فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

یو ملګری مې تازه له دوولسمه فارغه شو، يوه ورځ په یوه مجلس کې راسره ناست و چې پلار يې ورپسې راورسېد، له مجلسه يې پورته کړ او له ځانه سره يې روان کړ. یوه ورځ يې د زړه خواله داسې راسره وکړه چې د ده د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی خوښيږي خو پلار يې ورباندې طب ویل غواړي ځکه فشار پرې راوړي او هره شېبه يې درس ته ناست غواړي. د کانکور ازموينه رانږدې شوه او دا ملګری رانه ورک شو، موبایل يې ګل او د فېسبوک مخ يې هم پخوانی و.

د کانکور پاېلې اعلان شوې، سهار فېسبوک د ګڼو ځوانانو د خوښۍ زېرو په سر اخيستی و، ځانونو، خپلو کورنيو او ملګرو ته يې د خپلې بريا مبارکۍ ويلې وې خو زما د ملګري د فېسبوک مخ نوی نه شو. ناڅاپه مې پر یوه پوسټ سترګې ولګېدې چې یوه ځوان د دې له کبله ځان وژلی چې په کانکور ازموينه کې د خپلې خوښې پوهنځي ته ندی وربريالی شوی، زړه مې درز وکړ…

په هندوستان کې د ځوانانو د مړينې دویم لوی علت په ازموینو کې ناکامي او یا د خپلې خوښې پوهنځي ته د نه برياليتوب له سببه ځان وژنه بلل شوې. دوی د کورنيو لخوا دې ته مبجورول کیږي چې له خپله شوقه تېر شي او د مشرانو په خوښه یو پوهنځی وټاکي. دې او په پوهنتونونو کې له محصلانو سره د استادانو د ديکتاتورانه چلند په څېر ستونزو ته په کتو سره هندي سېنما (باليووډ) څو کاله وړاندې د Three Idiots (درې احمقان) په نوم یو فلم جوړ کړ، په دغه فلم کې راخيستل شوې اکثره ستونزې يې زموږ په ټولنه صدق کوي. د دغه فلم، چې وتلي خان ستوري عامرخان پکې مرکزي رول لوبولی او دوه نور ملګري هم لري، کيسه پر دې راڅرخي چې که یو خوا کورنۍ د خپلو اولادونو امیدونه ترپښو لاندې کوي او هغوی پخپله خوښه د پوهنځي انتخاب ته نه پرېږدي نو بلخوا د پوهنتون ناسم درسي سیستم او د استادانو لخوا له دوی سره توند او ديکتاتورانه چلند د دې سبب کيږي چې دوی ترې د خلاصون لار په ځان وژنه کې ومومي.

ګڼ افغان ځوانان هم د دغه فلم د هلکانو په څېر د پاڼ او پړانګ تر منځ ورغلي، هلته يې کورنۍ له لوبو او نورو هنرونو راګرځوي، شپه او ورځ درس ورنه غواړي او مجبوروي يې چې د دوی په خوښه طب، انجينري او یا بل معتبر (!) پوهنځی ووايي او دلته بیا په مکتبونو او پوهنتونونو کې د استادانو له توند او دیکتاتورانه چلند سره مخ دي.

لومړۍ مسئله چې په (درې احمقان) فلم کې هم تنقيد پرې شوی، د اول نمرګۍ ستونزه ده چې ولې باید د دوو، درو نمرو په توپير سره یو څوک اول نمره او بل څلورم نمره شي؟ ځکه دا ډېر کم توپير دی. په ځينو نورو هېوادونو کې دغه مقامونه په ګرېډ یا ډلو ویشل شوي، یاني که کوم شاګردان له (۹۰) تر (۱۰۰) نمرې اخلي هغه ټول په (A) ګرېډ کې حسابيږي او په کم تفاوت سره د ټيټو نمرو اخيستوونکي هم د ګريډونو په بڼه ویشل کیږي. اول نمرګۍ ته د رسېدو لپاره په افغاني ښوونځيو او پوهنتونو کې هم ګڼ مشکلات شته. دلته ځينې زده کوونکي له استادانو سره د روابطو په جوړولو کې خاص مهارت لري، د استادانو هر کره او ناکره دلیل ته د هو په معنا سر خوځول، کله کله هغوی ته د ځینو ډاليو ورکول، د یو شمېر اول نمره ګانو له مهمو هنرونو څخه دي. زه داسې اول نمره ګان پېژنم خصوصاً د پوهنتونونو چې د نوي سمستر په دویمه ورځ يې د استادانو شمېرې پېدا کړي وي، وخت ناوخت زنګ ورته وهي او حتی ځينې خو يې په یوه موضوع غږوي، غږ يې ثبتوي او سبا خپل استاد په اصطلاح بلېک مېلوي. څو کاله مخکې دا کیسه هم په کابل پوهنتون کې ډېره مشهوره شوه چې يو شمېر استادان د ښځينه محصلانو له مجبوريتونو نه ناوړه ګټه اخلي. په کلیو او بانډو کې خو هغه اول نمره دی چې له خپل نګران استاد سره په پټي کې غنم وشيندي، لو ورسره وکړي او یا د وړو مړو بوجۍ تر کوره ورسره یوسي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه ځانګړي فرمان پر بنسټ دې پرېکړې، چې د لېسو عمومي اول نمرګان به بې د کانکور له ازموينې طب او نورو معتبره پوهنځيو ته بریالي وي، واسطه بازيو او زورواکيو ته زور ورکړ او ډېر نوم ورکي زده کوونکي يې عمومي اول نمرګان کړل.

د اول نمرګۍ په اړه یوه بله مسئله دا ده چې ځينې استادان اول نمره په هر څه پوه ګڼي نو ځکه يې د ازموينې پاڼه نه ګوري او په پټو سترګو سل نمرې ورکوي، ښايي همدا علت وي چې خصوصاً په افغاني مکتبونو کې چې يو ځل څوک اول نمره شو نو بیا تر دوولسمه اول نمرګي څوک نشي ترې وړلای.

په (درې احمقان) فلم کې یو بل ډېر جالب پېغام هغه خوشفهمه زده کوونکو ته هم شته چې یوازې د شپې په تهجدونو او دعاګانو له خدایه ښې نمرې غواړي. ښه مې یاد دي چې زما یوه ملګري به د شپې تهجد کول، ختمونه به یې نيول او صدقې به يې ورکولې چې په ازموينه کې ښې نمرې واخلي، خو د نتایجو له مالومېدو وروسته به بیا له خدایه ناراضه و. که څوک له زړه درس ونه وايي او په موضوع ځان پوه نه کړي نو تشې دعاګانې يې هدف ته نشي رسولی، ځکه خدای هم وايي چې ته حرکت کوه زه به برکت کوم.

د پاس یادو شويو خبرو تر څنګ یو بل څه چې افغان ځوانان ورسره مخ دي او په (درې احمقان) فلم کې هم فوکس پرې شوی، په مکتبونو او پوهنتونونو کې له شاګردانو سره د استادانو توند او له خشونته ډکه چلند دی، سمه ده چې اوس د وهلو ډبولو خبره نشته خو همدغه وهل ډبول په یو بل ډول کیږي. مثلاً په نورو هېوادونو کې د دې لپاره چې شاګردان د ښوونکي د ازموينې له ډول سره اشنا شي، هغوی نه نمایشي ازموينې اخلي خو په افغانستان کې اکثره د مکتبونو او د پوهنتونو استادان تر ازموينې مخکې محصلان یو ډول تهديدوي او ډاروي، ورته وايي چې دا ځل مې ډېرې سختې پوښتنې درته راوړي، په اسانه رانه بریالي کېدای نشئ او زه به په ازموینه کې درسره ګورم. عموماً د داسې استادانو د ازموينې پوښتنې مبهمې او مغلقې وي، ځکه دوی قصداً غواړي چې شاګرد یا محصل وځوروي، داسې پوښتنو نه زده کوونکي هدف نشي اخيستلی، نو کله چې هغه په هدف ونه رسيږي ځواب به يې څه ولیکي؟ په داسې حال کې چې استاد بیا د هغې ګونګې پوښتنې په اړه د سوال کولو اجازه لا نه ورکوي.

د پوښتنې په اړه یو بل څه چې زموږ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځينې استادان ورسره حساسیت لري، هغه دا ده که کله دې له استاده داسې پوښتنه وکړه چې د ده يې ځواب نه و زده نو له هماغه ورځې يې ته دښمن يې. افغان لیکوال او شاعر نذیر احمد نذیر چې د نصاب په برخه کې ماسټري لري راته ویل چې په نوره نړۍ کې که استاد د زده کوونکي پر وړاندې په یوه پوښتنه کې بند پاتې کیږي نو استاد د هغه ستاینه کوي، که ځواب يې ورسره وي، ورکوي يې او که نه نو وخت ترې اخلي چې څو ساعته وروسته او یا به یې سبا ورته ځواب کړي. خو دلته باید زموږ استاد په هر څه پوه واوسي او که نه پوهيږي نو بیا ته ځکه ګنهګار يې چې داسې پوښتنه دې ولې وکړه چې هغه سره یې ځواب نه و.

په هر څه باندې د پوهېدو او له هرې نيمګړتیا د ځان پاک ګڼلو ستونزه په یو شمير استادانو کې ډېره ده. د پارچې د رايستلو یا د ازموينې پاڼې د بیا کتنې (تجدیدنظر) په اړه مې خپرونه لرله، زیاتره ځوانانو شکایت کاوه چې که د کوم استاد ښه نه راځو هم په امتحان کې نمرې رانه خوري او یا که کوم استاد سهواً موږ ته په نمره راکولو کې تېروتلی وي او موږ يې د بیا کتنې غوښتنه وکړو نو استاد کینه راسره اخلي او د تجدید نظر په کمېټه کې ټول شته استادان هم د یوه بل استاد د نه سرټيټۍ لپاره موږ ناحقه او استاد بیا هم په حقه ثابتوي. بله دا چې د پوهنتون یا د ښوونځي د ادارې لخوا شاګرد ته ویل کیږي چې که ادعا دې ناسمه وه او استاد نه و تېروتلی نو بیا به دې له اوسنيو نمرو شل نورې هم کميږي. دا کار له شاګرده دا حق اخلي او پر ځان يې بې باوره کوي او همدغه ده چې هغه له انصاف غوښتلو تېريږي. په کار خو دا ده چې د نمرو د کمولو اصل له منځه یوړل شي او که نه نو بیا دې دغه اصل هم ورسره اضافه شي چې که استاد تېروتلی و نو بیا دې په اصلي نمرو پسې شل نورې هم ورزیاتې کړي…

بل تر اوسه ځينې ژبني تعصبات خصوصاً په پوهنتونونو کې شته. پخوا داسې خبره شوې وه چې په پوهنتون کې که لیکچر په دري وي نو چپټر به په پښتو وي او که لېکچر په پښتو ورکول کیده نو چپټر دې په دري وي خو دا مشکل تر اوسه تر کافي اندازې ندی حل شوی. اکثره د پښتني سيمو ځوانان چې کابل پوهنتون ته وربریالي شوي دي، له دغه مشکل سره مخ دي. دوی په دري نه پوهيږي او که کله له استاد نه په ډار او بيم په پښتو پوښتنه وکړي نو استاد پرې د متعصب ټاپه ولګوي او ننګوي يې چې تر اوسه یې دري څنګه نده زده کړې. د دې پوښتنې جرءت بیا چېرې له استاده شاګرد لري چې ويې پوښتي، ته چې استاد يې تر اوسه دې څنګه دواړه ژبې (پښتو او دري) ندي زده!؟

او هلته مو د ښوونځیو هم همدا حال دی، څو کاله وړاندې په مورنۍ ژبه د زده کړو خبره ډېره توده شوه او بیا ځينې ښوونځي ځانګړي شول، ځينې خاص د مورنيو ژبو ټولګي ایجاد شول او زده کوونکي سره وویشل شول، اوس يې حال دا دی چې ټولګي او ښوونځي ورته بېل شوي خو یا استادان نه لري او یا که شته هغوی د زده کوونکو په مورنۍ ژبه سم تدريس نشي کولی. زه داسې ډېرې کورنۍ پېژنم چې خپل اولادونه یې له هغو ځانګړو صنفونو او ښوونځيو بېرته هغو ښوونځيو ته وربدل کړي دي چې د دوی په مورنۍ ژبه درس نه پکې ښودل کیږي.

بله مهمه خبره دا چې زموږ د پوهنتون استادان هم لکه د (درې احمقان) د فلم استادانو له محصله هماغه څه ټکي په ټکي غواړي کوم چې په چپټر یا کتاب کې ليکل شوي دي، که هغه هر څومره بې معنا او مغلق هم وي خو د امتحان په پاڼه کې باید د کتاب متن ميخانيکي یاد او پوښتنه ځواب کړای شي. که کوم محصل تر کتاب هاخوا کوم ډېر جامع او اسانه تعریف یو څه ته پېدا کوي، نه ورسره منل کیږي. اکثره هغه استادان داسې چلند کوي چې تر خپل کتاب هاخوا نوره بېروني مطالعه نه لري او ځان نه پاذابوي چې شاګردانو ته نوي او اپډيټ مالومات ورکړي.

د یاد فلم په یوه صحنه کې استاد له محصلانو د ماشين تعریف غواړي، عامر خان د ځواب لپاره ولاړيږي او وايي چې ماشين بې له دې چې موږ ډېره انرجي مصرف کړو زموږ مشکل حلوي، دی د چت پکې ته اشاره کوي چې دا پکه یو ماشین دی، ګرمي ده، بټن وواهه، چلانه شي او په ډېره اسانۍ باد راکوي. موبایل ماشين دی، چې فاصلې يې رالنډې کړي دي. د پتلون ځنځير ته اشاره وکړي چې دا هم په اسانۍ وازيږي او بسته کیږي نو ځکه دا هم یو ماشين بللی شو… استاد پرې د تباشير وار کوي او د احمق خطاب ورته کوي. همدې سره د ده یو بل ټولګ��وال- چې په ميخانيکي یادښت یا په اصطلاح په ګوټه کولو کې ډېر ماهر بلل کیږي- ولاړيږي، سترګې پټوي او د ماشين اوږد تعریف کوي. استاد شاباسی ورکوي خو ناست ټولګیوال د ځواب ویوونکي حافظې ته حيران پاتې کیږي چې څنګه يې دومره اوږد تعریف داسې یاد کړی دی. عامر خان استاد ته وايي چې همدا څه خو ما هم لږ په اسانه ژبه درته وویل. استاد چغه ورباندې کوي او وايي چې ته تر کتابه ښه نه پوهېږې او که په ازموينه کې بریالی کېدل غواړې نو په کتاب کې لیکل شوی تعریف زده کړه. هماغه وي چې دی اکثره له ټولګي ویستل کیږي او په استادانو چندان ښه نه لګیږي. خو دی بیا هم له خپله خویه نه اوړي او یوه ورځ پخپل بې ساري بري سره ټول ګوته په غاښ پاتې کوي.

زموږ په پوهنتونونو کې یو بل مشکل زیات فرعي مضمونونه دي. زه ژورنالېزم وایم او فکر کوم تر دوولسم ټولګي د ژبو، اسلامي ثقافت او د تاريخ مضمونونو تدريس کافي دی، په ژورنالېزم کې د دغو څه ضرورت؟ خو موږ اوس هم په ژورنالېزم پوهنځي کې د اصلي مضمونونو تر څنګ پښتو، دري، انګريزي، اسلامي ثقافت او تاريخ په هغه کچه وایو چې تر دوولسمه مو په ښوونځيو کې لوستي دي. نو اوس که په اصلي مضمونونو کې سل نمرې هم یوسې خو چې فرعي کې پاتې يې نو اوبو وړی یې.

د عملي کارونو خبره شوه، په پوهنتونونو کې مو عملي کارونه ډېر کم دي. همدا علت دی چې زیاتره فارغېدونکي ځوانان حتی د خپل فراغت پای لیک (مونوګراف) پخپله نشي لیکلی، په پيسو يې اخلي او یا يې په بل چا لیکي. د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي پر ستونزو په یوه جوړه کړې خپرونه کې راته جوته شوه چې دوی که څه هم په پوهنتون کې سټوډيو او راډيو لري خو عملي کارونه تر کافي اندازې نه ورښودل کیږي، نو ځکه چې دوی سبا فارغه شي کومه راډيو، تلويزیون یا ورځپاڼه په اسانه کار نه ورکوي. ثابته شوې چې که کوم څوک هر څومره تیوري ووايي خو چې عملي کار ونشي کړای؛ تحصيلي سندونه به يې له هغه برګري اخبارونو سره کم توپير ولري.

***

اوس څه کول په کار دي او زما هغه ملګری څنګه شو؟

کول خو دا په کار دي چې که په ازموینو کې محصلانو یا زده کوونکو ته د نمرو ورکولو حق له استاده واخيستل شي نو هم به واسطه بازۍ ختمې شي او هم به دغه ځينې استادانو ته ځان بیا د یوه معلم پر ځای نظامي منصبدار نه ښکاري. یو شمېر پرمختللیو هېوادونو کې د ازموينې پر پاڼه د شخص نوم نه بلکې یو خاص کوډ لیکل کیږي، ازموينه يو څوک اخلي خو نمرې بل څوک ورکوي او کوډ د تعليمي ادارې له ځینو خاصو غړو پرته بل هیچا ته نه وي مالوم. له دې سره به هيڅ مغرضه استاد د چا حق ونشي خوړلی، نه به هم له کوم زده کوونکي سره د شخصي خواخوږۍ له کبله مرسته وکړای شي او نه به د تهدید پر مټ له چا ناوړه ګټه واخيستلی شي.

يوه ريښتيني استاد ته ښايي چې خپله چوکي یو نظامي منصب نه بلکې د هغې مور ځای ناستی وګڼي چې ماشوم ترې یوه پوښتنه څو ځله کوي خو دا په سړه سينه ځواب ورکوي او بې له کومې شخصي عقدې او مقصده هغه ته له بدو د لرې کېدو او ښو ته د ورنږدې کېدو تلقین کوي.

کورنيو ته په کار ده چې که غواړي اولادونه په راتلوونکي ژوند کې بریالي او خوشاله وويني او خدای مه کړه د هندوستان غوندې د افغانو ځوانانو د مړينې دویم لوی علت د خپلې خوښې پوهنځي ته د نه بریالي کيدو او یا په ازموينه کې د ناکامېدو له کبله خودکشي شي نو دوی دې د پوهنځي په انتخاب کې خپل شوق او ذوق ته پرېږدي. ځکه، کوم مسلک سره چې د چا مینه وي، په هغه مسلک کې له کار کولو څخه خوند اخیستلی شي او د پرمختګ چانس يې پکې ډېر وي خو کوم مسلک چې ورباندې وتپل شي، له ناکاميو او ستونزو سره به مخ وي.

او هغه زما د ملګري خبره داسې شوه چې هغه ژوندی دی خو په کانکور ازموينه کې داسې پوهنځي ته بریالی شوی چې د ده پلار يې نه غواړي، د پلار ستغو سپورو له رواني مشکلاتو سره مخ کړی دی، هماغه پلار چې دی به یې زموږ له مجلسونو پورته کاوه او هره شېبه يې درس ترې غوښت، نن يې په طبيبانو ګرځوي. د ملګري موبایل مو اوس هم ګل دی، اوس هم په فېسبوک کې نشته، پوهنتون يې پريښی او بیا يې درسونه پېل کړي دي چې د کانکور په دویم چانس ازموينه کې د خپل نه بلکې د پلار د خوښې پوهنځي ته وربریالی شي. نو خدای دې نه کړي چې د کانکور په دویم ځل ازموينه کې- چې د بریالي کېدو چانس به يې تر پخوا څو فيصده کم وي- د بې نتيجه کېدو له کبله دی هم د هغه ځوان په څېر د ځان وژنې په فکر کې شي چې ما یې پر فيسبوک خبر ولوست او یا لکه په (درې احمقان) فلم کې چې وو. آمین

3 thoughts on “درې احمقان، زموږ کورنۍ او استادان/ نورګل شفق”
  1. It is an interesting analysis of the issues and problems faced by the Afghan students at their homes, schools and universities. The current state of the economy, war, corruption and unemployment exert their pressure on both students and their parents . The subsequent race to get paper qualifications is further compounded by corruption at schools and universities. The Ministry of Higher Education must focus on up-grading the standards of both public and private universities, make master and PhD qualifications a requirement for teaching at universities and bring changes to enable universities to adjust their programs so that they could produce graduates with higher chances for employments. The Ministry must also encourage and provide the right incentive to Afghan professors who are currently abroad and teaching at foreign universities to at least come for a semester and teach at Afghan universities. I am sure they have the willingness to contribute to Afghan tertiary education and they will bring wealth of knowledge with them.
    I congratulate the writer, Noor Gul Shafaq for his excellent ability in highlighting these issues and I also wish that his friend’s father read this article.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *