نن د ميدان وردګو ولايت د مقام انګړ په ځوانانو ښکلی وو، دوی د زموږ ځوان زموږ وياړ په نوم د حبيب وقار لمانځغونډه جوړه کړې وه . په تېرو درېيو کلونو کې دا لومړی ځل و چې دې دغه ولايت د مقام، د اطلاعاتو او کلتور رياست، مدني فعالانو او د ياد ولايت د فرهنګيانو په همغږۍ د ځوان ليکوال، ژباړن او ژورنالېست حبيب وقار لمانځ غونډه جوړه شوه او د وقار قدر داني يې وکړه، زه د خپلو نورو ملګرو په ګډو پدې خوښ شوم چې د کابل په ځای مو په خپل ولايت کې يو ځوان ولمانځه او د لاښه کار لپاره مو تشويق کړ، د خوښۍ ځای خو دادی چې دغه لړۍ به ادامه و مومي او د ميدان وردګ ولايت نورې فرهنګي څېرې به هم وستايل شي، په همدې هيله.
په دغه لمانځ غونډه چې د روانې جوزا مياشتې په ۱۳ نېټه جوړه شوې پکې لسګونو ليکوالو، شاعرانو، دولتي چارواکو ، د پوهنتونونو استادانو او د ادب او فرهنګ مينوالو برخه درلوده، ليکوالو د وقارصيب د کړي کار په هکله مقالې او خپل نظرونه ګډونوالو ته واورول او شاعرانو پکې شعرو وويل چې لمانځ غونډ يې لا ښکلې او رنګينه کړه، دغه شان وقار په ستاينليکونو ونازول شو او تر ممکنه حده يې حق پر ځای شو . ما چې هېڅ نه ورته لرل ددې ليکنې زحمت مې ويست.
اوس راځۍ چې حبيب وقار د وپېژنم څلور دېرش کلن حبيب وقار د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې دې نړۍ ته ستر ګې غړولې دي، دی درې کلن وو چې د پلار له مينې بې برخې شو، لومړنۍ او منځنۍ زدکړې د چک په عمر فاروق لېسه کې تر سره کړې او په ۱۳۸۳ کال يې د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي د لېسانس واخست.
د پوهنتون په دوره کې يې له ځينو مجلو سره قلمي همکاري درلوده چې له هغې جملې ډېوه مجله يادولی شو تر فراغت وروسته يې لومړی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کميسيون سره او ورپسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارت سره په کار پيل وکړ. له هغې وروسته د ارادې ورځپاڼې سره د اېدېټر په توګه په دنده بوخت وو او ورسره هم مهاله يې له خبريال وېبپاڼې سره هم همکاري درلوده ، له اراده ورځپاڼې او باختر اونيزې وروسته چې ۱۳۸۸ کال و له باختر آژانس او سرنوشت ورځپاڼې سره د ليکوال په توګه په دنده بوخت شو . له دې ورسته يې کابل کې د بي بي سي راډيو په تعلميي برخه کې د چاپې مطبوعاتو په پښتو بخش کې د مسول او اېډېټر په توګه پنځه کلنه دنده هم پاي ته ورسوله او له دې دندې سره سره يې د الفتح اونيزې مسئول مديريت هم په غاړه وو .
د ښاغلي اوس د پارلماني ټاکنو د وېبپاڼې اېډېټر او د لومړيتوب سايټ ليکوال دی
د ښاغلي وقار چاپ کتابونه
- بلوغ او د هويت ستونزه: د اروا پوهنې په برخه کې ژباړه
چې په ۱۳۸۵ لمريز كال كې د دانش خپروندويې ټولنې له خوا د چاپ په ګاڼه سمبال شوى دى.
۲. وروستۍ پاڼه:
د امريكايي ليكوالو لنډې کيسې چې دا هم ژباړه ده په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ختيزې سيمې د ليکوالو د ټولنې له خوا چاپ شوی.
۳ . زه ملاله يم:
د ملالې يوسفزۍ د ژوند کيسه، د پاکستان پېښې او جګړې، چې په ۱۳۹۳ لمريز کال د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شو.
د وقارچاپ ته تيارې ليكنې او ژباړې:
- پرمختللې عکاسي، ژباړه
- ټولنيزې رسنۍ، ژباړه
- څپېړه، ياددښتونه او کيسې، ليکنه
- څنګه ژباړه وکړو، ليکنه
په پای کې د يادولو ده چې حبيب وقار بېلابېلو ورځپاڼو، اونېزو، مهالنيو او انټرنيټي وېبپاڼو ته په سلګونو ليکنې او ژباړې کړې دي . دې ښاغلي وقار د لا برياو او پرمختګونو په هيله .
محب الله آرمل