د ملي اردو او ملي پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مټاخان ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال عجب خان چې مستعار نوم یې  بلال  ده او ورسره ملګری جمالدین د لنډیزو په سیمه کې نن سهار ووژل شول. له وژل شویو کسانو څخه یومیل پیکا،یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورِغلي دي.په یاده پیښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

درنښت

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *