درېیم ګام

«ته څوک یې؟

تر دې ژونده دمخه چېرې وې؟

او ژوند له دومره تجربو سره په څه معنا دی؟»

انسان د انسان لیوه

د جمعې ورځ وه، بیا ځان را سره دهبوري څلورلارې ته راووتم. سوزوکۍ راتاو شوه؛ وېل چوک چوک… ورپورته شوم.

موزیک لیسې سره دوه غریبکار ځوانان موټر ته راوړاندې شول، «استاد به چند میري؟»

معلومه شوه، چې غواړي د تونس موټر په کرایه- لسو افغانیو- د ښار زړه ته ولاړ شي.

دریور ته مې ور غږ کړل، را سپاره یې کړه؛ لس لس روپۍ به یې زه درکړم. خو هغوی راپورته نه شول.

راځئ کرایه مه ورکوئ. خو هغوي له موټره لېرې شول.

زما خواته ناست ځوان، چې ښایي هزاره به ؤ، ووېل «شک برایشان پیدا شد!»

عجیبه ده، اوس له مار، لیوه، ښامار څخه څوک نه وېرېږي، خو له بل انسانه وېریږي.

انسان د انسان لیوه شوی.

اوس ښامار، لیوه او نورو داړونکو ځناورو د انسان څېره او ګاڼه اغوستي او ځکه انسانان د یو بل په له منځه وړلو یا له یو بله د تېښتې په حال کې دي.

انسان ښاماران، لیوان، خنځیران او نور ځناور دومره قتل عام کړل، چې اوس پخپله په خوی ښامار، مار، لیوه، خنځیر او خدای خبر څه شی او څه شی شوی!

هی هی انسان عجبیه معما شوه. انسان زموږ او ستاسو د کشف موضوع ده. او دا به له ځانه پېلوو.

نو بیا ځان را نیسم: زه څوک یم؟ څه شی یم؟ او ولې یم؟

زه له څه پېژندل کېږم؟ زما پېژندنه له څه شي کېږي؟

څېره؟ نوم؟ فکر او اخلاق؟ باور او فلسفه؟

دغه ګرده ما له ماشومتوبه را په هیسته، له ځان سره را اخستي دي.

ځکه اسماني کور په لور الوت راته یو فلمي کار ښکاري.

راځئ ځان مشکل دی، لږ به خبره په دغه کیسې سره آشنا کړو:

الوت

الوتونكى د انسان پر اوږه كښيناست. انسان په اريانۍ الوتونكي ته مخ ور واړاوه او ويې ويل:

زه خو ونه نه يم، ته نشې كولاى زما پر اوږه ځاله جوړه كړې!

الوتونكي وويل: رښتيا الوتل دې ولې له ياده ويستلي؟

انسان د الوتونكي په مقصد پوه نه شو، خو ويې خندل.

الوتونكي وويل: نه پوهيږې چې په آسمان كې ستا ځاى څومره تش دى.

انسان نور ونه خندل. هغه لكه چې د زړو زمانو له خاطرو څه شى په ياد ور وړل.

هغه شى چې انسان لا نه پوهيده څه شى دي؟ ښايي ستر آبي رنګى چت، يو زړه راښكونكى لوړوالى.

الوتونكي ورته وويل: پرته له تا نور الوتونكي هم پيژنم چې الوتل يې له ياده وتلي. دا سمه ده چې الوتل د يوه الوتونكي لپاره اړين دي، خو كه يې تمرين نه كړي، الوتل يې له ياده وځي.

الوتونکی دا وویل او والوت. انسان د الوتونكي لاره ونيوه، چې بيا يې سترګې په ستر آبي رنګ ولګيدې او په ياد يې ور وړ.

يو ورځ يې په سر پورې ددغه ستر آبي نوم آسمان ؤ. اوس یې نو زړه تنګ ؤ. پخپل حال نه پوهېده، د ذهن یې په دې کار وس نه رسېده؛ خو یو ډول مطمین ؤ، چې څه شی يې په زړه كې څپې وهي.

هغه وخت څښتن د انسان په كوچنيو اوږو لاس كيښود او ويې ويل:

په ياد دې راځي ته مې له دوو وزرونو او دوو پښو سره پيدا كړې وې؟

ځمكه او آسمان دواړه ستا لپاره ؤ. خو تا آسمان ونه ليده.

رښتيا ګرانه، خپل وزرونه دې چېرې له ياده ويستلي؟

انسان په ټيټو سترګو وويل: د الوتلو په هيله…

له دې سره د فیلسوف نیچه دغه خبر سړي ور په زړه کېږي:

«په کپس کې دنیا ته راغلی الوتونکی ګڼي، چې الوت ناروغي ده.»

لږ به ځانمرغه سره په چرت کې شو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *