خبرپاڼه
تاریخ: 16 جوزا ۱۳۹4
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، حکومت د ګوزڼ وایروس د له منځه وړلو لپاره پخه اراده لري او په جدیت سره دا مسئله څاري.
نوموړي، چي نن یې د پولیو د مخنیوي لپاره د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد له مشر ډاکټر جای وینګر او مل پلاوي سره لیدنه درلوده زیاته کړه، چي حکومت د ګوزڼ خطر ته متوجه دی او په کامله اراده سره یې د وایرس د خپرېدو مخنیوی کوي.
هغه د ګیټس بنیاد له ټولو مرستو او کومکونو، چي په افغانستان کي یې د پولیو وایرس د خپرېدو په مخنیوي کي کړي، مننه وکړه او ددې ډول مرستو ادامه یې د هیواد لپاره مهمه وګڼل.
ډاکټر عبدالله په ننۍ لیدنه کي وویل، د پولیو په محوه او مخنیوي کي ټولي هڅي باید د افغانستان د عامي روغتیا وزارت په مشرۍ مخته ولاړي سي، څو له دې بې علاجه مرض سره د مبارزې فعالیتونه هماهنګ او رهبري سي.
د پولیو د مخنیوي لپاره د ګیټس بنیاد مشر ډاکټر جای وینګر د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي د حکومت د هڅو او ارادې، چي د پولیو په محوه کي یې لري ستاینه وکړه.
هغه افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو یاد کړ، چي لا هم پکښي د ګوزڼ وایرس ژوندی دی او هر کال تر پنځون کلونو د کمو ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړي وویل، ګیټس بنیاد غواړي د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړي، چي ټولو برخو کي مرستي کولو ته امادګي لري او هر هغه نوښت ستايي، چي د پولیو مرض له محوي سره مرسته کولای سي.
هغه زیاته کړه، ګېټس بنیاد پلان لري، چي تر پولیو وروسته په افغانستان کي د مور او ماشوم د مړیني کچي په کمولو او روغتیايي خدماتو په زیاتولو کي هم د افغان حکومت سره لازمه مرسته او همکاري وکړای سي.
ښاغلي وینګر له افغان حکومته وغوښتل، چي د ډیورنډ کرښي پر دې غاړه پرتو ولایتونو کي توجه زیاته کړي، ځکه هلته تګ راتګ زیات دی او د پولیو وایرس په اسانۍ سره انتقالېدای سي.
د پولیو د مخنیوي او له منځه وړلو په اړه په نني مجلس کي د افغانستان د عامي روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د افغانستان و پاکستان لپاره د ګېټس بنیاد د پولیو د څانګي نماینده ډاکټر وقار اجمل هم ګډون کړی