کله چې موږ دې ته اړ شو چې باید د نورو په وړاندې وینا او خبرې وکړو که هغه د خوښۍ مراسم وي او که دغم (واده، د فراغت جشن، ملي او محلي جشنونه، د نوو ماشومانو د زیږیدو خوشالۍ…) ، غم (جنازه، یادغونډه، فاتحه …..)، عامو غونډو، دفتري میټنګونو، جرګو او نورو وختونو کې.
که مو وینا ښه، منظمه او اغیزناکه وه نو زموږ د شخصیت، پوهې او رهبرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي، که د ښې وینا هنر مو نه لاره، نو کیدای شي، د ډیر ښه شخصیت او زیاتې پوهې لرلو سره سره به د ګډونوالو په اند عادي معلوم شو.
ښه وینا ستونزمنه نه ده، خو زیاترو خلکو ته ستونزمنه ښکاري، د ښې وینا لپاره باید لاندې برخو ته پوره پام وکړو:
مخکې له وینا
له وینا مخکې تر ټولو مهم کار دادی چې جرأت له لاسه ور نه کړو، د وینا لپاره پوره چمتوالی و لرو، وینا باید ولیکو او څو څو ځل یې اصلاح کړو، که وینا هر څومره زیاته اصلاح شي، په هغه کچه ښه کېږي.

د ښو ویناوالو ویناوې باید واورېدل شي، ګټه ترې پورته شي خو کاپي وینا باید و نه کړو او خپل ځان د یو مستقل شخصیت په توګه تثبیت کړو. تمرین د هر چا لپاره هر وخت پکار دی، نوی او زوړ ویناوال هر یو باید پوره تیاری ونیسي.
د پیغام په لیږد کې کلیمات، لحن، حرکتونه او اشارې هر یو رول لري. ټولو ته پاملرنه پکار ده.
پخپله وينا
د وینا پيل باید له اساسي ټکو وشي. هره کلیمه باید وسنجول شي. ځکه یوه ښه کلیمه تر ۵۰ عادي کلیمو ډېر ارزښت لري. د وینا پر مهال باید وخت ته ډېره پاملرنه وکړو که څه هم لنډه وینا تر اوږدې وینا ستونزمنه ده خو ښه ده.
د وینا د پيل او پای وختونه ډېر ارزښتمنده دي، د وینا لومړۍ او وروستۍ اغېزه ډېره ستره وي، خو فکر مو وي چې دا ستروالی مثبت کېدای هم شي او منفي هم.
کولی شو لیکلې وینا هم ولولو او له یادو هم خبرې وکړو. خو که اوریدونکو ته مخامخ او په طبیعي انداز خبرې وکړو، اغیزه یې زیاتیږي. کولی شو، په وړو کارتونو کې مهمې خبرې ولیکو، د رایادولو په خاطر ورته وګورو خو تشریح یې په داسې ډول له یادو وکړو چې له اوریدونکو سره په تماس کې اوسو.
د وینا څو مهمې مرحلې:
سلام او اشنایي، د وینا مقدمه او د اصلي پیغام لنډیز، د اصلي پیغام تشریح، او د هغه لپاره مرستندویه مواد، پوه او دلایل لکه ایت شریف، حدیث شریف، متل، د مشهورو شخصیتونو ویناوې، کیسې، څیړنیز ارقام او حقایق په نښه کول او د هغو په رڼا کې د خپل پیغامو حقانیت اهمیت ثبوتول. د وینا اختتامیه برخه یا د اصلي پیغام د مهمترینې برخې بیا ویل او د هغې د پلي کولو لپاره د ګډونوالو ملاتړ جلبول.
د وینا د ټولو برخو تر منځ باید منطقي ارتباط موجود وي. کیدای شي، وینا یو یا زیات اصلي پیغامونه ولري، خو که اساسي پیغامونه لږ وي، ښه به وي، ځکه اوریدونکي پکې نه ورکیږي. جملې او کلیمې هم ډیرې مهمې دي. هره جمله باید لنډه او واضح وي، له بهترینو مرتبطو کلیمو جوړه وي، مبتدا او خبر ولري او اوریدونکی پرې پوه شي. په هر پیغام کې باید د منطق، اخلاقو او هیجان درې واړه برخې موجودې وي.
ويناوال
ویناوال د غونډې لوبغاړی دی، اړینه ده چې هم له وینا وړاندې او هم د وینا پر مهال خپل ځان او خبرو ته پام وکړي د ویرې، تشویش او وارخطایي باید په وجوړ کې مړه کړي ځان داسې تلقین کړي چې تر ټولو ګډون والو پر موضوع ښه حاکمیت لري، نو هغه مهال به یې وینا ښه او د ټولو د خوښۍ وړ ګرځي.
ویناوال باید دا د ځان لپاره یو ویاړ وګڼي چې د وینا موقع ورکړل شوې ده، اوریدونکي هم مهم وګڼي او پدې ډول خپل اهمیت لا زیات کړي، چې دغسې مهمو خلکو ته وینا کوي.
د سترګو تماس د صمیمیت مهمترینه وسیله ده، ویناوال باید په مینه ناک انداز ګډون کوونکو ته وګوري، ځمکې او یا یو لوري ته ونه ګوري، همدارنګه ډیر پورته کتل هم ښه نه دي، ښه به دا وي چې زیاتره مخامخ هغه چا (زیاتره یو بلد شخص) ته وګوري چې د ده وینا په موسکا یا د سترګو په اشارو تائید کړي. دا کار ده ته جرأت ورکوي او بیا په تدریج هر چا ته کتلی شي.
د وینا وال د خبرو تون باید ورو، په شمارلو کلیمو او د معمولي حالت له مخې وي، خو د ګډون کوونکو د شمیر له مخې یې اواز باید کافي لوړ وي.
د پوښتنې او ځواب طریقه هم کله کله ښه وي، که له ګډون کوونکو داسې پوښتنه وشي، چې د ویناوال او دوی تر منځ پرې توافق وي، او چې ګډون وال مثبت ځواب ورکړي، وینا کوونکي ته جرأت ورکوي، خو دا کار مهارت غواړي، نوي ویناوال ته دغه پروسه ډېره ستونزمنه ده.
کله کله د وینا پر مهال یوه نیمه ټوکه هم ښه وي، خو زیاتی او بې ارتباطي پکې تاوان پیښولی شي، ویناوال دې د ځان کیسې ډیرې نه کوي، په اصلي پیغام باید تمرکز وکړي.
اوريدونکی
د اوریدونکي سن، جنس، مسلک، زده کړه، ټولنیز او اقتصادي موقف، شکل، فکر، ذوق، عقیده، کورنۍ، معلومات، غوښتنې او احساسات باید درک شي او د هغو مطابق وینا جوړه شي، که یوه د خوښۍ غونډه وي نو د غم خبرې پکې باید ونه کړو. پر موضوع تمرکز باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي، د اوریدونکو سویه هم باید په نظر کې وساتل شي، که د یو مسلک متخصصین ناست وي او موږ دوی ته په داسې انداز وینا کوو چې ګویا موږ تر هغو زیات پوهیږو، نو د وینا تاثیر مو منفي کیږي.
زموږ په وینا کې باید ګډون کوونکي، خپلې غوښتنې او ارزښتونه وګوري، دوی باید قانع شي، چې وینا اوریدل ورته ضروري او ګټور دي او هسې وخت یې نه ضایع کیږي.
د ویناوال فزیکي وضعیت:
د وینا پر مهال فزیکي وضعیت ډېر اړین دی باید اورېدونکو ته داسې و نه ښکارو چې موږ ستړي یو یا بې خوبه ځکه پر وینا مو منفي اغېز کولای شي ځکه موږ به له یوې سکالو نه بلې ته غور ځو یا به غونډه رانه بېنظمه کېږي.
څنګه د خلکو پام خپل لور ته را واړوو:
په مستقیم ډول د مخاطب نوم اخلو نو هغه مهال مخاطبین د ویناوال په وینا کې ځانونه په مخامخ ډول شریک بولي او هر یو کس فکر کوي چې ویناوال له ده سره مخامخ خبرې کوي.
کله کله مخاطب کس ته ګوته سموو او د ځان په لوري یې پام را اړوو.
لنډې، سیمه ایزې، د کلتور او عنناتو اړوند ټوکې هم پکې کولاي شو که مو کله د پخواني ولسمشر کرزي ویناوې اورېدلي وي نو د هغه په ویناوو کې دغه عمل ډېر تر سترګو کېږي.
ویناوال باید په خپلو خبرو کې د خپل د نور ټیم په پرتله خورا زیات مالومات ولري او هر کله چې خبره کوي د پیښې دقیق نوم، د مسؤلینو نوم واخلي.
د وینا پر مهال باید له کوم ترکیب څخه ګټه پورته کړو؟
د وینا پرمهال له ځان سره باید لنډ یادداښت ولرو؛ د وینا پرمهال ډیر مهم ټکي له دې یادداښت څخه را واخلو او نور پرې تفصیلي پخپله خبرې وکړو.
په دې ډول وینا کې ښه خبره دا وي چې په خپلو حاضرینو کنټرول ولرو او له بل پلوه مو وینا ستړې کوونکې نه تمامیږي. دریمه ګټه یې دا چې د نوټ له کبله د خبرو تسلسل نه وړاندې وروسته کیږي.
د خبرو پرمهال په مهمو ټکو ټینګار!
د خبرو پرمهال په مهمو ټکو تأکید کول.
وینا وال باید هیڅکله یکنواخته و نه غږیږي، کله چې ویناوال خپله وینا سړه پيل کړي خو په تدریجي ډول سره باید وینا ډیر جالب شي او د مخاطبینو د زړه راښکون سبب وګرځي.
د وینا پای:
ویناوال باید خپلې خبرې د پای په لوري دومره جالبې کړي چې مخاطبین یې مجبوره شي چې د ویناوال لخوا د ورکړل شوې اجنډا په اړه باید پرېکړه وکړي او عملي ګام پورته کړي.
تکړه ویناوال هغه دی چې د خبرو په پای کې مخاطبین عملي
ګام پورته کولو ته راوبولي.
ماهر ویناوال د وینا پرمهال خلک په خبرو کې دومره دخیلوي چې ترې تیښته او یا هم په کوم بل شي ځان بوختونه ترې په هیڅ ډول ممکنه نه ده.