اورېدلي مې و چې ژوند ستونزمن نه دی، بلکې موږ یې ستونزمن کوو او دا خبره یوه څه پخه او برابره ده.
خلک به څه وايي چې په اړه فکر يې زموږ ژوند یوه څه هوايي او پلاستیکي کړی دی او څرنګه چې باید ووسو ترې مو راګرځوي چې دا حالت بیا موږ ته داقتصادي ضربې سربېره زمونږ په روح او روان بدې اغېزې شیندلی شي.

دا سمه ده چې خلک هر څه وايي سر پسې مه خوږوه او وړاندې ځه، خو دا چې په عمل کې سړی څنګه وړاندې لاړ شي لږه ستونزمنه ده چې بیا دا ستونزه یوازې ځان ته په قناعت ورکولو حل کېږي.

دا خبره په دې نه ده چې خلک دې تاسې ته د سمون لاره ښايي او تاسې دې پرې غوږونه مړه واچوئ او یا یې خبره بابیزه وګڼئ، بلکې په هغو یې پښه راکاږئ چې په هر حالت کې درته کېدونکي وي او یوازې ستاسې ژوند او چارې ننګوي او منفي لوري ته یې بیايي.

دا د نړۍ دستور دی چې هر سړی باید د خپلې بړستنې سره پښې وغځوي، خو موږ بیا دا حالت نه زغموو او ورسره کینه ګر کېږو او هومره چې راته سړیدل په کار دي لا ګرمېږو او ځان په اقتصادي لحاظ په پړي راځوړندوو.

د هر چا خپل خپل ژوند دی او د ژوندې سطحې هم توپیر لري، خو موږ بیا دا ډول فکر په ذهن نه راولو هغه چې پلی نه بلکې موټر کې ګرځي، هغه چې خپل ماشوم د دولتي روغتون پر ځای شخصي روغتون ته بیايي، هغه چې واده د کور پر ځای په هوټل کې کوي او هغه چې په یوه عادي مېلمستیا کې لسګونه زره افغانۍ مصرفوي یوه لاره ورته لري، خو زه او ته بیا په دې فکر نه یو چې د هغه د ژوند حالت دا ډول تقاضاوې لري او ته او زه چې محصل یو، یا یو عادي مامور یو او یا یو بل روزګار درلودنکي یا ښوونکي یو دا ډول راته نه ده په کار …….

ښه مثال یې زمونږ د ټول د سترګو پر وړاندې دادی چې محصل په محصلۍ کې ځیني داسې نمایشي کارونه کوي چې له محصل یې ټولنه هیله نه لري اونه ترې کېدای شي. یا که یو مامور فرض کړو دا او
یار د دې لپاره پیاده نه ګرځي چې بیا به خلک څه وايي، د دې لپاره په یوه کوچنۍ مېلسمتیا یا یو ځای ته په تګ ډېرې ځان خواروي او پیسې مصرفوي چې بیا به خلک څه وايي، خو دې ته نه ګوري چې دا هرڅه یې په زیان دي او په دې سره خپل خوږ ژوند سخت او تریخوي.

ښوونکي هم همدې خبرې خوړلي چې بیا په خلک څه وايي چې ولې ټول عمر پیاده ګرځي، ښه کور نه لري او غریب کار هم همدې منفي فکرونو اخستي وي او د شلو ورځو پیسې بې ځایه په نمایشي کارونو مصرفوي چې خلک به بیا څه وايي.

خو هغوی چې بیا په دې کیسه کې نه دي، ژوند یې لکه رڼه اوبه روان، خوښ او تل د سکون مالګه څټي او دا ننګ ځانته نه دروي چې زه دې ولې په ښه موټر کې ونه ګرځم او پلانکی دې په کې وګرځي.

له پېداېښته تر مړني د خلکو دا خبرې دوام لري، نو هسې پرې ځان مه خواروه په خپل ژوند قناعت وکړئ که پلي تلئ، که په بایسکل، که په ارزانه بیه موټرکې سورېدئ او که په یو مناسب موټر بس ځانته قناعت ورکړئ چې د اوس لپاره دا هرڅه ډېر دي او که داسې دې وکړل په رښتیني توګه په ډېرېدو کې مه شکي کېږئ.

اوس یوازې د خپل ژوند حساب کتاب پاک ساته د خلکو دا خبرې په زړه مه راګرځوه چې خلک به څه وايي؛ ځکه خلک هر څه، هرڅه وايي.

ذبیح الله رحیمزی/ ننګرهار پوهنتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *