عادل چمڼۍ ګوته خولې ته وروړه او له ځان سره یې وویل:
« ولې ما له کاره باسي؟»
« خو مشر وویل که سبا بودیجه کمه کړي ښایي کسان کم کړو»
لکه ژاولي چې ژویي، مات کړی نوک یې په خوله کې واړاوه راواړاه او د ژبې په څوکه یې رابهر کړ:
« څه به کوم… دا روپي خو …. د دو میاشتو نه کیږي»
« که بیا په دوو میاشتو کې کار پیدا نه شو؟! »
د څټ ویښته یې وګیرول. نهو ته لس دقیقې پاتې وې. عادل پاڼې سر پر سر کیښودې، بیرته یې ټیله کړې:
« څه ته یې سموم که یې ایستلم»
شونډه یې په غاښ کړه. د یوې ګوتې نوکان یې پر بله ګوته وګیرول. له ځایه پاڅیده د غونډې کوټې ته ورغی. پردې کش وې. سر یې په لاسونو کلک ونیو.
د مدیر له راتګ سره له خپله ځایه لږ جګ شو. د هغه لکه چې ورپام نه شو د میز سره ته تیر شو او وې ویل:
– یو ښه خبر درته لرم بودیجه مو نه ده کمه شوې.
د غونډې برخه والو یو بل ته وکتل. عادل خپلو نوکانو ته سترګې ونیولې او د غونډې په پای کې چې په مدیر پسې له کوتې ووت، د خپل میز پر سر شیندلي کاغذونه یې ژر ژر ټول کړل.
پای