تاند- د طالبانو استازي ناروې ته تللي چې د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر استازو سره غیررسمي خبرې وکړي.

د ناروې حکومت دا خبره تایید کړه، ویې ویل چې په دې خبرو کې ټولې خواوې خپل شخصي نظرونه مطرح کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند فرود اندرسن فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، هیواد یې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي.

د ده په وینا په دې غونډه کې، سیاستوال، د مدني ټولنې غړي او طالبان خبرې کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په دې خبرو کې ټول شامل برخوال خپل شخصي نظرونه څرګندوي.

ویل شوي چې د ښځو مسله د خبرواترو د اجنډا اصلي موضوع ده.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د نجونو ښوونځیو او په ټولنه کې د ښځو فعال حضور ته اجازه نه ورکوله او اوس هم ډېری ښځې اندېښنه لري چې له طالبانو سره د احتمالي سولې په صورت کې به د دوی ازادۍ محدودې شي.

خو اوس ویل کېږي چې طالبانو د ښځو په وړاندې په خپل دریځ کې یو څه نرمښت راوستی وي.

د ناروې راډیو تلویزیون وايي چې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره به د طالبانو خبرې سبا (جمعه) هم په ناروې کې دوام ورکړي.

د ناروې حکومت په دې خبرو کې د برخوالو طالبانو نومونه نه دي اخیستي خو ګومان کېږي چې د طالبانو د قطر د دفتر غړي به د دې ډلې په استازیتوب خبرې کوي.

One thought on “د طالبانو او افغان ښځو استازو په ناروې کې خبرې وکړې”
  1. دا اول ځل دی چی طالبان هم ځانونه افغانان احساسوی او د افغانستان د مسایلو په باب خبری کوی. کاشکی د دوی په وجود کی لږ افغانی غیرت راژوندی شی.

  2. ارمان دهغه تللي وخت ،او دغه شیبې چه بې ګټې اوبې خونده ئې را باندې تیروي (څوک؟)۰

    ریښتیاخوبونه

    هـره شـپــه څـه ګــډوډ خــوبـونـه وینــــــــــــم ـــــــ الـلـه دخیـر کـي خـړ سـیـنــدونــــه وینم
    له وینـــــوډک، په کې ســــــرونه وینــــــــــــم ـــــــ څه وهمنــــاک ګــډ وډ خــوبونــــه وینم
    سیلــــــۍ بادونه له څــلوروخـــــــــــــــــــواووـــــــ وهي څـپـیــړې زموږ په نجـونـو نــــاوو
    ځوانــــان ئې پټ کړل دوئ په تـــورو خــاوروـــــــ له شــــرق اوغــــربـــــه دا دودونه وینم
    الله خیـــــرکـــي بـــد خوبونــه وینـــــــــــــــــم
    یوداســــــــلام په نامه کلک ما په دورووهـــي ـــــــ بل مې دژبـــــې په نامه بيا په پردووهي
    خبره دا چه دغه دواړه یوه پښـتــــــــــــووهي ـــــــ دغه کمکئ زوئ دافغان نن بې سړووینم
    داریښتیـــاني خوبونه زه په ورځوشپووینــــم
    خوب مې لیده چه زموږ په کلي ډیر میلمه وي ـــــــ نه خو بللـــــــي نه لیدلــي نه ســکه وي
    موږئـې چوپړاو دوئ ،زموږ په سرکوربه وي ـــــــ دا دپیړیوپوخ دښـــــمن مې دنیـــکووینم
    داریښتیاني خوبونه زه په ورځو شپووینـــــم ۰۰۰؟؟؟؟؟؟۰۰۰۰
    دا ټوله بدمرغي دحرص اوځان غوښتنې علت دئ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *