فېسبوک، ټوېتر، يوټيوب او همدارنګه يو شمېر نوري ټولنيزي رسنۍ چي د نړۍ په نورو هيوادونو کي ستر سياسي انقلابونه رامنځ ته کوي او نوره نړۍ تر ډېره د بېلابېلو موخود ترلاسه کولو له پاره کار ځني اخلي، بر عکس موږ ئې داسي کاروو چي تل يو د بل د پښو په کښلو او يا د دې پاڼو په ارزښت د نه پوهېدلو له امله ډېري وختونه خپل ځان او ټولنه نورو ته شرموو.

په نوره نړۍ کي په خاص ډول له ټوېټر او فېسبوکه خلک د رسنيزو چارو، اړيکو نيولو او همدارنګه د پرمختيايي چارو له پآره ګټه اخلي، خو موږ څنګه چي ښايي هغسي ګټه نه ده ځني اخيستې. علت ئې ښايي دا وي چي په موږ کي عامه پوهاوي لږ دئ، د دې ارزښتناکو پاڼو په قدر نه پوهېږو او همدارنګه په دې پاڼو کي هر څه بابېزه ګڼو. په دې ټولنيزو پاڼو کي په بدلو جنسيتونو د اکاونټونو او پاڼو جوړول بله هغه ستره ناځواني ده چي له امله ئې موږ په لوي لاس د ځان ريښې خپله کاږو. ځوانان او دې پاڼو ته نوي راتلونکي کسان د دې پر ځاي چي ښې لاري ته يې وهڅوو، نور ئې هم افکار ور ګډوډوو، له وخته مناسبه ګټه نه سو اخيستلاي، په ښوونيزو، ټولنيزو، اخلاقي، پرمختيايي، اقتصادي او ورزشي برخو کي تر نورو پاته راځو او بالاخره ټولي هغه اړتياوي چي د يو ځوان په توګه ئې بايد سرته ورسوو راڅه پاتيږي.

1په بدل جنسيت د ټولنيزو اکانټونو د جوړولو تر ټولو وروستۍ پېښه په مرکز کابل کي رامنځ ته سوې ده چي له امله ئې د دوو کورنيو پر لمنو تور داغ پاته سو او اړيکي ئې د تل له پاره له منځه ولاړې. کيسه د مريم رويا په مستعار نوم د يوه جعلي فېسبوکي اکاونټ څخه راپيليږي چي نجلۍ ان څو مياشتي ترمخه واده کړي دئ او لا هم د کابل پوهنتون محصله ده. رويا د فېسبوک په پراخه نړۍ کي د ډېرو کسانو ترمنځ د (جمشيد) په نوم له يوه ملګري سره چي له هيواده بهر دئ د انډيوالۍ تار غځوي. په څو هفتو کي خبره تر دې ځايه رسيږي چي جمشيد له نجلۍ څخه په مکاره لهجه کورني عکسونه ترلاسه کوي او بيا د هندي فلمونو په ډول د نجلۍ د کورنۍ غړو ته اخطارونه ورکوي چي له هرڅه ويلو پرته دي خبره خپ و چوپ پاي ته ورسيږي او د رويا اړيکي دي له خپل اوسني خاوند سره پرې کړي. د نجلۍ اصلي خاوند په کيسه تر خبرېدو وروسته سمدستي مېرمني ته د هغې د کړنو په خاطر طلاق ورکوي او جمشيد ته د رويا په انکار سره د هغې عکسونه هم په فېسبوک کي خپريږي. اصلي ستونزه دلته هم راپورته کيږي چي نجلۍ د خپلي ټولي کورنۍ مجموعي عکسونه ورکوي او بيا هر څه په خړو اوبو لاهو کيږي. دلته نو کيسه نجلۍ په طلاق ورکولو، پر هلک د کورنۍ له خوا د نجلۍ د انتخاب پر مهال د ناسمي پرېکړي له امله اعتبار له منځه تللو، دواړو ته په کورنيو کي په سپکه سترګه کتلو او بالاخره د دوو کورنيو ترمنځ په فاصله رامنځ ته کولو پاي ته رسيږي.

دلته نو مهمه دا ده چي اول بايد د کورنيو عکسونو له اخيستلو او بيا هغه په موبايلونو کي له ګرځولو څخه ډډه وسي. ځکه نه اخلاقاً او نه وجداناً ښه کار دئ. بل مهم ټکی دا دئ چي په فېسبوک کي هم داسي پاڼي او اکاونټونه کم نه دي چي د نجونو او پرديو ښځو کورني عکسونه خپروي. هر څوک چي داغسي کارونه کوي اول دي دا فکر وکړي چي فرضاً دا د دوی د کورنۍ (مور، خور، مېرمني، ورېنداري او …) عکسونه دي، نو ايا دی به خلکو ته اجازه ورکړي چي په فېسبوک کي خپاره سي؟

که فرضاً څوک د دوی کورني عکسونه خپاره کړي، د دوی غبرګون به څه وي؟

ايا دوی به بيا هم داغسي خوشحاله وي لکه اوس چي د نورو کورني عکسونه خپروي او کاذب خوند ځني ترلاسه کوي؟

نو اې سربدالو لېونيانو! دا سي فرض کړئ چي دا هر عکس ستاسو د مور، خور، مېرمني يا ورېنداري دئ، نو کېدای سي لږ مو مغز خلاص سي او پوه سی چي څنګه کار کوی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *