د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ سیالیو په ترڅ کې نن لغمان د لوګر او کابل د کوچیانو پر وړاندې بریاوې خپلې کړې
په سلیم کاروان لوبغالي کې د لغمان او لوګر ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه لغمان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. لوګر د سیالۍ په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۹ منډې هدف وټاکه چې له ډلې یې عمران ۱۰۱ او حبیب ۴۵ منډې جوړې کړې. د لغمان لخوا نعمت ۴ او ریاض د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
لغمان ورکړل شوی هدف د سیالې په ۴۳ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې محب ۶۱، مرتضی ۴۸ او خیبر ۵۴ منډې جوړې کړې. د لوګر لخوا عارف د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی نعمت ونومول شو.
په زرملوال لوبغالي کې د کابل او کوچیانو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه کابل لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۴۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبدلې ته ۲۱۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نورالحق ۴۷ او حضرت الله ځاځي ۳۷ منډې جوړې کړې. د کوچیانو توپ اچونکو له خوا فضل الهادي ۳ او خاطر هم ۳ لوبغاړي وسوځول.
د کوچیانو لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۰ منډې جوړې او لوبه یې د کابل پر وړاندې وبایلله. د کابل لخوا نورالحق ۳ او حضرت الله ځاځي هم ۳ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی نور الحق ملکزی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د سیالیو پرمختګ خورا اغیزمن بولي او د ګډون کونکو لوبډلو اغیزمنې لوبې د غوره لوبغاړو په ټاکنه کې یو اړین اصل بولي. دانش د کورني کرکټ په کچه د دا ډول سیالیو په لاره اچول د کرکټ په وده کې مهم اړخ وباله او ویې وییل چې د کال په اوږدو کې به ډیری نورې ورته سیالۍ هم وشي.