په افغانستان کې یو سوځېدلی ښوونځی

تاند- وسله والو سخت دریځو تېره شپه د کندوز ولایت په الچین سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

الچین د کندوز ښار په شمالي څنډه کې دی. د کندوز ښار په دې پښتون مېشته سیمه کې د دولت وسله وال مخالفان نسبتاً زیات فعال دي. خو د تېرې شپې د حملې مسوولیت تراوسه پوري کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د کندوز امنیه قومندان عبادالله تلوار رسنیو ته وویل: ناپېژندویو وسله والو ښوونځي ته له ننوتلو وروسته د هغه د ساتونکي لاسونه او پښې تړلي او بیا یې د ښوونځي ټولګیو او کتابونو ته اور ورته کړی دی.

د امنیه قومندان په وینا وسله والو سخت دریځو ښوونځي ته پر غځېدلي سړک ماینونه هم ایښي و چې پولیسو کشف او شنډ کړل.

ده وویل دا ډول کارونه د دولت وسله وال مخالفان په تېره بیا وسله وال طالبان کوي.

د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د نجونو پر تعلیم بندیز و او اوس هم د افغانستان د جنوب په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي د نجونو ښوونځي بند دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *