ښايي په دې هېواد کې داسې وګړى پيدا نه شي چې دا شعار يې په مستقيم يا غيرمستقيم ډول نه وي اورېدلى چې ” چاپيريال زموږ کور دى” خو تر دې مهاله نه هغو خلکو چې شعار ورکوي او نه هغو خلکو چې دا شعار اوري دا منلي چې چاپيريال په رښتيا زموږ کور دى، موږ بايد د خپل کور په ساتنه او پاک ساتلو کې ونډه واخلو.
تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر په ګډون په زرګونو خلکو سره نارنجي رنګي واسکټونه اغوستي ول چې، د ښاروالۍ د تنظيفاتو کارکونکي يې کاروي، او دا پيغام يې لېږدولو چې راځئ په ګډه خپل چاپيريال پاک او خوندي وساتو، کله چې ما دا انځورونه او وېډيوګانې ليدې داسې مې انګيرله چې دا شېبې او دا شعارونه هم د نورو ډېرو موضوعاتو او شعارونو په څېر د تاريخ په پاڼو کې ثبت شول، ښايي د يوه ژوندي او کره عمل په څېر بيا څوک دا عمل تکرار نه کړي.
په دې پوهېږم چې بدبيني او منفي بافي ګناه ده او دا مې هم اورېدلي چې مايوسي مرګ دى، خو غواړم د يوه ترخه حقيقت په څېر په دې خبره رڼا واچوم.
د افغانستان ټول وګړي مسلمانان دي او هر وګړى يې د اسلام په نوم له سره تېرې قربانۍ ته چمتو دى، له بده مرغه چې اسلامي ګړنو او خويونو ته يې ملاوې ماتې دي؛ هغه په دې دليل چې که چېرې موږ د مسلمانۍ دعوه کوو، بايد د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په هغو لارښوونو عمل وکړو چې نن يې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې او هغو هم ورته مخه کړې چې مسلمانان نه دي حتا له اسلام سره يې دښمني اعلان کړې ده.
موږ ته خپل لارښود (ص) وايي چې:” پاکي او نظافت نيم ايمان دى” خو موږ هېڅکله له دې نيم ايمان څخه ځانونه برخمن نه کړل، ځکه دا امر يوازې د ځاني پاک ساتنې په اړه نه دى راغلى، بلکې دا امر يو ټوليز امر دى، د همدې په تعقيب ترڅو پورې چې زموږ د لمانځه ځاى پاک نه وي، زموږ لمنځونه نه کېږي او نه قبليږي؛ اوس ښه ده چې موږ خپل ځان او خپل چاپيريال محاسبه کړو او ځانونه په دې مطمئن کړو چې ايا موږ له نيم ايمان څخه برخمن يو او کنه؟ پايله څرګنده ده، هغه دا چې که چېرې د نړۍ د خيرنو ښارونو سيالۍ پيل شي، زموږ پلازمېنه به يې اتله، او پاتې ولايتونه به يې هم د نړۍ له هر هېواد څخه وړاندې وي.
کله چې نيم ايمان په پاکۍ پورې منحصر شو، پاتې به شي نيم ايمان، يانې پنځو سلنه لاړو او پنځوسلنه پاتې دى.
د اسلام پيغمبر محمد مصطفى(ص) په بل ځاى کې لارښوونه کړې چې ” بايد مسلمان له لارې څخه مضر توکي لرې کړي، ځکه د مضرو توکو لرې کول د ايمان يوه برخه ده” خو موږ دې موضوع ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. کوم خلک چې غواړي دا سپېڅلې وينا په ځان پلي کړي نو کوښښ کوي چې له لارې يوازې اغزى او يا ماته شوې ښيښه لرې کړي، هغه هم په داسې حال کې چې په لاس کې نيولى تش بوتل، کڅوړه، د مېوې پوستکي، د مېوې ځړي، ژويل شوي ګنډيري او يا نور نه کارېدونکي توکي به داسې په لاره تلوي، ته به وايي همدې ته دې ګمارلى.
کله چې په دې عمل کې هم پاتې راغلو، نو زموږ د ايمان فيصدي به څومره شوي وي؟ ښکاره خبره ده چې له پنځوسو کمه شوې ده، کله چې د ايمان فيصدي له پنځوس ټيټه شي، بيا هم موږ دا هيله لرو چې د ايمان په ازموينه کې به بريالي شو؟
ستونزه په دې ځاى کې ده چې موږ هر څه يوازې ښه بولو، خو ښه راته ښکاري نه.
د اپلاتونيزم فلسفې پيروان وايي:” که څوک واقعاً ښه او بد وپېژني، طبيعي خبره ده چې په ښو کارونو به لاس پورې کړي او له بدو به ډډه وکړي، خو دا چې يو سړى يو کار ښه بولي مګر کوي يې نه، معلوميږي چې دى په تقليدي بڼه هغه کار ته ښه وايي او د زړه له کومې ورباندې عقيده نه لري، کنه، واقعيت دا دى چې هر څوک د ځان لپاره خير غواړي او شر نه خوښوي.” کله چې خبره داسې وي، راځئ له ځان سره محاسبه وکړو چې ايا زموږ د خولې خبرې د زړه له کومې دي او که هوايي شعارونه دي، چې نورو ته يې وايو خو خپله يې نه کوو. که چېرې دا چاپيريال خپل بولو او ځانونه مسلمان ګڼو نو بيا ولې زموږ د چاپيريال برخليک دومره په وير ککړ دى چې ولسمشر په دې حساسو شرايطو او بلا ډېرو مصروفيتونو کې راوځي ترڅو د ښار کوڅې له چټليو پاکې کړي.
چاپيريال ساتنه د شعار خبره نه ده، بلکې قاطع او دوامداره عمل ته اړتيا لري.