شهرت ننګیال

چې په ښه پېښ وي د عبدالقيوم اخون زوی دی چې په بدو يې سر شي د ملا عبدالواسع خوريی شي …

د اسد دانش دومره مينه وال او ياران دي چې موږ ته کال کې وار نشي رارسېدای، خو چې کله يې چېرې پښه وښوئيږي پر هغه ورځ يواځې زما ملګری وي …

د عصمت قانع ګټه د ځان او ښه د نورو دي … چې د کوم تلويزيون ميله وي، د خلکو له تلفونو زه پکو وم … په چا يې منې چې نولسمه پېړۍ کې پر ژوند اړ يم، له سره تلويزون نلرم …

يواځې د همزولو، ملګرو په اړه نه، چې له ارګه د کومې ماتې ګوډې خبر ليک شي وايي: يار ‌دې بيا … ان چې د ډاکتر عبدالله پړه هم زما پر غاړه ده … وايي تاسې جمعيتيان …

چې د حقاني شبکې نوم ياد شي ټول ما ته ګوري …

احدي صاحب د افغان ملت د ليډر په توګه د بانک رئيس، ماليې وزير او … په توګه د منلو دی، خو ما ته يې تور دومره لوی الزام بلکې نه بښونکی جرم ګرځېدلی چې که په زمزم ځان پرېولم سپين شوی نه يم …

څو ورځې وړاندې چې عبدالحکيم منيب ته د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په لمانځغونډه کې د حرکت د مشرتابه پټکي و تړل شو … ډېرو پر تلېفانه را ته کړه: انډيوال دې بيا …

چې منيب والي، معين و په خدای که يې چا انډيوالي ياده کړې وي خو چې د سياست په کراړه او جل وهلې دښته کې يې په ورکو لارو، کاواکه ګامو بې منزله، بې دمې د حرکت سخت سفر پيل کړ، د واره يې زما انډېوال کړ …؟ د اعلان له مخې يې دا ځل له حرکت سره ” مردم” ټکی زيات کړی … که د مرحوم محمدي په سياسي ميراث ” د تنظيم نوم” کې د لاسوهنې او زياتون جواز وای، ښه وه انقلاب ترې لېرې شوی وای، چې موږ له انقلابه ځب ځب يو …

د دغسې حذف يوه ګټه لنډون هم راختی شوای، ځکه خو د مردم له زياتون د انقلاب حذف موزون بلکې اړين ښکارېده … ګوند يا تنظيم هسې هم د خلکو وي، د ځناورو، خرو، غويانو تنظيم يا ګوند نه دی جوړ شوی، چې هغه تنظيم، ګوند نه، فارم باله شي …

نپوهيږو منيب صاحب د کومې اندېښنې له مخې مردم اړين ګڼلی …؟ دغسې اندېښنه ځکه بېځايه ده، چې د هېچا زړه ته به نه وه لوېدلې چې ګنې د منيب صاحب حرکت له خلکو پرته نورو عناصرو او موجوداتو تشکيل شوی دی.

اصلي اندېښنه چې د ملا قلم الدين، منيب صاحب او نورو ملاصاحبانو پر وړاندې يې کومي شلولي بله ده …؟

نن وي که سبا دی، دا ملک د زرغون شا دی ….

حرکت نه د ملا قلم الدين کېدای شي نه د جناب منيب صاحب او ملا اسدالله حنفي چې ږيره يې ورته په وسمه سره او خېټه په اوبو خيشته ده …

افغانستان، پاکستان، هند بلکې ختيز کې ګوند او سياست ميراث دی، لکه پوله، پټی او جايداد … له کورنۍ د باندې نشي وتلی … د زوی، لور، ننګور، زوم منګولو کې ښکېل وي …

د حرکت مشرتابه ټول حقوق د نغمې دي ـ ملاقلم الدين او منيب صاحب يو چانس لري، دا چې د سونيا ګاندي تر څنګ د

من موهنسنګ په رول او موقعيت صبر وکړي … واقفان حال وايي: له نغمې سره د حرکت د مشرتابه اګريمنټ له نکاح د مخه لاسليک شوی … دا په حقيقت کې د نغمې حق مهر دی، چې وار له مخه دوبۍ کې د دې په نامه ثبت او راجستر دی.

6 thoughts on “حق مهر …/ شهرت ننګيال”
  1. ننګیا ل صا حب قلم د تاند اوسه د نښې منځ د ویشتلۍ، موږ د خپلو خلقو سره ریښتوني نه وو په خوله مو لا الله ویل خو په زړه مو شا لیلا ویل نو ځکه مو اوس میراث نغمې بي بي ته رسیږي

  2. به نظر بنده کاملا دقیق است و به نظریات شما عزیزان نیز احترام قایل هستم

  3. ننګیال صیب دا خو به ډیره ښه شي چې د حرکت مشري نغمې ګلې ته ورسیږي دومره مينوال لرې که چیرته حرکتوال انخاباتو ته ودریل او نغمې یو کنسرټ ورکه چې دا ټول د غونډو ريکاډ مات کړې ههههههههه مبارک دې وي

  4. دا کټ مټ هماغه د هندي فلم راجنیتي سناریو ده چي په پای کي د لوی او د ډیر وخت لپاره راج (واک) چلونکي ګونډ مشري د کټرینا بي بي ته په میراث (حق مهر) کي ورسیږي. دلته هم حقه خبر داده چي حرکت د ښاپیری (نغمې) بي بي دی، د چا هغه دغه يې نسي خپلولولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *