پوره نوم یې ډیل ویلیم سټین دی چې د جون په ۲۷ په کال ۱۹۸۳ کې د سویلي آفریقا په یو لرې پرته سیمه (فالبورا) کې زیږیدلی دی چې د (Gun) یا وسلې په نوم هم مشهور دی.
ډیل سټین له کوچنیوالي څخه د کرکټ لوبو سره مینه او علاقه درلوده چې د ۱۱ کلنۍ په عمر یې کرکټ له یوه شین چمن څخه شروع کړ چې بیا د ښوونځي په کرکټ ټیم کې شامل شو، د ښوونځي په دوران کې د ډیل سټین توپ اچونۍ د ټولو زده کوونکو پام ځان ته را واړوه او د سټین توپ اچونې ته ګوته په غاښ شول، خو د سټین راتګ د سویلي آفریقا ملي لوبډلې ته یو خوب وه ځکه چې سټین په یوه لرې پرته او کوچنۍ سیمه کې ژوند کاوه ټولو به ورته ویل چې ته ډیره وړتیا لرې لیکن د ملي ټیم په لوبو کې چانس نشې ترلاسه کولای، چې وروسته بیا دا خوب په رښتیا واوښت او سټین د سویلي آفریقا په ټیم کې ځان ته ځای پیدا کړ.
سټین تراوسه په دغو لوبډلو کې لوبې ترسره کړي ډي:
سویلي آفریقا، سویلي آفریقا XI ، کوپ کوبراس، ډیکن چارجرس،نارترن، رویل جلینجر بینګلور، سنرایز حیدراباد ، ټیټانس او وارویکشایر په لوبډلو کې لوبې ترسره کړي.
ډیل سټین خپله لومړې فرسټ کلاس لوبه په کال ۲۰۰۳ کې ترسره کړه چې ډیل سټین یوازې دوه فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي.
کله چې د سټین استعداد د سویلي آفریقا کرکټ چارواکو ته څرګند شو نو په ۲۰۰۵ کال کې د انګلستان په خلاف د ټیسټ لوبو په نوملړ کې شامل کړ چې په یادو لوبو کې چندان ښه ونه ځلیده چې بیرته له ټیم څخه وویستل شو هماغه وه چې سټین خپلو لوبو ته د ټیټانس په ټیم کې ادامه ورکړه، په ۲۰۰۵/ ۲۰۰۶ کلونو کې یې یو ځل بیا خپله وړتیا څرګنده کړه چې بیا د کوچ (لان پونټ) په مرسته بیرته ملي لوبډلې ته راستون شو او د ټیسټ لوبو په نوملړ کې یې ځان ته ځای پیدا کړ، بیا ۲۰۰۵ کال یې د وارویکشایر لوبډلې لپاره لوبه ترسره کړه چې د یادې لوبډلې لپاره یې په ۷ لوبو کې ۲۳ ویکټۍ ترلاسه کړې، چې په همدې کال یې د (Friend provider trophy) په ۵۰ اوریزه لوبو کې ګډون وکړه او په دې لوبه کې یې ترټولو زیات لوبغاړې وسوزول چې لدې سیالیو وروسته بیا په منظم ډول د سویلي آفریقا په یوورځنیو لوبو کې شامل شو.
ډیل سټین خپله لومړې ټیسټ لوبه په کال ۲۰۰۴ کې د انګلستان په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې یي په اول ایننګز کې دوه او دوهم ایننګز کې یو لوبغاړی وسوزوه.
همدارنګه یې خپله لمړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۵ کال د اګست په ۱۷ د اسیا XI په خلاف ترسره کړه چې په یاده لوبه کې سټین یوازې یو لوبغاړی وسوازوه.
ډیل سټین خپله شل اوریزه نړیواله لوبه په ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۲۳ د نیوزلینډ په خلاف ترسره کړه چې ډیل سټین پدې لوبه کې د څلورو اورونو په ترسره کولو سره یو لوبغاړی وسوزوه او ۱۷ منډې يې ورکړې.
ډیل سټین تر اوسه پورې په ۷۸ ټیسټ لوبو کې د ۲۲،۵۵ په اوسط ۳۹۶ ویکټې ترلاسه کړي دي چې په ۱۶۴۸۶ توپونو یې ۸۹۳۲ منډې ورکړي دي غوره توپ اچوونه یې په یوه لوبه کې د ۱۱ لوبغاړو سوزول دي، ډیل سټین په ټیسټ لوبو کې پنځه ځلي لس لس لوبغاړي، ۲۵ ځلي پنځه پنځه لوبغاړي، ۲۴ ځله څلور څلور لوبغاړي سوزولي دي او د توپ وهنې په برخه کې یې بیا ۱۱۱۴ منډې هم جوړې کړي دي.
ډیل سټین ۱۰۴ یوورځنې نړیوالې لوبې ترسره کړي چې په ۵۱۵۹ توپونو یې ۴۱۴۳ منډې ورکړي، غوره توپ اچوونه یې په یوه لوبه کې د شپږو لوبغاړو سوزول دي، په یو وریځنیو لوبو کې یې درې ځلي پنځه پنځه لوبغاړي او څلور ځلي یې څلور څلور لوبغاړي سوزولي دي، د توپ وهنې په برخه کې يې بیا ۲۵۹ منډې هم جوړې کړي دي.
همدارنګه سټین ۳۸ شل اوریزه لوبو کې ۵۵ ویکټې ترلاسه کړي دي.
د ډیل سټین ځینې لاس ته راوړنې:
ډیل سټین یوازنی لوبغاړی دی چې د ټولو ټیسټ غړیتوب لروونکو هیوادونو په خلاف یې پنځه پنځه لوبغاړي سوزولي دي.
ډیل سټین د سویلی افریقا یوازنی لوبغاړی ده چې په شل تیسټ لوبو کې يې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.
ډیل سټین د سویلی افریقا یوازنی لوبغاړی ده چې په ۳۹ تیسټ لوبو کې يې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.
ډیل سټین له مورلیدرن وروسته یوازنی لوبغاړی ده چې په ۶۹ تیسټ لوبو کې يې ۳۵۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۱۳ کال کې ډیل سټین د ټیسټ لوبو په تاریخ کې وروسته له جورج لهمن، ویرنن فلیندر، جان فیریس او شن بونډ څخه پنځم غوره لوبغاړی دی چې ښه سټرایک ریټ لري.
ډیل سټین په ۲۰۱۱ کال IPL سیالیو کې هغه لوبغاړی و چې ۱،۲ میلونه ډالر خرڅ شو وه.
ډیل سټین د څلورمې تیز ترینې نیمه سلیزې ریکاډ هم لري چې په ټیسټ لوبو کې یې په ۲۸ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.