همت یار جانزی پکتیکا: ولسمشر حامد کرزي د پکتيکا ولايت په هغه چاودنه ، چې پکې د طالب قوماندان د کورنۍ غړي وژل شوي، خواشيني څرګنده کړه.

دا چاودنه د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ په فولاد خېلو سيمه کې د طالبانو ديوه ځايي قوماندان عبدالله په کور کې شوې وه.

د پکتيکا چارواکو پرون ويلي و چې طالب قوماندان پخپل کور کې يو ماين ساتلى و، څو پر لاره يې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړي، خو پخپل کور کې پرې وچاودېد، ؛چې له امله يې د عبدالله د مور او ماشومانو په ګډون ٦ تنه ووژل شول.

له ارګ څخه د چنګاښ په ٢٩مه، په خپره شوي خبرپاڼه کې  چې رسینوته یې لېږلې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزى ددغه خبر په اورېدو سره سخت خواشينی شو او په دې پېښه کې د يوې مېرمنې او بیګناه ماشومانو وژل کېدل يې زړه بوږنوونکی خبر وباله.

ولسمشر کرزي په همدې مناسبت يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړى، چې نور دې د افغانستان د خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو باعث نه کېږي او نه دې د يادې پېښې په څېر د خپلو ماشومانو د وژنې لامل ګرځي.

سرچينه کاږي، حامد کرزي ياده پیښه د عبرت درس وبلله او پر طالبانو يې غږ وکړ ، چې نور دې د خپلو هېوادوالو د وژلو او د خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي او ابادولو ته دې مټې راونغاړي.

 

3 thoughts on “کرزي په مټاخان کې د يوه طالب کورنۍ د غړو په وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه”
  1. دعبیدالله ورورخبره زه هم تاییدوم خوزه لږ څه وضاحت پکی کوم هغه داچی په حدیث شریف کی راغلی چه په روژه کی ددوزخ دروازی بندیږی اودجنت دروازی خلاصی وی نوپردی اساس دغه طالب خپله کورنۍ په قصدی ډول سره دماین پواسطه شهیدان کړی دی ترڅوپه اسانۍ سره بغیر له کوم حسابه جنت ته ولاړی.په دی هیله چه په همدی ډول سره عبیدالله اودده کورنی هم جنت ته ولاړشی،

  2. I also advising for Mr.Abidullah, to Explode himself among all you family members during Aftar and send all of them directly to heaven.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *