تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، چې د څارونکي په توګه د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی، پرون له خپل چینايي ساري سره ولیدل.
د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې صلاح الدین رباني او وانګ يي تېر ماښام د شانګهای د همکارۍ ټولنې د کنفرانس ترڅنګ خبرې وکړې.
دې خبري اژانس نه دي ویلي چې دواړو خواوو دقیقاً پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې خو د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بحث اصلي اجنډا امنیت او ثبات دی.
تر دې ملاقات مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره کتلي و.
د روسیې انټرفکس خبري اژانس ادعا کړې چې صلاح الدین رباني په دې کتنه کې له روسیې وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دوو خواوو ترمنځ د دیالوګ لاره اواره کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان چارواکي تل له یو بل سره خبرې کوي او په دیالوګ کې کومه ستونزه نه لري.
دا نو په څه شی خبر دی؟ چی د چین د باندینو چارو له وزیر سره یی وکتل.نه دیپلومات دی نه هم سیاسی شعور لری. افسوس ، افسوس افغانستانه د څرنګه خلکو په لاس خدای پاک ورکړی یی.