سپرلۍ وو او زه يي هم د رنګونو نه يو رنګ وم, لکه د هغه رنګين موسم د هر ګل پر پاڼه د شبنم په شان را پريوتم !

هغه وخت لکه يوه نوې ونه سمندر ته نژدي مي ټوله ژوند سپرلې ته  سپارلۍ وو.
ما د سمندر راغلو مرغانو ته د سکون او ښکلا ځاي ور کړي وو…..

کله چي د زهر جن طوفان په خزان وهلې سيلۍ کي زما وزرونه بند سوه
د هغه وروسته د خپل ځان نسوم …. آن لکه پاڼه له ونې ورژيدم
د هغې ځمکي مخ ته يي وسپارلم چې زه يي له رنګه راجوړه وم او چي زه يي ژوند ته ډالۍ کړي ومه،
څومره سخته وه چي زما او سپرلي ترمنځ  وختونو ليريوالۍ راوړی.

سپرلې تل راته د زړه حالونه ويلې وه او د خزان له دردونو چي ځورولۍ يي وو شکايتونه کول!

خو زموږ تر منځ د نورو فصلونو شپې او ورځې په حساب راتللې ځکه مو ټول رنګونه مخکې خزان له خپله ځانه سره په مخه کوله او ما به هرکله د سپرلې راتګ ته لار څارله,پوه سه چې زما د تورو سترګو تور باڼه به شمال د سمندر څپو ته ورسول زما له سترګو به فناه سوه هرڅه  آخر لکه د بي حرکته مجسمې په شانې په تنهايي کي به ودريدم!

دا ستا د راتګ لپاره ويل مي ته راځې هرومرو زما سيمې ته د ګلونو په خوشبويه عطرونو خوښې وربخښې !
پاي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *