مطالعه په ژوند کي خورا لوی ارزښت لري، او خلک یې د ژوندانه په بېلابېلو چارو کې د خپلې پوهې، ظرفیت لوړونې او مالوماتو زیاتولو په موخه کوي. مطالعه د علم او پوهي د زیاتولو وسیله ده، انسان ته ذهني خواړه چمتو کوي، ذهنونه پیاوړي کوي چي پیاوړي ذهنونه تر غرونو د اوښتون توان لري. مطالعه زموږ او ستاسو د ژوند ډېره اړینه او رنګینه برخه ده او د بېلابېلو مفهومونو او اهدافو پر اساس کېږي، ځېني خلک ددې لپاره مطالعه کوي چي په ازموینو کي ښې نمرې یوسي، ځینې بیا مطالعه د ژوندانه د بریالیتوب ور بولي او له همدې درکه، دیني، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او ادبي چارو کي په مطالعې بوخت دي.

د مطالعې په کولو سره ځان، خپل خالق (الله ج) او پر دې خاورینه کُره باندي د ژوند کولو هدف پېژنو، مطالعه موږ ته دا راښیي چي ځمکه، اسمان، غرونه، سمندرونه، انسانان، پيریان، حیوانان، مرغان، حشرې، بوټې او …) څرنګه، ولي او کله خلق کړل سوي.

مطالعه موږ ته د نورې نړۍ، خپل داخلي نړۍ، د تېرو ملتونو، ټولنو، د اوسني ټولنو، د خپل هیواد د ملي ارزښتونو، ملي اتلانو او د خپل هیواد تاریخي شالید راپېژنې او په مرسته یې د ښه او بد توپیر کولای سو.

تر ټولو مهمه لا دا چي د مطالعې په مرسته کولای سو د خپل او او بل چا هر سوال ته قانع کوونکی ځواب ووایو، د مطالعې په مرسته د ویناوال د کره او غلطو معلوماتو په اړه قضاوت کولایسو، که چېري موږ او تاسو مطالعه ولرو، نو بیا په هیڅ صورت موږ او تاسو څوک په غوړو، خوږو او تېرایستونکو خبرو او معلوماتو تېر ایستلای نه سي.

دا چې ننۍ نړۍ د د پرمختګ، تمدن، پېاوړي اقتصاد، امن او عصري تکنالوژۍ په لمن کي د ارام خوب کوي، هغوی مطالعه کوي، د قلم څوکه یې نېولې، خپل ماشومان یې ښوونځۍ ته لېږلي، خپل ځوانان یې د مطالعې په ارزښت پوه کړې، خپله ښوونځۍ یې نه ده سوځولې، خپل معلم یې نه دی وژلی او خپله ښوونځۍ یې د جهالت په قلفونو نه ده تړلې، هغوی خپل معلم زړونو ته نږدې کړی، هغوی د لیکون (قلم)، چې د ننۍ نړۍ نوم وتی اتل دی، دځان مل ګرځولی، ارزښت یې ورکړی، قلم یې را پورته کړی، او دهمدې قلم له اوښکو یې ښه ګټه پورته کړې ده، نو ځکه دوی د پرمختګ په زانګو کي زانګي.

نو زه وایم چي مطالعه زموږ او ستاسو په ژوند کي د یوې ډېرې قیمتي خزانې حیثیت لري او که چیري موږ او تاسو مطالعه او پوهه ولرو نو هیڅوک او هیڅ شی به زموږ او ستاسو د بریالیتوب په وړاندي خنډ نه سي.

یو شی باید د نظره تېر نه کړو چې مطالعه یواځې د کتابونو پر مټ نه ترسره کېږي، بلکه د کتابونو لوستل، پر تلویزیونونو، راډیوګانو باندي د علمي او تعلیمي خپرونو تعقیب، د نورو خلکو خبرو ته غوږ ایښودل، د نورو سره د تجاربو په شریکاوي، او همدارنګه په بېلابېلو وړو او لویو موضوع ګانو باندي څپړنه او تحلیل هم د مطالعې برخې دي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *