ليکوال: ډاکتر ګيان چند
ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان
هندي لیکوال :
«عبدالرزاق قریشي» د څېړنې مرحلې په څرګنده توګه نه یادوي مګر د هغه د کتاب نه درې مرحلې څرګندېږي.
۱ـ د موضوع غوره کول او د ماخذونو لړ لیک .
۲ـ د مقالې تیارول یانې مطالعه او یادښت اخیستل.
۳ـ د مقالې لیکل چې د موادو ترتیب هم په کې شامل دی.
«ډاکټر عندلیب شاداني» په خپله لیکنه کې له پنځو پړاوونو تېر شوی دی.
۱ـ د موضوع انتخاب.
۲ـ د ماخذونو لړ لیک.
۳ـ خاکه جوړول.
۴ـ د ماخذونو مطالعه او د ګټورو او موادو غوره کول.
۵ـ د مقالې لیکل.
«ډاکټر عبدالستار دیلوي» په پیل کې د ځینو مرحلو یادونه کړې ده مګر وروسته په نورو موضوعاتو کې ورک شوی دی خو د هغه له نظره پنځه مرحلې څرګندېږي.
۱ـ د موضوع غوره کول.
۲ـ د څېړنیزې کړنلارې ټاکل.
۳ـ د مواد لټول.
۴ـ د موادو درجه بندي.
۵ـ د مقالې وړاندې کول.
زما «ډاکټر ګیان چند» په نظر په څېړنیز کار کې لاندیني پړاوونه شته دي.
۱ـ د موضوع غوره کول.
۲ـ د ماخذونو لومړنی فهرست جوړول.
۳ـ خاکه یا جوړښت.
۴ـ د موادو موندل.
۵ـ مطالعه او یادښت اخیستل.
۶ـ د یادښتونو ترتیب.
۷ـ د لومړنۍ مسودې لیکل.
۸ـ د مسودې مطالعه.
۹ـ که سندي مقاله وي نو د هغې څو کاپۍ تیارول او وړاندې کول.
۱۰ـ د موافقې په صورت کې ژبنۍ ازموینه ورکول.
۱۱ـ د مقالې خپرول.
غیر سندي مقالې د خپریدو لپاره لیکل کېږی خو سندي مقالې د نورو کتونکو او استادانو د تبصرو په رڼا کې ترمیم کېږي، د متن د جوړښت کړنلاره بل ډول ده ، هلته پړاوونه نشته دي، وروسته به په خپل وخت د هغو یادونه وشي.
ډېری لیکوال له همدې مرحلو تېریږي مګر په غیر منظمه توګه . که په پورتنیو پړاوونو باندې عمل وشي نو څېړنیزه مقاله به په بنسټیزه توګه ښې پایلې ولري.
د څېړنيزې مقالې اجزا:
د څېړنیز عمل نه وروسته چې کومه مقاله تیاره شي نو د هغې د بېلا بېلو برخو او اجزاو کتل هم پکار دي. میک کرو (Mckerrow) په انګریزۍ کې د متن د تدوین لوی عالم او څېړونکی دی. هغه په ۱۹۴۰زکال یوه لیکنه کړې ده چې د یوې څېړنیزې مقالې پنځه اجزایې وړاندې کړې دي.
۱ـ پېژندنه.
۲ـ ترتیب.
۳ـ خپرول.
۴ـ د خپلو معلوماتو او موندنو وړاندې کول.
۵ـ پایله.
«بیټ سن» دا ډول وېشنه کمزورې ګڼي او په څلورم ټکي یانې وړاندې کولو باندې زیات زور اچوي.
«ترابیان» د مقالې اجزا په درې برخو وېشي او هره برخه په څو برخو ویشي.
الف : سرپاڼه، سریزه، د مطالبو لړ لیک یا فهرست، د جدولونو او تصویرونو فهرست.
ب : متن، منځپانګه چې بېلا بېلو فصلونه لري.
ج : حوالې،ضمیمې، ماخذونه.
«ډاکټر عبدالستار دیلو��» د څېړنیزې مقالې اجزا داسې بیان کړي دي.
۱ـ لومړنۍ برخه : سرپاڼه، سریزه اومننه، ترتیب، فهرست، اشارې او تصاویر.
۲ـ څېړنیزه مقاله : د موضوع پېژندنه، وضاحت، د موضوع مختلف فصلونه او پایلې.
وروستۍ برخه : د مرستندویه ماخذونو فهرست، نور مرستندویه مواد، تصویرونه او پای.
خو زما بیا له دې ډول ترتیب او تقسیم سره اختلاف دی، لومړنۍ برخې ته ترتیب ویل شوی چې غالباً مراد یې د مطالبو فهرست دی، په وروستۍ برخه کې د مرستندویه کتابونو فهرست ورکول کېږي مګر د نورو موادو او تصاویرو فهرست نه ورکول کېږی. له ماخذونو وروسته د پای د نوم هېڅ برخه نه وي، د څېړنیزې مقالې په پای کې د پایلو برخه همدغه پای دی.
«پارسنس» مقاله په دې برخو ویشلی ده.
سرپاڼه، فهرست، اعتراف، لنډیز، د مخففاتو فهرست، د جدولونو فهرست، د تصویرونو فهرست، مقاله، ضمیمې، حوالې، ماخذونه. په امریکا کې د نویو ژبو یوه مشهوره ټولنه ده چې «ایم ایل ای» ورته وايي د هغوی رساله «پې، ایم، ایل، ای» نومېږي او په نړۍ کې تر ټولو څېړنیزو مقالو زیاته پلورل کېږي. د هغوی په نظر د لنډې مقالې بېلا بېلې برخې نه وي، خو د څېړنیزې مقالې وي لکه : لنډیز، سرپاڼه، د کاپي رایټ صفحه، انتساب یا ډالۍ، د مطالبو، تصویرونواو جدولونو فهرستونه، د لیکوال خبرې، متن، ضمیمه، حواشې، فرهنګ یا ویپانګه، ماخذونه، اشارې، په ځینو نورو پوهنتونونو کې د لیکوال ژوند لیک هم په کې وي.
دلته له لنډیز نه مراد د سندي مقالې هغه لنډیز دی چې هندي پوهنتونونو کې یې د تیزس سره یو ځای ورکوي او یا یې دوه درې میاشتې مخکې ورلېږي چې لارښود استادان یې وګوري. په دې اړه هم د هر هېواد او هر پوهنتون بېله کړنلاره او تګلاره ده او د پوهانو نظرونه پرې مختلف دي.
«اډري راتهـ» وايي چې په څېړنیزه مقاله کې باید لاندې توکي نه وي.
۱ـ د کوم کتاب یا مضمون لنډیز نه وي.
۲ـ د نورو نظریات له خپلې کره کتنې پرته رانه شي.
۳ـ د اقتباس شویو موادو ټولګه نه وي.
۴ـ خپل نظر باید له دلایلو پرته رانشي.
۵ـ د نورو لیکوالو ناچاپه کار د حوالو او اعتراف نه پرته نقل نه شي،ځکه چې دا څېړنه نه بلکې غلاده.
اوس روښانه شوه چې د څېړنیزې مقالې د تیارولو مرحلې کومې دي، په راتلونکو پاڼو کې به دې باندې په تفصیل سره غور وشي.
نور په بله برخه کې….
———————–