تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د پنجشنبې په ورځ له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره د شانګهای د همکارۍ ټولنې د امنیت او ثبات د کنفرانس ترڅنګ په خبرو کې وویل:«زموږ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسي په خپل منځ کې ښې اړیکې لري. موږ له خپل تاریخه راضي یوو. موږ غواړو چې افغانستان پر هغو سختیو او ستونزو لاسبری شي چې دې هیواد په وروستیو کې لرلي دي. موږ به د خپل هیواد له ثبات سره د مرستې لپاره هر اقدام وکړو.»
لاوروف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«تر کومه ځای چې موږ پوهېږو، د ملي یووالي د حکومت جوړېدا ممکنه شوې، موږ د افغانستان له مشرتابه سره په ټولو برخو کې نژدې همکارۍ ته خپله تیاري تاییدوو.»
د روسیې د باندنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړیو – روسیه، چین، او د منځنۍ اسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجګستان، قرغیزستان او قزاقستان په مسکو کې غونډه وکړه او له افغانانو سره یې پیوستون اعلان کړ.
ده وویل، ډاډه دی چې په بېلابېلو برخو کې به ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول اقتصادي ثبات ته پام کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، افغانستان هیله لري چې د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې به یې ځای له څارونکي څخه بشپړ غړیتوب ته لوړ شي.
ده همداراز وویل چې افغانستان تیار دی چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
رباني زیاته کړه:«موږ باور لرو چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړي په توګه به موږ د دې ټولنې د هدفونو په تطبیقولو کې لا فعاله ونډه واخیستلی شو.»