۱۲ جوزا ۱۳۹۴
خیریال: محمدالله همت یار : ښرنه :
یوشمېر لاريون کوونکو د پکتيکا ښاروال په اداري فساد کې ښکېل وباله او د هغه د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه خو ښاروال بيا وايي چې د شخصي عقدو له مخې دغه لاريون شوى دى.
د پکتيکا د بېلابېلو سيمو سلګونو اوسېدونکو نن د پکتیکا په مرکز ښرنه کې لاريون وکړ او د ښاروال د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
د لاریونوالو په استازیتوب قومي مشر پاچا خان شرنوال رسنیو ته وویل ((تر هغه چې په دغه ولايت کې موجوده ښاروال پر دنده وي، د پکتيکا ماسټر پلان به عملي نه شي.))
ده هم ياد ښاروال پر اداري فساد تورن کړ او زياته يې کړه چې ښاروال غير مسلکي شخص دى او د قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي.
خو د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سعادت بيا وويل چې يادو کسانو د شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره لاريون کړى دى.
هغه وويل چې د پکتيکا د ماسټر پلان د پلي کولو لپاره منظم پلان لري خو د شخصي ګټو په موخه ځيني کسان يې د مخنيوي هڅې کوي.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر خلک د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د ښار د پرمختګ مخه نيسي او زه په ځان پورې په دې اړه هېڅ تور نه منم، دا خلک هسې تش تبليغات کوي.))
ښاروال وايي چې لاریون د هغو کسانو له لوري په لار اچول شوی کوم چې د ځمکو غاصبین او د شاروالی په لسګونو میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
بلخوا د پکتيکا د ښاروالۍ د مسلکي بورډ مشر حاجي رفيق رسنیو ته وويل چې يادو کسانو د شخصي عقدو او ګټو لپاره لاريون کړى دى.
دى وايي چې د ښاروالۍ چارې په سمه توګه پر مخ روان دي او ښارول هېڅ مهال د قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن نه ده وهلې.
دا لاریون په پای کې د ښاروال د پلویانو او لاریون کوونکو تر منځ په یوه کوچنۍ شخړه پای ته ورسید.
شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې لاریون کوونکو غوښتل د بازار دوکانونه وتړې خو یوشمېر دوکاندارنو چې د ښاروال پلویان وو د دوکانونو د نه تړلو پریکړه وکړه، او بلاخره د دوی او لاریون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه او دوه تنه په کې برسیرن ټپیان شول.