د کونړوالي وحیدالله کلیمزي ترمشرۍ لاندې دسکتوري رئیسانوپه جوړه شوې کاري غوڼده کې دکونړوالي لخوا ټولو رئیسانو ته دنده وسپارل شوه چې د امنیت ،انکشاف، ښی حکومتولۍ پراختیا  او د ولس  غوښتنو،اړتیاوو،لومړیتوبونو په اساس سل ورځنې کاري  پلان جوړکړي داسی پلان چې په واقعي توګه دتطبیق امکان ولري ښاغلي کلیمزي زیاته کړه دغه سل ورځنې کاري پلان دجلالتماب ولسمشرپه هدایت سره جوړیږي چې ترجوړیدو وروسته به دعالي مقام ،سیمه ییزوارګانونوخپلواکه اداره ،ټولو وزارتونو اونړیوالو موسیساتوسره شریک کړي  .

دسکتوري ادارو  مشرانو دکونړالي ته ډاډ ورکړو چې په یوه اوونۍ کې به اړوند سکتورونه کاري پلان جوړ او ولایت مقام ته وړاندې کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *