۱۳۹۴ل کال د غبرګولي
۱۴
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې د کابل ښار د لېسو درې تنه زده کوونکي چې ”زما افغانستان اونۍ“ د مقاله لیکنې په سیالۍ کې یې لومړی، دویم او دریم مقامونه ګټلي وو، وستایل.
د ممتازو زده کوونکو د ستایلو په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د افغانستان د پوهنې وزیر، د زرغونې انا، عبدالغفور ندیم او پامیر ښارګوټي لېسو مدیرانو او ممتازو زده کوونکو هم حضور درلود.
د هېواد جمهور رئیس دغه وړ سیالۍ د زده کوونکو د وړتیاو د ودې لپاره ګټورې وبللې. جمهور رئیس د دغې سیالۍ جوړونکي او په هغه کې د ممتازو مقامونو ګټونکي زده کوونکي احمد سهراب، رقیه حسیني، سارا او سونیا وستایل.
د دغې سیالۍ ممتازو زده کوونکو هم په خپل وار د هېواد د جمهور رئیس د پاملرنې او هڅونې مننه وکړه.
د ”زما افغانستان اونۍ“ د مقاله لیکنې د کانکور سیالۍ د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر په نوښت او د پوهنې وزارت په همکارۍ ترسره شوه. په یاده سیالۍ کې د کابل ښار د دولسو لېسو د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو تر دوه سوه زیاتو زده کوونکو ګډون کړی وو.
د یادو زده کوونکو له ډلې څخه څلور تنه د ممتازو زده کوونکو په توګه غوره شول، ځکه چې د دریم او څلورم مقام ګټونکو زده کوونکو په سیالۍ کې برابرې نومرې وړې.