تاند- د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د تشدد په دوام کې تېره شپه د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د یوې بهرنۍ مرستندویې موسسې ۹ کارکوونکي ووژل.

د بلخ د والي ویندوی احمد منیر فرهاد وویل، وسله والو یاغیانو د چک جمهوریت د «اړ خلک» مرستندویې موسسې پر دفتر په برید کې لومړی د هغې دوه ساتونکي وویشتل، بیا د یوې ښځې په ګډون د دې موسسې۹ کارکوونکي ووژل.

د راپورونو له مخې دا چکي موسسه له کروندګرو سره په تېره بیا د تخمونو په برخه کې مرسته کوي.

د بلخ د والي ویندوی وايي چې تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

«اړ خلک» موسسه له ۲۰۰۱ څخه په افغانستان کې فعالیت کوي. دا موسسه بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو ترڅنګ په ځینو نورو برخو کې هم مرستې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *