(په سوځلي ښار کي لاسته راغلی سفالي لوښی ، دنړۍ لومړنی انيمشين)
شريف الله دوست (سرواني)
سوځلي ښار چي دهلمند تر تاريخ وړاندي شاوخوا (۷۰۰۰ کلن) مخکي زوړ ښار دی د چي خپل وخت يې ډير ښه د صنعت او هنر بېلګي په ميراث کي را پرېښي دي؛ خو اوس څوک په دې نه پوهيږي چي د دې ښار آر(اصلي) نوم څه و؟
هغه لرغون پېژندونکي چي په دې برخه کي کار او کيندني کوي او کړي دي تر اوسه دې پوښتني ته بې ځوابه پاته دي.
دلته پوښتنه پيداکيږي چي همدا دسوځلي ښار(= شهرسوخته) کټ مټ نوم دکوم وخت راهيسي راپيل کيږي او اخيستل کيږي؟
په څرګند ډول دا نوم نوی ښکاري او دومره تاريخي مخينه نه لري ، دلاس ته راغلو متونو څخه داسي ښکاري چي دا نوم تر شاوخوا يوسل پنځوس کلنو زياته مخينه نه لري ، په شاوخوا تيرو(۱۵۰کلونو) کي يوه انګريز پلټونکي (کلنل بېټ) له دې ځايه څخه دليدني پر مهال دا نوم د سوځلی ښار په نوم دځايي اوسيدنکو له خولې لیکلی او ثبت کړی دی چي دانوم اخیستنه یې لومړی ځل بلل کيږي ، چي د دې ښار نوم په سوځلي ښار(شهرسوخته) په نوم په تاريخي متونو کي راڅرګنديږي، خو په رښتنې توګه هيڅوک په دې نه پوهيږي چي له پيله به د دې ښار آر نوم څه ؤ.
په سوځلي ښار کي لاس ته راغلي توکي
ايټالوي لرغون پېژندونکو تر کيندونو او پلټونو وروسته دا په ډاګه کړه چي دسوځلي ښار پر مخ باندي د شل(۲۰) سانتي مترو په اندازه پنډ خټين پوښ اوار و او دسوځلي ښار ساحه يې له (۴۰۰۰کاله) را پدې خوا ساتلې پوښلې او له لاس وهني څخه ژغورلې وه.
خو ځايي اوسېدونکو اوس هم په خپلو منځو کي دياد ښار يادګار له ځانه سره لري.
ويل کيږي چي نوموړی ښار يو وخت دتمدن پلازمېنه وه هغه چي دسوځېدوله امله له استوګني لوېدلی او دسوځلي ښار نوم يې خپل کړی او اوس هم په همدې نامه ياديږي.( ۴)
سوځلی ښار تر آريايي مهاجرتونو مخکي
سوځلی ښار تر اريايي يونيځونو(مهاجرتونو)مخکي د بېلابيلو قومونو استوګنځای و.
د راډيو کاربن دازمويني له لاري دا څرګنده سوه چي دا ځای (۵۰۰۰تر۷۰۰۰کالو) پوري مخينه لري او دلته د خپل وخت يو روڼ مدنيت و چي د( هلمند مدنيت) په نوم ياديږي.
دې ورستيو کي دسوځلي ښار په لويديځ کي يو ګډ ګور اوقبر پيدا سو چي مخينه يې تر زيږدي(مېلاد) ۳۰۰۰مخکي کلونو پوري اټکل سوې ده ، څېړونکو چي په لاسته راغلو قبرونو کي شنني او څېړني وکړي ښکاره سوه چي په يوه اوږد مهال کي دلته تر يوویشت (۲۱) پوري مړستونونو شتون درلود.
له څېړنو سره څرګنده سوه چي په دې ټولګه مړستونونو کي پنځه پنځوس سلنه دهغو ماشومانو هډوکي وه چي عمرونه يې تر (۹ کالو) لږ ښودل سوي دي، دوی کي د يوه شل کلن ځوان هډونه هم وموندل سوه، او ورڅخه څرګنديږي چي پردې ښار يوخت ډېره سخته ساري ناروغي تېره سوې ده او په ډېر شمېر کي يې لويان او ماشومان مړه کړي دي.(۵)
دلومړنيو ټولنو او دبشر دلومړنيو تمدونونو له څېړنو څخه دا جوتيږي چي بشر کله د روزۍ او ډوډۍ د پيداکېدو په لټه کي سو سمدستي يې د خپل فکر او ذهن په ځواک دکرهڼي او مالدارۍ چارو ته پام سو او په دې برخه کي داړتيا وړ توکو دجوړولو په لټه کي سوه چي د دوی په شاوخوا کي يې له طبيعي عناصرو څخه ګټه پورته کړله چي دې کي دنړۍ لومړنۍ متمدني ټولني او حوزې همدا دهلمند لرغونې حوزه ، دنيل سيند دره ، دمنځنۍ اسيا ځيني سويلي سيمي، دسند حوزه،دآموسيندغاړي شمېرل کيږي.
که څه هم د(۱۹۴۰ز) کلونو په لومړيو کي لرغونپوهانو يوازي دمصر او بين النهرين سيمي دلرغوني تمدن ځانګو بللي وې ، خو کله چي د هلمند په حوزه سوځلي ښار ، سيستان ، نادعلي ، منديګک ،ډيمراسي غونډۍ او شمال په لور چين ، ترکمنستان او ترکې پوري دا لړۍ او کړۍ وغزېده دلته نو لرغونپوهان له خپل مخکني ټينګار څخه وګرځېدل او پورتنۍ ټولي سيمي يې ديوه نغښتي – مښتي او د تمدن د يوه ځنځير کړۍ وشمېرلې.
پروفيسور (کزل) د(۱۹۵۱ز۱۹۵۷ز پوري) منډيګک په ځانګړې توګه دهلمند دحوزې ډېر لرغونی ښار بللی دی او هغه مخينه يې تر زيږدي(مېلاد) ۳۰۰۰ کاله مخکي ښوولی او ویلی يې دی چي دې ښار دنړۍ دنورو لرغونو مدنيتونو په لړ کي ډير اړين رول درلودلی دی.(۶)
ډاکتر( بهنام ) پخپله يوه ليکنه کي کاږي : چي تر مېلاد څلور زره کاله مخکي کله چي دهلمند سيند مخه واوښتل دهلمند غاړي کي جوړ د سوځلی ښار وګړي دسند او اوسني پنجاب په لور کوچيدلي او هلته يې يوه نوې امپراتوري جوړه کړل .
مخکي تر دې چي اريايان اوسني افغانستان ته راسي هنر او صنايعو دخپل لوړ معيار سره شتون درلود او د هلمند مدنيت دنړۍ د دوو نورو تمدونونو سند او بين النهرين د پيوند نقطه وه ، همدا ډول په سوځلي ښار کي څېړنو ښوودلې چي کوزو جوړوني ، بوريا اوبدني(ودلو) ، د ډبرو توږلو ، دلاجوردو او پېروژې څخه ښکلي زينتي توکو صنعت په سوځلي ښار کي دځايي وګړو بوختيا وه.
ډاکتر ريچارډ فرای ويلي دي : ” د هلمند لرغونې حوزه د دلرغون پېژندنکو لپاره يو لوی بخت او ښه زيری ځکه دی چي د ټولو دورو دتاريخي اثارو شتون بېله کومي لاسوهني پکښې دی ، چي څېړنه يې په تاريخي ، فرهنګي ، اقتصادي ، او سياسي لحاظ د ارزښت وړ ده.
د درو لرغونو مدنيتونو مثلث
هلمند ، آمو او سند تر تاريخ وړاندي دانسانانو داستوګني هغه سيمي دي چي تر لومړني غارمېشت کېدو وروسته يې وګړو داوارو سيمو په لور يونو نه وکړله او راکښته سوه په اوارو بيدياوو کي يې کرهڼيز ژوند پيل کړ لکه :
۱ : دهلمند مدنيت :
همدا تر تاريخ وړاندي او مخکي پېر پوري تړلی مدنيت چي دهلمند سيند له برکته پايېدلی او غوړېدلی دی ، دې کي دهلمند کښتنۍ سيمه سيستان او خپل مرستيالان ، ارغنداب ، فراه رود او نور لوی او واړه سيندونه ، شاوخوا سيمي هم تر خپل پوښښ لاندي راولي د فرانسوي پلاوي له لوري دهلمند د لرغوني مدنيت تر څنګ يې دليرو او نژدې مرستيالانو پر غاړو هم تر يو ځايه شنني او پلټني تر سره سوي دي.(۷)
د آمو مدنيت :
دې تمدن هم دآمو سيند له برکته چي دخپلو مرستيالانو سره بهيږي ، تر اوسه پوري ښې کرهڼيزي ځمکي پرې خړوبيږي .
د سند مدنيت :
دا مدنيت هم چي دسند سيند له برکته يې پايښت کړی دی د خپل وخت له لرغونو او روښانه مدنيتونو څخه شمېرل کيږي ، دلرغون پېژندنکو د پلټونو سره جوته سوه چي په دې حوزه او مدنيت کي هم تر تاريخ وړاندي دورې ډېر لوښي او دژوند توکي موندل سوي دي .(۸)
هلمند دکلکولي تیک دورې په غېږ کي
هلمند کي (۷۵۰۰ مخزيږدي) دوره د پېښليک (کرونولوژي) له مخي په (آق کپروک) ، ډيمراسي ، منډيګک ، سيستان(هلمند) کي توږلي (صيقلي) ډبري او خاورينو لوښو ، فلز يا کلکوليتيک پېر نومول سوې ده. (۹)
دمس دوره ځيني د ډبري د دورې په نوم هم يادوي او د لاتيني ژبي د ( chalcolithic) اصطلاح يې د همدې دورې دافادې لپاره کارکړې ده ، لرغونپوهانو د مس او ډبري دورې ځانګړنې په لاندي ټکو کي رانغاړي :
۱ : د کلنګ کرهڼي پيل او رواج کول.
۲: د ډېرو کسانو لپاره غټ کورونه جوړول.
۳: د مسي وسايلو استعمال چي دې کي ډبرين وسايل ډېر کارېدل.
۴: دښځو دمجسمو او فګورينو جوړول.
۵: سفالي لوښي دمنظمو هندسي نقشونو سره.
په ټوله کي دا دوره په افغانستان کي د مس او ډبري د پېر(دورې) (Chalcolithic – Aeneolithic) په نوم ياديږي چي مخينه يې تر زيږدي مخکي (۳۵۰۰-۳۰۰۰کلونو) پوري رسيږي.(۱۰)
په هلمند کي دمختلفو انساني ټبرونو مېشتېدنه دهمدې هلمند سيند له برکته و چي خپل خواړه به يې د ياد سيند له کبانو او ياهم د سيند دغاړو له ځنګلونو څخه د حيواناتو دښکار له غوښو برابرول چي په وررسته کي بيا د آريائيانو په راتګ سره کرهڼه پيل سوه .
د هلمند غاړو له پلټونو څخه داسي څرګنديږي چي دافغانستان او ګاونډويو په ځانګړې توګه دافغانستان په پېژندنه کي د هلمند سيند دغاړو اوه زره تر اته زره کلن (۷۰۰۰- ۸۰۰۰ ) مدنيت څرک او درک لګيږي چي داوسني افغانستان د لرغوني تمدن دوهمه حوزه جوړوي.(حبيبي ، ۴ )
د دې څو کرښو څخه دا څرګنديږي چي دا ډول څېړني او تحقيقات په شلمه پېړۍ کي د قبل التاريخ په برخه کي د هلمند په سيستان کي پيل سوې.
د سند دناوې ، بلوچستان او داکسوس دشمالي سيمو او دخزر او پارس دخليج تر منځ ځمکو او لږ وړاندي په بين النهرين کي تر ( سوزنيان) او (عيلام) پوري دکلکوليتيک د دورې مدنيت دهلمند د ښېرازه حوزې (سيستان ، هامون) سره تړلی او ورته والی لري .
د(سراورل سن) دغه ډول نظريه دا ښکاره کوي چي دهلمند حوزې دکلکوليتيک دمدنيت ټولي دورې ليدلې او تيري کړي دي .(کهزاد ، ۲۷)
که چيري نقشه وکتل سي نو دهلمند دلتا د (انو) او (موهمنجودارو) څخه تقريباً پنځه سوه ميله لېري پرته ده ، خو دهلمند او سيستان د کلکوليتيک د دورې د قبل التاريخ د خاورينو لوښو او هغو لوښو ترمنځ چي امريکايي هيئت آر.پومپيلي(R.pumpelly) له (انو) څخه پيداکړي او کشف کړي دي په بڼه ، تخنيک او رنګ کي ډير ورته والي موجود دی.(کهزاد ، ۲۸ )
د دغو ويناوو او څېړنو څخه دا پايله تر لاسه کيږي چي دهلمند په پراخه حوزه کي دکلکوليتيک دمدنيت وږمه چلېدلې ده او دهلمند په قبل التاريخ زمانه کي هم د اوس په څېر يوه سياسي ، فرهنګي،سوداګريزه او جګړيزه ستراتيژيکه سيمه وه چي دکورنيو او بهرنيو پام يې ځانته اړولی و. (۱۱)
اخځليکونه :
۱ : شريف الله دوست ، تر تاريخ وړاندي دهلمند سوځلی ښار(شهرسوخته)،ناچاپه مقاله.
۲:دکترسيدمنصور سجادي،باستان شناسي شبه قاره هند،۲۴۵ مخ.
۳: شريف الله دوست ،مخکنۍ مقاله سوځلی ښار( شهرسوخته).
۴: کانديد اکاډميسن محمداعظم سيستانی،سيستان قبل ازاسلا،علومواکاډمي،۱ ټوک،۱۳۶۴کال،۱۶مخ
۵: اکاډميسن سيستانی مخکنی اثر،۲۰مخ
۶: زمری محقق،منډيګک او دهغه اړيکي دسند اوبين النهرین سره،دوهم چاپ،پښتوادبي غورځنګ کوټه،۱۳۸۹ کال ، ۱۲
۷: زمری محقق ، مخکنی اثر ۱۰
۸ : استاد احمدعلي کهزاد ، افغانستان دتاريخ په رڼا کي،ژباړن اورنګزيب ارشاد،دانش خپرندویه ټولنه ،۱۳۷۹کال،۸ مخ
۹ : پوهاند علامه حبيبي،دافغانستان پېښليک، ۱ ټوک بيهقي دکتاب خپرولو مؤسسه،۱۳۵۳ کال، ۱ مخ
۱۰ : پوهندوی محمدرسول باوري ، باستان شناسي مدنيت های اوليه (دوره انتيک) افغانستان،اميري خپرندوی ټولنه،۱۳۸۷ کال ، ۳ مخ
۱۱ : اکاډميسن سيستانی ، سيستان قبل ازاسلام مخکنی اثر ۷ مخ