معلمه مقام ته دې سلام، خو راځه تیر ته نه ځو ، په همدې څو لسیزو کې درسره تمیږم، په تیرو ویاړلو به هم بریتونه نه تاووې، دا به هم راسره منی چې په هر ډګر کې ستا له حقوقه ما(ولس)،مدني ټولنو، رسنۍ، ډله ډلګیودفاع کړې او تاسره یې هر وخت د همکارۍ ټټر وهلی.

تا راته سید جمالدین افغان راروزلی و، خو اوس يي بیلګه نه شی راوړاندې کولې، په کوم یو چې اوس ته ټټر وهی د هغو کورنۍ ځانونه يې په خپل اولاد شپیلولي، څو يې د خصوصي زده کړو زمینه وربرابره کړې. ستا اوضاع اوس اوبړجنه ده په ټوله ورځ کې مې اولاد د درې ساعتو لپاره درشي، په نیم ساعت کې ورته راحاضر شئ نیم ساعت د ماشومانو جنګ خلاص کړې، یو ساعت یې تفریح وي او بل کې بیا په همدې برخلیک وربرابر شئ، خو بس

له ویرې غږ کولای نشم

د سوال یاري ده اوس به ړنګه بنګه شینه.

دا څوومه ورځ ده، دننه په ښوونځي کې د چایو او کلچو باران وي، څوکیدار دې سوټی په لاس د دروازې تر خولې ناست وي او ستا د درسي اعتصاب زیرۍ پر ماشومانو کوي.

حل لاره: همدا غر او همدا یې کربوړۍ، له شته امکاناتو ګټه اخله زور يي زموږ له اولاده مه اوباسه، کنه ولس به دې بیا لحاظ ونه کړي.

په ټوله افغانۍ مینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *