خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٩

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ  د تلوکان په سيمه کي د طالبانو يو تن سيمه ييز قومندان په سيمه کي دورانکارو فعاليتونو په تړاو  نيول سوى، ياد طالب قومندان چي هدايت الله نوميږي او د تلوکان په سيمه کي دوسلوال فعاليتونو او تنظيمولو مسؤليت په غاړه لرل تېره ورځ د ملي اردو له خوا نيول سوى او عدلي او قضايي اورګانو ته د تحقيقاتو په موخه سپارل سوى.

د بلي خوا  نن سهار د همدي ولسوالۍ په ياده سيمه کي  ملي پوليسو او ملي اردو د خپلو ګډو عملياتو په ترڅ کي ٦ کړۍ ماينونه کشف او له منځ وړي.

دغه ماينونه چي د وسلوالو طالبانو له خوا  افغان امنيتي ځواکونو ته د تلوکان د سيمي د عنايت خېلو د ساحې پر يوه عامه لاره ځاى پر ځاى سوي وه يوه يې چاودلې چي په نتيجه کي يې دوه تنه افغان سرتيري زخميان سوي او پاته شپږ کړۍ يې هدف ته تر رسېدو مخکي د افغان ځواکونو د انجينري ټيم له خوا کشف او شنډ سوي.

 د يادوني وړ ده چي د يادو ټپيانو روغتياي حالت ښه او دا مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دي.

. پاته دي نه وي چي د سيمي اوسېدنکو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان ندي اوښتى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *