، د ده د پلار د تېر وتنو سزا ده ته ورکول سمه خبره نه ده او دا هلک چي یو داسي لاره یې اخیستې ده یوه ودځ به حتًما د بشاریْ نوم روښانه کړي او ده سره د لیدونکو نومونه به هم تل تر تله ژوندي وګرځي ،، !

ښه دی اوس دا ډول دی ؟ لاکن وي به هم دغسي ،، د اسد حنا ظاهر زوی دا و ویل او ولاړ سو لاکن د اسد حنا ظاهر په ناخوښي کي اوس یو ډول کمبوت لیدل کېدلو د خپل زوی ناوړه چلند یې محسوسه کړو ، د دې ناوړه چلند لکبله یې اوس د جبران سره ښه چلند پیل کړ او جبران هم دا هر څه هېر کړل په خبرو ورسره اخته وو ، اسد حنا ډېره زغرده وپاموله چي دکوم عالم ، فاضل او ښه اخلاق لرونکي چا سره ګوري چي پر عربي ادب خورا لاسبری څوک دی، د تاریخ او روایاتو سره بلد څوک دی او په انګلیسي هم ښه پوهیږي ، اسد حنا ورڅخه دومره اغیزمن سو چي د بیا راتلو وعده یې په وکړه وروسته یې رخصت کړو :

نور بيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

One thought on “د لبنان ویاړجبران/ ژباړه: عصمت الله زهير”
  1. دلیکنی څخه مو یوه نړی مننه، غواړم یو کتاب یی راسره شریک کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *