ښځه يوه مور ده، ښځه يوه لور ده، ښځه يوه مېرمن ده. د اسلام پرته داسې دين نشو پيداکولئ، چې د ښځو حقوقو ته يی ډيره پاملرنه کړې وي په اسلامي ممالکو کې ښځو ته ډيره په درنه سترګه کتل کیږي.
. ۱- ښځه يوه مور ده: په اسلام کې د مور په اړه احترام شوی دئ تردې چې، خدای(ج) دمور احترام دخپل ځان څخه وروسته ويلی دی او د مور حق يې دپلار نه ډېرويلئ. مور د اولاد په روزنه کې ډېره لويه ونډه لري، ځکه د اولاد تربيه له مور څخه شروع کېږي ، پدې خاطر چې، ډېروخت اولاد له مور سره تېروي په يوه روايت کې د مور په هکله داسې راغلي دي چې، يوسړی حضرت محمد(ص) ته راغی او له هغه څخه يې په غزاګانو کې د ګډون اجازه غوښتله خو حضرت محمد(ص) ورته وويل ايا مور لری؟ هغه ورته وويل هو. حضرت محمد(ص) ورته وويل له هغې سره اوسه چې، جنت د مور او پلار د پښولاندې دی،.
۲-ښڅه يوه لورده: کله چې، يوه لور وي د جنت دروازه دپلار په مخ خلاصوي د اسلام سپېڅلی دين چې، ښځه يوه لور هم ده احترام ورته کړی اوستایلی دی د اسلام لوي خدمت ښڅو دا و چې،هغوی ته يې د ژوند کولو حق ورکړی دی مخکې له اسلامه نه د لور پيداکولو يو ننګ وه او ده هغه پيداکول په کورنئ کی يوشرم وه. هغوی به يې ژوندی خښولې خو کله چې، حضرت محمد وويل چې، لور هم د زوی په شان يو الهي نعمت دی بايد چې، د الله شکر پرځای کړو او د هغوی ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړو.
۳-ښځه يوه مېرمن ده: ښځه چې ، کله مېرمن شي د خاوند نيمګړی دين پوره کوي ښځه يوه ښه دارايی د خاوند لپاره ده چې، د هغه امر پرځای کوي او کله چې، هغه له کوره نه وځي د هغه له ناموس ،عزت ، کور او د هغه له اولادونوڅخه ساتنه کوي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴