د میدان وردګو ولایت  مطبوعاتي دفتر له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې چې لسګونو لیکوالو او شاعرانو په کې ګډون کړی و، د لیکوال او ژباړن حبیب وقار نمانځغونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د میدان وردګو ولایت د مرستیال سربیره یو شمېر نورو امنیتي او اداري چارواکو او د مدني او فرهنګي ټولنو استازو ګډون کړی و.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهیالي محبوب شاه محبوب  په یاده غونډه حبیب وقار د یوه بریالي ژباړن په توګه یاد کړ او ویې ویل چې نوموړی به په راتلونکي کې د خپل نه پټیدونکي استعداد پر بنسټ یوه ورځ د مخکښو ژباړونکو په قطار کې وي.

د محبوب په وینا چې حبیب وقار د ژباړن تر څنګ یو ښه لیکوال دی، چې په سیاسي،ټولنیزو او ادبي برخو کې یې لیکنې خپرې شوي دي.

ده وویل: (( زه په ډاډ سره وایم چې که نور ځوانان د حبیب وقار سره سالمه سیالي وکړي، نو زموږ د ګڼو ځوانانو راتلونکی به له خوښیو ډک وي))

لیکوال او ژورنالېست محمد وصل وصال د میدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه مننه وکړه چې ځوان لیکوالان نمانځي.

1د ده په خبره که چېرې د دا ډول حقدارو ځوانانو نمانځنه دوام پېدا کړي، نو ګڼ ځوانان به په راتلونکي لیکنې او ژباړې ته مخه وکړي.

واصل زیاته کړه: (( دا د ویاړ ځای دی چې زموږ ځوانان اوس په ژوندونې نور ځوانان نمانځي))

د میدان وردګو ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس اورنګ مختار هم د حبیب وقار د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی په راتلونکي کې هم د یو ادبي او فرهنګي غونډو پلانونه لري.

د نوموړي په خبره چې هر لیکوال باید ځان ټولنې ته مسوول وګڼي او د همدغه مسوولیت په نظر کې نیولو سره لیکنې وکړي.

۱د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي بیا د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ځوانانو د نمانځنې لړۍ دوی پیل کړه او باید نورې مدني او فرهنګي ټولنې ورته دوام ورکړي.

خوږياڼي وويل: (( دا سمه ده چې د ولایت مقام به ګڼې نورې غونډې ترسره کړې وي، خو د ځوانانو د نمانځې دا لړۍ چې موږ شروع کړې دا د نورو غونډو سره فرق کوي، یوازې نمانځنه او د ځوانانو هڅونه ده))

1د ده په خبره چې هڅه به کوي په راتلونکي کې یو شمېر نور ځوانان چې په بیلابیلو برخو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وي ونمانځي.

د غونډې په پای کې حبیب وقار د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتر او د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې وروسته له دې به لا ډېره هڅه کوي.

یاده دې وي چې د حبیب وقار نهه عنوانه بیلابیل کتابونه لري، چې یو شمېر نور یې د چاپ په درشل کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *