زه به خپل اس وژنم – وړه قيصه
دا اس به زه مړ کړم . دا بې کاره دي . د ژوند حق نه لري . زه چي دده څښتن يم ، ورباندي کښېنم خو دي مي نه زغمي او ومي غورځوي . دا نن اول وار نه دي ، بلکه څو څو واره دمخه هم داسي سوي دي . بس نن زما د صبر اخيرنۍ ورځ ده . څوک چي باداري نه مني ، هغه د ژوند هيڅ حق نه لري . له دې سره سم زه اس ته توپک برابر کړم چي بس دغسي به ډزي ورباندي کوم . ناڅاپه په مځکه دربي سي . له ما توپک هېر سي .
دا څه ، مخامخ يو چا په اوږد قطار کښي خپل مريان را روان کړي وي چي اوږده رنځيرونه يې په پشو کښي وي او د بادار مذدوران يې په نريو لښتو په ډېري ناترسۍ وهي ، په سرو وينو يې لړي ، د ټولو مخونه ژړ وي او د ژوند هيڅ اثار نه وي ورباندي .
په داسي حال کښي بيرته زما د بد بخت اس ناره سي ، زه چي يې و مخ ته په نفرت او کرکه وګورم نو د ژوند له رنګونو ډک وي . دغسي دوړه سي او ما توپک لاندي په خاورو کښي غورځولي وي .
پاي
قيدي – وړه قيصه
قفس ډېر کلک دي ، ګرسره ماتېږي نه ، زه بنده پکښي جګه جګه غورځمه او ځان مي پکښي زخمي کړي دي. مورکۍ څه ويل . وسو څه . هغې ويل چي ته به د ښايست او خوشحالۍ نغمې واې ، خو دغه بدبخت قفس واي چي نه د غم او ټول ژوند به په وير پکښي تېروې.
حېرانه يمه چي د چا په خلې وکړم .
ناڅاپه يو ببر لاس په قفس راننوزي . زه چيغي کړم چي پيشي ده ، خوني او دښمنه پيښي او وژني مي ، خو دا يو سپين ږيري وي چي خاندي او ما ټينګه ونيسي . په ډېره مينه مي له قفسه وباسي او په خلاصي فضا کښي مي ايله کړي . واي ځه بلبله بچيه ، د ازادۍ خوندونه واخله ، خو ددې ګل نغمې به ضرور واې .
واه ، د سپين ږيري په لاس کښي په رښتيا ښايسته ګل وي ،د سره رنګ ګل .
پاي