۱۳۹۴/۳/۱۵

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر له لورې یو پل د ابادۍ پر لور کتاب چې د شاوخوا تېرو درې کلونو په ترڅ کې د بیارغاونې ترسره شوی بهیر په کې ځای پر ځای شوی دی چاپ شو.

دغه کتاب چې د لومړیو سربیره شپږ څلوېښت پاڼې لري،په کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو کې د بیارغاونې ټول ترسره شوي کارونه ځای پر ځای شوي دي .

دغه کتاب چې په زر ګڼو کې چاپ شوی،مالي لګښت یې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پياوړتیا پروګرام له لورې ورکړل شوی دی .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلی عبدالمجیدخوږیاڼي دغه کتاب په اصلیت کې اولس ته حساب ورکونه بولي او همدا راز ترسره شوي کارونه د ابادۍ پر لورې یو پل بولي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *