همت یار جانزی پکتیکا: د پکتیکا ولایت په ارګون او ګیان ولسوالیو کي په دریو جلا جلا پیښو کي اته تنه چي دوه تنه یي بي ګنا وګړي دي وژل شوي دي .
په ارګون کي د پنځم سرحدي کنډک درستیزوال یارګل تاند ته وویل چي تیره شپه ناوخته د اورګون ولسوالی د پیرکوتي په سیمه کي د سیمه ایزو پولیسو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښته وشوه چي وروسته سیمه ایزو پولیسو له هوایي ځواک څخه مرسته وغوښته .
د یارګل په خبره چي په هوایي برید کي دوه تنه بي ګنا وګړي چي یوه میرمن او بل یي خاوند ده وژل شوي دي .
بل پلو یاده سرچینه زیاتوي چي نن د شنبي په ورځ د اورګون ولسوالی سرحدي کنډک ته څیرمه د ملي امنیت او سرحدي ځواکونو په ګډ کمین کي دوه تنه په موټرسایکل سپاره هغه مهال ووژل شول چي غوښتل یي یو کړی ریموټ کنټرول ماین اورګون ولسوالی بازار ته انتقال کړي چي موخي ته له رسیدووړاندي په نښه شول.
دهغه په خبره یاد دوه کسان داورګون ولسوالی د سرخت دکلي اوسیدونکي دي.
د یاد کلي یوتن اوسیدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط تاند ته وویل چي وژل شوي دواړه متعلمین ول او له نورو ویلو یي ډډه وکړه.
بلخوا د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم تاند ته وویل چي نن ماسپښین شاوخوا دوه بجي د دولت وسلوالو مخالفینو د ګیان په ولسوالی کي د ملي پولیسو په یوه امنیتي پوسته برید کړي .
د هغه په خبره په دي برید کي څلور تنه ملي پولیس وژل شوي دي او د مخالف لوريد مرگ ژوبلي په اړه معلومات نلري.
د یادولو ده چي د د رمضان د میلشتي په رارسیدو سره د پکتیکا په بیلابیلو سیمو کي د دولت او سلوالو مخالفینو ترمنځ نښتي زیاتي شوي دي چي دواړه لوري یو بل ته پکي د ګڼو مرګ ژوبلو ادعاوي کوي.
وسلوالوطالبانوتر اوسه د یادو دریو واړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي .