تاند- د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ژمنه ورکړه چې دوی به د طالبانو له مشرانو وغواړي چې پسرلني عملیات ودروي.

دا خبره په هغه سند کې څرګنده شوې چې د انډین ایکسپریس په ګډون ځینو رسنیو ته په لاس ورغلی دی.

په سند کې ویل شوي چې ولسمشر غني په یوه لیک کې له اسلام اباده په کلکه غوښتي چې له کابل سره د استخباراتي سند ترلاسلیکېدو مخکې د طالبانو په وړاندې اقدام وکړي.

د انډین ایکسپریس د راپور پر اساس د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ سند د مې په دوولسمه کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف تر سفر مخکې لکیل شوی و خو لا هم دواړو خواوو رسماً نه دی لاسلیک کړی.

ورځپاڼه وايي، دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې دا نا لاسلیک شوی سند په داسي عادي کاغذ لیکل شوی چې پېډ یا چاپي سرلیک نه لري.

د دې هندۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس کابل ته د نوازشریف له سفره وروسته ولسمشر غني خپلو استخباراتو ته امر کړی چې د پاکستاني ضد جهادیانو ملاتړ ودروي.

خو د افغانستان د دې اقدام په وړاندې تراوسه پوري پاکستان د افغانستان ضد جهادیانو (طالبانو) ملاتړ بس کړی نه دی.

ورځپاڼه وايي چې مخکې د پاکستان پوځ د وخت غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *