ملکزی

پرون د ترکیې څه باندی ۵۴ ملیونه خلکو دهیواد دننه او څه کم دری ملیونه ترکانو له هیواده ډیر لری د ۵۵۰ څوکیو لپاره په عمومي، ډیمکراتیکو او ازادو ټاکنو کې برخه واخیسته او د شلو سیاسي ګوندونو او ۱۶۵ مستقلو کاندیدانو له منځه یی د راتلونکي پارلمان لپاره د خپلې خوښې نوماند ته ووټ ورکړ. د ټولټاکنو وروستۍ پایلو ته په کتو سره څرګنده شوه چې ددغو پارلماني انتخاباتو اصلي سیالي د هیواد د ځواکمن ولسمشر، رجب طیب اردوګان د عدالت او پرمختیا، د کمال قلیچ د خلکو د جمهوریت ګوند، د کرد نژادي دیمرتاش د ولسونو د ډیموکراسۍ حزب او د دولت بهجلي په مشرۍ د قومي خوځښت د ګوندونو ترمنځ وه.

د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې او د ترکیې د خبري آژانسونو د راپورونو د غیر رسمي پایلو له مخې، د عدالت او پرمختیا ګوند ۴۱٪ یا د پارلمان ۲۵۹ چوکۍ، جمهوري ولسي ګوند ۲۵٪ یعنی ۱۳۱ چوکۍ، قومي خوځښت ۱۶٪ یا ۸۲ چوکۍ او د کردانو نوي راټوکیدلي سیاسي حزب پخپل تاریخ کې د ۱۳٪ رایو یا ۸۷ چوکیو په ګټلو سره، د ترکيې مرکزي پارلمان ته لاره پیدا کړه. سره ددی چې د داود اوغلو تر مشرۍ لاندی د عدالت او پرمختیا ګوند تر ټولو وړاندی دي خو هیڅکله به ونه شي کولای چې د تیرو دیارلسو کالو په څیر په یواځي توګه حکومت جوړ کړي او یا هغه ریفرنډم تر سره کړي د کوم له مخه چې پارلماني سیستم په ریاستي باندی بدلوي.

په ۱۹۲۳م کال کې د کمال اتاتورک لخوا د شپږو پیړیوعثماني خلافت له ړنګیدو وروسته، د معاصرې ترکیې له نیمې زیاته واکمني د پوځي جنرالانو او یا هم د هغوۍ د وزر لاندی امرانو لخوا یرغمل شوې وه چې له سیاست سره د مذهب ګډول، جرم ګڼل کیده. خو نجم الدین اربکان لمړنی سیاسي مشر او صدر اعظم وو چې په ۱۹۹۶ کال کی یی د بی پرۍ ټولټاکنو په سیوري کې مذهب او ولسواکي دواړه په یوه پټلې روان کړل، ولی کال لا تیر نه وو چې نوموړي بندي او له واکه ګوښه شو.

شپیته کلن رجب طیب اردوګان د سمندري ځواکونو د یوغریب عسکر په کور کې زیږدلی او په ځوانې کی یی د استنبول د بسونو او اورګاړو په سټیشنونو کې د چای او سموسو د خرڅولو له لارې د مکتب لپاره کتابونه اخیستل او هم یی له مور او پلار سره مرسته کوله. نوموړي خپل عملي سیاست د مرحوم نجم الدین اربکان په سیوري کې پیل او د ښیګڼې د اسلامي ګوند د نیغ په نیغه ملاتړ له برکته په ۱۹۹۴ کال کې د استنبول ښاروال و ټاکل شو.

په ۲۰۰۱ کې یی د عدالت او پرمختیا ګوند جوړ او یو کال وروسته د ترکیې صدراعظم شو. ده وکولای شول چې د دولسو کالو لپاره په همدغه مهم مقام کې پاتې شي او بلاخره تیر کال د ازادو ټولټاکنو له لارې د ترکيې ولسمشر شي. اردوګان د اسلامي نړۍ په کچه لمړنی مشر دی چې د برما د مظلومو روهنجیا مسلمانانو لیدنې ته ورشي، د فلسطینیانو له داعیې ملاتړ وکړي، د صومالیې جنګ ځپلي هیواد ته سر ورښکاره کړي او لمړنی بهرني مشر وو چې د ولسمشر غني د لیدنې لپاره کابل ته ولاړ شي.

د ښاغلي رجب اردوګان مخالفین نوموړی پدی تورنوي چې ګویا هغه یو سرتمبه، دیکتاتور او په ځان مین سړی دی. دوئ فکر کوي چې د عدالت او پرمختیا د ګوند دیارلس کلنې واکمنۍ نه یواځې دا چې ترکیه له نړیوالې انزوا او له نژدی ګاونډیانو سره په همیشني کړکیچ کې ښکیل کړه، بلکې د کور دننه یی په پراخه فساد او درغلیو سترګې پتې او ځان یی ناغیړه نیولی دی. د مخالفینو د وینا پر بنسټ، د اردوګان خپل زوی، زوم او د ښي لاس سلاکاران د ناقانونه پیسو، تیلو او سرو زرو په تجارت کې ککړ دي. او د خپل پخواني یار، عبدالله ګولن لخوا د متوازي حکومت په پلمه یی د نوموړي په سل ګونو همفکره پولیس افسران له دندو ګوښه او بندیان کړیدي.

په مصر کې د عسکري کودتا له لارې د اخوان المسلمین د بندي شوي ولسمشر محمد مرسي څخه بیدریغه ملاتړ، په سوریه کې د بشارالاسد د قاتل رژیم پخلاف د هیڅ ډول جوړې جاړې نه منل او د ترکي رسنیو سانسور او مهارول، نور هغه توکي دي چې دی ورباندی د خپلو سیاسي مخالفینو لخوا ګرم ګڼل کیږي. د اردوګان مخالفین هغه ته د ولسمشر په ځای د سلطان لقب ورکوي او ګمان کوي چې پدی ورستیو کې د جوړې شوې ولسمشرۍ ماڼۍ چې ۱۱۱۵ خونې لري، د تشنابونو کمودونه یی له سرو زرو جوړ کړي او د اتاتورک په نوم په سل ګونو جریبه وقف شوې مځکه یی په زور سره غصب کړیده.

خو د اردوګان پلویان بیا پدی آند دي چې ده د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ په ترڅ کې وکولای شول ترکیه له ژور اقتصادي ناورین څخه راوباسي او د نړیوال مالي ګراف له یوسلو یولسمې لیکې څخه یی په شپاړلسم کتار کې ودروي. یونیم کال وړاندی د ترکیې د ملي پیداوار کچه له یو ټریلیون او سل ملیاردو ډالرو څخه هم لوړه شوه کومه چې د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو له دری واړه هیوادونو څخه په مجموعي ډول زیاته ده. د استنبول هوایي ډګر یی دومره پراخه کړ چې هره ورځ پکې دولس سوه شپیته مسافر وړونکې الوتکې کښیني او پاڅي او د ترکیې هوایي لیکې دوه کاله وړاندی د اروپا د ترټولو غوره ایرلاین جائزه ترلاسه کړه. تیر کال یواځې د استنبول ښار ته نژدی اتلس ملیونه خلکو د سیل او چکر لپاره سفر کړي چې په نړیواله کچه یی شپږم مقام ترلاسه کړیدی.

لس کاله وړاندی د ترکیې بهرني صادارات په کال کې ۲۳ ملیارده وو خو نن یی د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو ته د صاداراتو کچه له ۱۵۳ ملیاردو ډالرو څخه لوړه ده. د ۱۲۵ نوو عصري پوهنتونونو او ۵۱۰ پرمختللو او مجهزو روغتونونو دروازې یی د خپلو خلکو پرمخ پرانیستې. لس کاله وړاندی یی خپله لور د سیکولر (لادینه) نظام له امله د تعلیم لپاره له هیواده د باندی واستوله ترڅو خپل ټیکری په سر وساتي. خو څلور کاله وړاندی یی دغه غیر ډیمکراتیک سیستم بدل کړ او ما پخپله ولیدل چې د استنبول په تاریخي پوهنتون کې د باحجابه نجونو شمیر د اسلام اباد د قائد اعظم یونیورسټۍ له باستره نجونو څخه ډیر زیات وو.

اردوګان په سیاسي ډګر کې د ترکيې د یو زړور مشر په صفت، د عثمانيانو لخوا د ارمنیا پخلاف د زور زیاتي له امله بخښنه وغوښته. لس ګونه کلونه وروسته یی د کردانو د ګار ګوند – پی کی کی- سره اوربند اعلان کړ او د هغوئ په اعدام محکوم شوی مشر، عبدالله اوجلان یی له غرغرې بچ او د بندو پنجرو تر شا یی ورسره د روغې جوړې خبرې پیل او اوربند یی تر دمه جاري وساته. د آیا صوفیا د تاریخي جومات په جنوبي څنډه کې د قهوې او چلم یو سماوارچي، آق مراد ماته په ویاړ سره وویل چې: افندم (قدرمنده) اردوګان د ټولو مسلمانانو د سر شمله ده، ځکه هغه یواځنی مشر دی چې غزې ته د استول شوي بیړۍ د شخړې له امله یی اسرائیل دیته اړویستل چې له ترکیې څخه بځښنه وغواړي او دا هغه څه دي چې یهودو پخپل نه شپیته کلن تاریځ کې ندي کړي.

سره ددی چې ترکیه د ناټوغړې او پدغې پوځي ټولوالې کې د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته د عسکرو او افسرانو د شمیر له مخې دوهم ځای لري، خو اروپایي ټولنه بیاهم چمتو نده چې پدغه اقتصادي او سیاسي چوکاټ کې د ترکیې غړیتوب ته غاړه کیږدي. کله چې ما د اتاکوۍ په سیمه کې د درویشانو د ذکر او مذهبي رقص د دمې په مهال له یو ترک ګډون وال څخه پوښتنه وکړه چې لامل یی څه دی؟ نو هغه پرته له ځنډه ماته وویل چې: ګوره! ځتیزه اروپا تر پرون پوری کمونسته، مفلسه او د وارسا د نظامي تړون برخه واله وه، خو ناټو نن پولینډ، چکوسلواکیا او مجارستان په غیږ کې نیولې او مونږ ته انې بانې کوي او زمونږ ګناه داده چې مونږ مسلمانان یو.

شک نشته چې د تیرې ورځ د انتخاباتو پایلې به د ښاغلي رجب اردوګان بی سیاله واکمني، محدوده، ګینده او ټکنۍ کړي، خو که د پرمختللې لودیزې نړۍ د سیاسي واکمنۍ تاریخچې ته ځغلنده کتنه وشي، نو بیابه هم ولیدل شي چې دی یو مدبر، خپلواکه او د زمانې د هر ډول ګواښونو او ازمیښتونو له میچنې روغ راوتلی مشر او د واکمنۍ دوره یی ترهر واکمن څخه اوږده او اغیزمنه وه. نوموړی به په ورین تندي سره دا پایلې ومني ځکه هغه پوهیږي چې د الله تعالی د ذات او د ولسونو ارادې نه ماتیږي او نه ګواښل کیږي.

د افغانانو دغوڅ اکثریت په څیر، زه هم پدی باور یم چې نورمحمد تره کی او دهغه سړی خور رژیم په هیواد کې د وروستیو دری نیمو لسیزو ټولو بدبختیواصلي لامل اومسئول دی، خو لدی خبرې سره یی بشپړ یوه خوله یم چې ویل به یی: ( د ولس زور، د خدای له زوره دی).

2 thoughts on “د ترکیې ټولټاکنې او د اردوګان ګینده شوی واکمني/ ملکزی”
  1. ملکزی صاحبه سلامونه درته تقدیموم او مننه کوم چې د نن ورځې یوه ‌ډیره مهمه موضوع دی په ډیر ښه او بی پرې شکل باندی تحلیل او دتاند لوستونکو ته وړاندی کړه. زه ستا د لیکنو یو همیشنې لوستونکی یم او هیله ده چې د ترکیی د تیری ورځی انتخابات به ځمونږ د مشرانو لپاره یو درس او سرمشق شی.
    په ډیر درنښت
    علي حمیدي

  2. جناب ملکزی! واقعا چې ښاغلي اردوګان په اسلامي نړی کی یو منلی او د دقدر وړ مشر دی. زه پدی عقیده یم چې هر سیاسی مشر د ښو او رغنده کارونو په څنګ کی ډیری زیاتی غلطی او اشتباه ګانی هم کوي، چی دا شاغلی ور څخه مستثنی ندی.
    ترکان پخپل هیواد مین خلک او یو خود کفافه ولس دی. تاسو پخپله لیکنه کی پوره انصاف کړی او د ده شه او بد مو یو شانته په ګوته کړی کوم چې ستا د ژورنالستیکي سابقی سره کافی اړخ لګوي. ستا د راتلونکو لیکنو او څیړنو په تمه.
    موفق اوسی
    رشید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *