په خپل ورځني مهال وېش کې يې د شپې يوه اوږده برخه د خپل نوي داستان د ځينو برخو ليکلوته ځانګړې کړې وه .
هغه به چې ماښام ناوخته د ورځپاڼې له دفتره کورته راغى، نو د ورځنيوتودو پېښو او خبرونو ليکلوبه يې ذهن دومره خوړلى و چې دکورنۍ دغړوسره به يې هم په ورين تندي خبرې نه کولې.
دډوډۍ تروخته به يې په يوه اوبله ځان بوخت ساتلو،په ذهن کې به يې لاهم ورځنۍ پېښې اوخبرونه روان وو .
هغه به په همدې ځوانۍ اومجرد ژوند کې دومره فکري او خاموش و چې ډېرد پاخه عمراوسپين ږيري کسان هم داسې نه وي، خوکله يې چې په ورځپاڼه کې خپل پرلپسې داستان پيل کړ، نو طبعه يې ترپخواهم نا ارامه شوه او د يوه ناکام مين په څېر به يې چرتونه وهل.
ورو ورويې دکورنۍ غړي هم ورسره بلدشول اوهغه يې په دې اړه سپيناوي ته نه مجبورولو، له ډوډۍ خوړلووروسته به سيخ خپلې کوټې ته ننوت، وربه يې ځان پسې بند کړ اود داستان په ليکلوبه بوخت شو.
ډېرې پاڼې به يې تورې کړې خوچې د لوستلووروسته به يې خوښې نه شوې، ټولې به يې څيرې کړې او ليکنه به يې له سره دخوښۍ په څرګندولوپيل کړه ، ترهغه به پر ليکنه بوخت و چې د خپل داستان له اتلانوسره به په خپله هم په خوب کې روان شو.
له هغوى سره به يې خبرې پيل کړې هر يوه به ورته چېغې وهلې چې داستان يې زرخلاص کړي، ډېرو به ګيله ترې کوله چې ولې يې کېسې دښارزرګونوخلکوته رسولې.!
سهاربه چې ليکوال له خوب راپاڅېده، نوګڼې پاڼې به ترېنه لاندې پرتې وې.
نن ماښام يې د ورځپاڼې د مديرنه اجازه وغوښته او ورته ويې ويل چې د داستان وروستى فصل ليکې .
هغه د خپل دې داستان په سبب د ورځپاڼې په مديردومره ګران شوى و چې هرغوښتنه يې منله ، نوځکه خويې نن هم اجازه ورکړه چې د داستان وروستى فصل په ښه او زړه را ښکوونکي ډول بشپړکړي .
په لارويې په ذهن کې بېلابېل فکرونه ګرځېدل، هغه مجبور و چې نن شپه دداستان اتل ووژني ، هغه کس چې د تېر يوه کال نه راپه دېخوا د هغه د نيموشپوملګرى و او د زړه کېسې يې ورسره کولې، نن د هغه د داستان دا شريف اتل ، د کيسې په وروستي فصل کې د داړه مارانو له خوا له ټولوملګرو سره په ډېره بې رحمۍ وژل کېده.
هغه له ځان سره فکرکاوه ، لکه په ريښتيا چې بيګاته قتل کوي، ځان ورته يوقاتل ښکارېده، هغه دداستان په پيل کې د مقدمې په ډول ليکلي وو چې دا يو ريښتنى داستان دى، خودايوازې ده ته معلومه وه چې په څومره مهارت يې په يوه خيالي داستان د ورځپاڼې له مسوول مديرنه نيولې ترهرعادي لوستونکي تېرايستلي دي.!
د داستان اتل ورته دومره ګران شوى و چى اوس ورته د وروستي فصل ليکل له حده سخت وو، ځکه چې په دغه فصل کې يې بايد هغه وژلى وى، له دې پرته بله لاره نه وه.
د شپي ناوخته يې دکوټې ورپه ځان پسې بند کړ، په سپينوپاڼويې څوځله قلم وخوځولو، خود اتل د مرګ صحنې ته به چې ورلنډشو، بيابه يې زړه درد وکړ ، د بدماشانو د ډلې پياوړى قاتل به چى د اتل څېره د تومانچې په دوربين کې راوسته، نود هغه قلم به ځاى په ځاى په پاڼه مېخ شو، شاپه تخته به اوږود وغځېد او په ګوتوبه يې لړزه راغله، له ځان سره به يې په لوړ غږ خبرې پيل کړې .
د هغه پر ځاى زه د وژلو وړ يم، ماد ورځپاڼې ټول لوستونکي د دروغو په يوه خيالي داستان وژړول ، نور بايد هغوى ته يوازې حقيقت ووايم او بښنه ترې وغواړم، زه نشم کولى هغه بې ګناه ووژنم، يوازې ددروغوګناه مې بس ده، نه غواړم يوقاتل شم .
بياپه ځاى کې راکېناست، ګوتواوقلم يې له پاڼوبل خوا زورکاوه، له مجبوريته يې قلم په سرپوښ کې بند کړ، د داستان لوستل يې يو ځل بيا له سره پيل کړل، نيمه شپه کېده چې ټولې پاڼې يې ولوستلې اود وروستي فصل سپينې پاڼې ته راورسېد.
زړه يې دداستان په ليکلوله بې سارې پښمانۍ ډک و، هغه نن شپه مجبور و چې د داستان وروستى فصل وليکي او شريف اتل يې له خپلوټولوملګرو سره و وژني، خود قتل خبره به يې په زړه دغشي په څېر ولګېده .
په سترګويې تپه تياره شوه، بيايې دکوټې دېوالونوته وکتل اوچېغې يې کړې .
زه قاتل نه يم! هغه هېڅ ګناه نه لري، دا دي داستان وروستي فصل ته رسېدلى يم ، لاهم نه پوهېږم چې داستان مې کوميډي دى که تراژېدي نه ….نه دا هر څه لاهم زما په واک کې دي، بايد خپله دداستان وروستى فصل شم .
قلم يې راواخيست بې اختياره يې په ليکلوبوخت شو، په څوشېبوکې يې شپږ اوه پاڼې تورې کړې، په تندي يې په يخه هواکې د لومړي ځل لپاره خولې راماتې شوې، دداستان وروستي فصل ته يې د پاى ټکى کېښود، نېټه يې وليکله اوپه بيړه اوچت شو.
له مخامخ المارۍ يې د جامو له منځه يوه زړه تمانچه راواخيسته او بيا يې له ځنډ پرته خپل تندي ته برابره کړه، په کوټه کې له يوه درانه درز سره ليکوال د وروستي فصل پر پاڼو پړ مخې راورغورځېده .
د ورځپاڼې لوستونکي سبا ورځ د ورځپاڼې ترلاسه کولوپه انتظار وو، غوښتل يې د داستانۍ وروستۍ برخه ولولي اوکله يې چې د داستان د وروستي فصل لپاره د ورځپاڼې پاڼې واړولې، پر ځاى يې د ليکوال د ناڅاپي مړينې خبر د هغه له يوه پخواني تصوير سره د وروستي فصل په نوم خپور شوى و.
————————–
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،
مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،
د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،
بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،
ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،