فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

زړه یې نن لا ډېر تنګ و، ګرمي یې سا نوره هم بندوله، په خپله لمن یې ځان ته پکی واهه، لمن به یې چې په دواړو لاسونو پورته کړه، غټه او ځای ځای سره شوې خېټه به یې ښکاره شو.

بالښت ته یې تکیه کړې وه، د دروازې په کړپ سره پوی شوه، چې سردار راغی، ځکه د دې کوټې ته خو بل څوک نه ورتلل، له یو ساعت یې همدا له ځان سره ویل چې نن به ټول حال ورته وایي، خاوند یې چې په درشل پښه ننوېستله ویې ویل.

– څنګه یې.

ـ ښه یم، خو ستا له کورنۍ پوزې ته راغلې یم.

ـ یوه اونۍ دې پوره نه ده، بیا زما له کورنۍ پوزې ته راغلې؟

ـ ته خو سهار ووځې، تر نیمې شپې په بارګین کې ورک یې، د کور له حاله څه خبر یې؟

خولو چي د سردار په تورو کالیو سپینې لیکې جوړې وې، همداسې یې په سر او ږیره کې هم سپینو وېښتو نښې کړې وې، په ټنډه یې لاس تېر کړل، بیا یې خوشت لاس په لمن وموښه

ناوې بیا سر شوه ـ ټول راته وايي، اوومه میاشت! اوومه میاشت

ـ ټوکې در سره کوي.

ـ دا هم ټوکې دي، که ابو یا نورو لویانو ویلي وی، یو وار یې ویلي وی، ما به هم ټوکې بللې وې، خو ان ماشومانو ته یې هم په خوله کې همدا خبر ور کړې ده.

ـ رښتیا وایې؟

ته وا ډېرې خبرې یې کړې دي، سا یې لنډېدله، په اوږد اسوېلي کې یې خولې ته لاس ونیو، بیا یې د خبرو لکۍ ونیوله.

ـ نور پرېږده، ابو وايي، اور پکې بل و، بې نکاح یې زما په زوی ځان یخ کړ، که پلار یې را وستلې نه وی، را تښتېدلې به وه.

ـ ګوره ثنا! د مور مې ستا له پلار زړه ډېر بد دی، څلور کاله یې د درنو شرطونو له لاسه موږ را ودولی نه شوې، اوس نو هغه ته رسېدلی نه شي او تاته به یوه نیمه خبره کوي، څه وخت ګوزاره وکړه، پخپله به غلې شي.

ـ د پلار بد له ما باسي؟ په ما کې اور بل و؟ څلور کاله په یو دوو میاشتو کې کور ته راتلې، له نامه لاندې دې په ما لاس لګېدلی؟

سردار به هر ځل ترې د کورواله تمه لرله، خو ثنا نه منله، چې د کوزدې یې څلور کاله پوره شول، په دې یې ور سره ومنله چې فکر یې کاوه، که مېندواره شي، پلار به یې له شرطونو تېر شي او واده به یې کړي.

دا هرڅه د لوی اختر په دویمه ورځ وشول، چې د ثنا دوه وروڼه له ملګرو سره په چکر وتلي وو، پلار یې الماس د مبارکۍ لپاره ښار ته تللی و او مور یې هم د ګاونډۍ سره په کوټه کې ناسته وه، خو د ثنا په دویمه میاشت پوی شوه، بیا یې د سردار مور هم خبره کړه، ورته ویل یې، چې د شپږ تولو سرو په ځای درې تولې واخلئ او د دوو لکو ولور په ځای یو لک افغانۍ را کړئ، خو په حیا پرده کې واده وکړئ، د سردار د وروڼو او مور همدا یوه خبره وه( زموږ سره د ورا پیسې هم نشته.)

الماس د سردار له کورنۍ ورځ په ورځ خوابدی کېده، ویل به یې، سردار په بارګین کې موټر مینځل، خو موږ ته یې ویل چې د موټرو تجارت کوي، لور مو ور کړه، هغه یې یوه دوکه شوه، اوس یې لور په کور راته وپړسوله، شرم یې را واړاوه.

د ثنا چې خېټه څومره لوييدله، د پلار یې ترې کرکه ډېرېدله، د سردار کورنۍ ته یې لا غوسه زیاتېدله، د ثنا چې شپږمه میاشت شوه، ګاونډیان یې هم پرې پوهېدل، کورنۍ یې له شرطونو تېره شوه، د سردار کورنۍ هم واده ته تیاری نیو، خو الماس دې سوچ په مخه کړ، چې په کور کې د لور مېندوارول د سردار د کورنۍ په خوښه شوي او هغه هم د دې لپاره چې له ولور او سرو ځان بچ کړي، له واده او ورا تېر شو، یوه ورځ یې ثنا له لاس ونیوله، د سردار د کور په دروازه یې ور ننوېستله او بېرته ترې روان شو.

ثنا چې له ځان سره د پلار دا چلند لیده، فکر یې نه کاوه، چې د سردار په کور کې به له داسې چلند سره مخ کیږي، اوږده سا یې چې واخیستله ویې ویل – ما د ځان په شرمولو او د مور پلار په خپه کولو سره له ولور او سرو بچ کړئ، خو چې پلار مې په اخر کې سرچپه شو، ما به څه کړي و.

ـ مور او وروڼه مې په دې ډېر غوسه دي چې ولې یې واده جوړ نه کړ، اخر موږ سیال او تربور لرو، په ودونو کې یې خبر کړي یو، موږ به دوی هم خبرول، خو اوس په درواغو ورته وایو، چې د ثنا نیکه مرګي حال و، ځکه مو په بیړه او بې غږ وغوږه واده وکړ.

ـ نو زما څه ګنا ده، د کور ښځې خو پرېږده، ان یو ورور دې هم غږ را باندې نه کوي، که رښتیا دې وروڼه وی، ولور به یې در سره پرې کړی و.

سردار څه ونه ویل، د ثنا په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، ویې ویل – خپل بخت به ژاړم، نه مې دا خلک پکاروي، پلار او وروڼو خو ویل که مړه شې پوښتنه دې نه کوو، که مړه شو، تا نه راغواړو.

ـ هیڅ ور نه شې.

ـ هغوی ته به نه ورځم، خو دلته څه چاره وکړم؟

ـ هر کور ته که ناوې په ډنګ او ډونک هم واده شي، څو میاشتې ستغې سپورې ورته ویل کیږي، چې خواښې ترې جوړه نه شي.

ـ خو ابو په ما د زناکارې نوم هم ږدی، وايي زما زوی بې غیرته دی، څوک څه خبر دي که ښځه یې بل چا ور ته بلاربه کړې وي. وايي که سردار غیرت لرلی، وژلې به یې وه.

ـ خیر ده، ګوزاره کوه، ښه به شي.

ـ په هرڅه به ګوزاره وکړم، نو په زناکاره هم چوپ شم، ګاونډیان به یې هم خبرې اوري. زما او ستا خو په کوزده کې هم نکاح شوې وه، خو ته چې کور ته راتلې، ډېر ځلې دې زور هم را سره وکړ، خو ما کورواله در نه سره کول، اخر مې دا شرم ستا لپاره ومانه.

ـ زه دا منم، اوس دې هم زما په خاطر دا کار وکړ، غیرت دې وکړ

ـ خو زه بل غیرت هم کولی شم

ـ بل؟

ـ که هره ورځ همداسې را سره کیږي، ځان به ووژنم.

۲۰۱۵ مارچ ۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *