نوروز منګل

په کال ۱۹۸۴ د جولای په ۱۵ نېټه په کابل کې زيږدلى دى.

د افغانستان د کرکېټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان دی. هغه په ښي لاس بيټينگ او ورو بالينگ کوي اصلآ د خوست ولایت  اوسيدونکى دى.

نوروز منګل هم د کرېکټ پیل د ګډوالو له کمپ نه کړی. نوروز منګل د ځوانۍ ډېر عمر د پاکستان د کډوالو په کمپونو کې تېر کړی او د کرېکټ لوبه یې هم هماغلته زده کړې ده.

د نوموړي استعداد د لومړي ځل لپاره پخواني افغان لوبډلې روزونکي تاج ملوک عالم په نښه کړ او منګل یې وهڅاوه چې مسلکي کرېکټ پیل کړي. منګل د افغان ملي لوبډلې پخوانی کپتان پاتې شوی او تر اوسه یې ۴۰ یو ورځنیو لوبو کې برخه ��خیستې ده. په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د نوروز منگل په کپتانۍ کې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې د اسيا د دويمې درجې د شلو اوورونو اتلولي وگټله ، د دۀ په سرلارۍ کې افغانستان د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي يا انتخاب پنځم او څلورم پړاو وگاټه. د نوروز منګل خوښې لوبغاړى سچن ټنډولکر دى چې د هند په وتليو ستوريو کې گڼل کيږي نوموړي په بیټنګ کې دوه سلیزې وهلي چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې.

د نوروز منګل د ژوند تر ټولو احساساتي شیبه په لومړي ځل له هندوستان لوبډلې سره په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د ملي سرود د اوریدلو شیبه وه، نوروز وایي “ د ملي سرود شیبه ډبره احساساتي وه” له هند سره د افغانستان تر لوبې وروسته د بهرنيو خبريالانو ډکې خونې ته د خبرو پر وخت کپتان نوروز منگل وويل چې د ملي سرود د غږيدا پر وخت ډيرې احساساتي شوى و او ټول لوبغاړي يې وياړيدل چې د خپل هيواد استازيتوب کوي.

نوروز منګل خپله لومړۍ یو ورځنې نړیواله لوبه په کال ۲۰۰۹ کې د سکاټلینډ په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یې ۳۲ منډې جوړې کړې وې او خپله شل اوریزه نړیواله لوبه یي بیا په کال ۲۰۱۰ کې د ایرلینډ په خلاف ترسره کړه چې دې لوبه کې یې ۲۷ منډې جوړې کړې وې.

منګل
منګل

نوروز منګل تردې دمه په څلویښتو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی چې ټولې یې ۱۰۶۸ منډې جوړې کړي تر ټولو زیاتې منډې یا های سکور یي په یوه لوبه کې ۱۲۹ دي په یو ورځنیو لوبو کې یي دوه سلیزې هم وهلي دي همداراز څلور نیمه سلیزې هم لري، په یو ورځنیو کې یې ۹۱ څلوریزې او ۲۷ شپږیزې وهلي. همدارنګه یې ۱۴ کیچونه هم نیولي دي.

په ۲۴ شل اوریزه لوبو کې یي برخه اخیستې ده چې ټولې ۲۸۸ منډې جوړې کړیدي تر ټولو زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۳۶ دي، په شل واریزه لوبه کې یې ۲۳ څلوریزې او ۱۱ شپږیزې وهلې دي او ۱۲ کیچونه یې هم ترلاسه کړیدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *