تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ښاغلی محمد انور اسحق زی د زابل ولایت د نوي والي او اغلې معصومه مرادي، د میدان وردک ولایت د نوي والۍ په توګه ګومارل شوي دي.

دا اداره وايي چې نوي ګومارل شوي والیان د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې غوره تجربه او لوړې زده کړې لري.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د زابل او وردک د پخوانیو والیانو د خدمتونو قدرونه کړې او نویو والیانو ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د میدان وردک ځیني خلک په خپله محافظه کاره ټولنه کې د ښځینه والي د کار د اغېزمنتوب په وړاندې شک څرګندوي.

میدان وردک د افغانستان یو له ډېرو نارامو ولایتونو څخه دی او ویل کېږي چې افراطي افکارو پکې زیاتې ریښې ځغلولي دي.

د میدان وردک د تېر والي مطبوعاتي دفتر په ځانګړي ډول ویاند عطا الله خوږیاڼی د افغانستان په ولایتونو کې تر ټولو فعال ویاند ګڼل کېده. د ارګ په شمول هیڅ دولتي ادارې د میدان وردک په شان په وخت او مناسب ډول نورې رسنۍ د خپل ولایت له انکشافاتو نه خبرول.

وېره ده چې نوې والۍ به د میدان وردک اوسنی مطبوعاتي ټیم په خپل حال پرې نږدي.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوه بل خبر سره سم، د دې ادارې لپاره دوه مرستیالان وګومارل شول.

ښاغلی محمد نادر یما د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخینیکي چار او ښاغلی عبدالمالک صدیقي د دې ادارې د مالي او اداري چارو د نویو مرستیالانو په توګه پر دندې ګومارل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *